No-IMG

کوثر

مستیار

 

زما یاران زما په څنګ کي ستر منار شي د  کوثر

د صدف له غېږ ګوهر شي بیا افکار شي د کوثر

 

دا کاروان به تر منزله لدې شوق سره رسیږي

که یقین مو ددې لاري انتظار شي د کوثر

 

تر پېچمو لارو سختو که هوډمن پاته باقي شوو

هر مثال د تورو شپو به مو سهار شي د کوثر

 

لا به څومره زمانه د چل او فرېب غشي را ولي

دلته نظم د  ملګرو دوی  ته وار شي د کوثر

 

د سختیو په بدل کي د تقدیر کرښي همداسي

هر یو ستوری ددې لاري ستر بهار شي د کوثر

 

د تاریخ ځلانده ستوري زمانې داغلي ټول دي

د تاریخ په زړه کي نقش  ابتکار شي د کوثر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک