No-IMG

د اسلامي امارت محترم مشرتابه مقام ته؛ د محترم حکمتیار صاحب لخوا د مهمو مشروع او قانوني غوښتنو وړاندیز

د اسلامي امارت محترم مشرتابه مقام ته

د حزب اسلامي افغانستان محترم امیر حکمتیار

لخوا د مهمو مشروع او قانوني غوښتنو وړاندیز

 

 

16.         د متقاعدينو مسلم حقوق، د هغو شركتونو پورونه چي مخكيني دولت ئې پوروړى وو؛ بايد له ځنډ پرته اداء شي.

 

17.         ټول دولتي مسئولين بايد په مستقيم او بالواسطه توگه د ملت له باور او اعتماد تر لاسه كولو وروسته پر دندو وگمارل شي؛

د قرآن لارښوونه همدا ده؛ هيڅ وزير نشي كولى له باور او اعتماد پرته وگمارل شي. الله تعالى دا د ټولو مسلمانانو حق او وجيبه گڼي او فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا) النساء 58

په دې مبارك آيت كي مسلمانانو ته امر شوى چي زعامت او امارت د يوه امانت په توگه داسي چا ته وسپاري چي وړتيا او اهليت ئې لري؛ او حكام په دې گمارل شوي چي پرېكړي به ئې عادلانه وي

 

په پاى كي له ټولو هغو وروڼو او خويندو د زړه له كومي مننه كوم او له الله تعالى ورته اجر غواړم چي د دارالامان قضيې په اړه ئې خواخوږي ښودلې او په جرأت سره ئې حق خبره كړې؛

 

 هيله مي دا ده چي حق ويل، د ظلم خلاف غږ اوچتول، د عدالت غوښتنه، قانون ته التزام او د خپل سريو مخنيوى؛

خپله ديني وجيبه وگڼو او هيچا ته اجازه ورنه كړو چي له قدرت او واك غلطه او د اسلامي لارښوونو خلاف استفاده وكړي.

 

 همدا سلوك د يوې ډاډمني ټولني او داسي خوندي ماحول په رامنځته كېدو منتج كېږي چي د فرد فرد سر، مال او عزت به له هر تېري او تعرض مصون او محفوظ وي. والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک