
په معاصر دور کې زمونږ جدي ستونزه دا چې زمونږ د ټولنې اکثره وګړي فرد مِحوره دي
په معاصر دور کې زمونږ د ټولنې يوه جدي ستونزه دا هم ده چې زمونږ د ټولنې اکثره وګړي فرد مِحوره دي
دا چې فرد مِحوري څه شی دی؟ او فکر مِحوري څه ته ويل کېږي؟ غواړم په دې اړه لنډ وضاحت وکړم.
کله چې يو شخص وينو د بحث او جدال پر مهال خپل استدلال له اشخاصو په دفاع کې کوي او يا په مشخصو اشخاصو نقد کول يې د استدلال غوښنه برخه وي، نو دا د دې دليل دی چې دا شخص فرد مِحوره دی او د قضاياو په اړه ډېر ناقص او ناسم درک لري. فرد مِحوره افراد د ټولنې د بنسټيزو قضاياو په اړه عميق او دقيق تحليل نه شي کولی، دوی ډېر وخت په يوې ثابتې داعيې ټينګ نه شي پاتې کېدی، ځکه چې د دوی د تأييد او رد معيار اشخاص وي او سياسي اشخاص کله هم د يو مصلحت په خاطر په خپلو موقفونو کې تغيير کولی شي او فرد مِحوره اشخاص مجبور وي چې د خپلو متبوعو اشخاص له تغيير سره سم تغيير وخوري، د دوی د ټولو غير معقولو ويناو، دريزونو او کړنو څخه په روا او ناروا بڼه دفاع وکړي او توجيهات ورته ولټوي.
د فرد مِحوره افرادو په مقابل کې فکر مِحوره افراد د خپلې ټولنې د قضاياو په اړه د دقيق او عميق تحليل وړتيا لري، دا ځکه چې دوی قضاياو ته د اشخاصو په تناظر کې نه ګوري، بلکې ذاتا د قضاياو په عواملو او اسبابو فکر کوي، دوی په دې پوهېږي چې تر څو د ستونزو او معضلو تعميري او تخريبي عوامل او اسباب موجود وي، نو د فرد مِحوره افرادو لخوا د يو شمېر اشخاصو په ستاينه او د يو شمېر نورو په رټنه په ټولنه کې شته ستونزې او معضلې نه حل کېږي.
تقريباً څه باندې يوه لسيزه وشوه چې په ټولنيزو شبکو کې د يو فرد په حيث موجود يم، له لسګونو ځوانانو سره مو معرفت وشو، سلګونه مختلف الأفکار اشخاص مو ولوستل او لا هم سلګونه ځوانان وینم چې د قضاياو په اړه ځينې په يو طرف کې درېږي او ځينې نور يې مقابل طرف کې، ځينې ځينې وختونه داسې هم کېږي چې د ځوانانو درې څلو متقابل اطراف يې هم جوړ شي، خو د خواشينۍ خبره دا ده چې له بده مرغه دا ټول اطراف پر ځای د دې چې استدلال يې فکر مِحوره اوسي، د ځوانانو د غالب اکثريت استدلال فرد مِحوره وي چې دا کار يوازې د اطرافو ترمنځ د اختلاف شدت ته هوا ورکوي نه دا چې په ټولنه کې شته اختلاف د يو معقول او منطقي انجام لور ته سوق ته کړي.
اميد دی چې په مونږ کې هر ځوان بايد دې اړخ ته متوجه شي چې د ژوند په مسير کې روانه کړې مبارزه يې د افرادو په دفاع کې ده او که د يو مشخص فکر؟!
که د افرادو په دفاع کې يې ژوند تېرېږي، نو بايد په دې پوه وي چې ژوند يې بې هدفه او يا هم په ډېر کوچني هدف کې تېرېږي او که د چا ژوند د يو مشخص فکر او هدف په تعقيب کې تېرېږي، نو دا په دې معنی چې ژوند يې هدر نه دی روان، اقلاً د خپل ژوند لپاره يې داسې يو هدف ټاکلی دی چې د فکر کولو او يا هم د خپلو مغزونو د استعمال فرصت او مجال يې ځان ته
برابر کړی دی او واقعيت دا دی؛ هغه انسان چې د تفکر او تعقل په مجال کې مصروف وي، نو هغه د خپل انساني ژوند په طبيعت برابر روان دی او ښه دی چې ژوندی دی.
مونږ
له_بلې_زاويې