
مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: د ح.ا.ا عاليقدر أمير انجينير حکمتيار: د بايډن سپين چيك نتنياهو ته: پر رفح ستا بريد ستر ندئ؛ يعني كه هره ورځ په سلگونو بمونه وروي، د ټانكونو اوږده قطارونه ئې رفح ته ننوځي، يوازينى زمكنى بندر بندوي، په سلگونو مظلوم ملكيان وژني، بيا هم زه دې ته ستر جنگ نه وايم! حقيقت دا دئ چي د دې جنگ او هر څاڅكي ويني مسئول بايدن دئ.
✒️: نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت در نشست مردمی در پنجشیر گفته است که معدنهای کشور بهویژه زمرد پنجشیر در حال حاضر بهگونهی شفاف استخراج میشوند. آقای عزیزی افزوده که در روزهای پسین قراردادهایی به ارزش ۶ میلیارد دالر در بخش معدنهای کشور با بازرگانان داخلی و خارجی امضا شده است. به گفتهی او، در روزهای پسین همچنان ۱۰ کارخانه صنعتی در ولایتهای مختلف ایجاد شده است.
✒️: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر پنجشېر کې یوې سیمه ییزې ناستې ته ویلي، سرپرست حکومت د امکاناتو نه لرلو له امله د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه نشي نیولی. مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له لوري عمومي بښنې ته په اشارې ویلي، که بهرمیشتي سیاسي څېرې هېواد ته راوګرځي سرپرست حکومت به یې ملاتړ وکړي. خو په ټولنيزو رسنيو کې زيات شمېر هېوادوال نيوکه کوي، وايي چي په هېواد کې ميشت سياسي شخصيتونه او رهبرانو ته په کومه درنه سترګه کتل شوي چي د امارت مشران بهر ميشتو سياسي شخصيتونو ته هم د راتګ بلنه ورکوي؟؟
✒️: محمد خالد حنفی سرپرست وزارت امر به معروف و نهی از منکر در یک نشست مردمی در پنجشیر گفته است که مبارزه و مقابله مردم این ولایت هیچگاه فراموش نخواهد شد. به گفته آقای حنفی، برای نخستین بار جهاد و مبارزه در برابر اتحاد شوروی به رهبری احمدشاه مسعود از درهی پنجشیر آغاز شد و نتیجه مطلوب در پی داشت اما هموطنان که از تاريخ آگاهی کامل و تاريخ معاصر ۵۰ ساله اخير از چشم شان عبور کرده، اظهارات آقای وزير را دور از واقعيت ميداند و وی را بی خبر از تاريخ معاصر ميخواند.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل وایي، متحده عربي امارتو د عمومي بښنې د فرمان له مخې په دغه هېواد کې د ۴۲ بندي تنو افغانانو د خوشې کېدو پرېکړه کړې.
✒️: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وایي میلیونونه افغانان د سره صلیب نړۍوالې کمېټې بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. مولوي عبدالکبیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال خوځښت ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي د افغانستان پر بانکي سیسټم بندیزونه، بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي.
✒️: د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون له خبریالانو، شنونکو او کارپوهانو غوښتي چې له «افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوېزیون» سره خپلې اړیکې پرې کړي. د دغه کمېسیون د تېرې ورځې (غویي ۱۹مې) په غونډه کې پرېکړه شوې چې په عامه ځایونو کې د دغې رسنۍ لپاره د خپراوي اسانتیاو برابرول او بحثونو کې یې ګډون منعه دی. د کمېسیون په اعلامیه کې «افغانستان انټرنشنل راډیو ټلوېزیون» هېواد کې تعصبونو ته پر لمن وهلو، شخصیت وژنې، د خبرونو تحریف، د بډو په بدل کې د مالوماتو ترلاسه کولو او نورو سرغړونو تورن شوی دی.
✒️: قرارداد معدن طلای سمتی ولایت تخار به ارزش ۳۱۰ میلیون دالر میان وزارت معادن و پترولیم و یک شرکت چینی امضا شد.
✒️: د هوا پیژندنې ادارې سبا او بل سبا بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنگان، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پروان، کاپیسا، کابل، وردگ، لوگر، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې د شدید باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.
✒️: نامعلومو کسانو تیره شپه د شمالي وزیرستان په شیوې سیمې کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی دی.
دا پداسې حال کې ده چې تر دې مخکې د شمالي وزیرستان په میر علي سیمې کې هم د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی و.
✒️: ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي راپورونو کې راغلي چې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لار باریکاب سیمه کې د محلي امنيتي کسانو له لوري پر لاریون کوونکو د ډزو پر مهال ۴ تنه وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه ټپیان دي. لاریون وروسته له هغه پیل شو، چې امنيتي کسانو ځایي خلکو ته د کورونو د تخلیې امر کړی دی. د محلي مسئولينو له قوله ويل شوي چي دغه ځمکې دولتي دي او ځایي خلک یې باید تخلیه کړي، خو ځایي خلک وایي، بل ځای سرپناه نه لري. تر مازیګر پورې هم لاره بنده وه او د جلال اباد او تورخم له دواړو خواوو څخه په باریکاب کې لسګونه موټر ولاړ پاتې دي او په سیمه کې امبولانسونه هم لیدل کېږي.
✒️: رئیس جمهور ترکیه در گفتوگوی تلفنی با لولا دا سیلوا، رئیس جمهور برزیل گفت که علیرغم آنکه حماس آتشبس را پذیرفت، اما اسرائیل به افزایش حملات خود ادامه میدهد.
✒️: د اروپايي ټولنې یو شمېر غړو هېوادونو ویلي، چې د دغې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو د هوکړې په صورت کې به په نړیوال بانک کې د روسیې کنګل شوې شتمني اوکراین ته ورکړي.
یادو هېوادونو زیاته کړې، له تصویب وروسته به کنګل شویو شتمنیو څخه ۹۰ سلنه د اوکراین پوځي ملاتړ او لس سلنه د کییف اړتیاوو ته ځانګړې کړي.
✒️: د چین ولسمشر شي جین پینګ اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې به نن د هنګري له لومړي وزیر ویکتوراوربان سره وګوري.
د راپورونو له مخې، هنګري د اروپايي ټولنې لومړی غړی هېواد دی چې له چین سره د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې شامل دی.
په راپورونو کې راغلي، چې چین د هنګري پلازمېنې بوداپست او د سربیا د پلازمېنې بلګراد تر منځ د شاوخوا ۳۵۰ کیلو متره په اوږدوالي د ریلګاډي پټلۍ جوړوي. نوموړی له دې مخکې فرانسې او سربیا ته تللی و.
✒️: د اسراییلو د بریدونو له امله په تېرو درېیو ورځو کې د رفح ښار څخه شاوخوا ۸۰ زره فلسطنیان نورو ځایونو ته کډه شوي دي. د فلسطیني کډوالو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې دغه وګړي په داسې حال کې د اسراییلو بریدونو له امله د رفح ښار پرېږدي، چې د جګړې له امله څه باندې یو میلیون کسانو یاد ښار ته پنا وړې وه.
یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه کورنۍ په هیڅ ځای کې خوندي نه دي.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي، پاکستان به له ایران سره د ګازو نلليکې پروژې له عملي کولو څخه چې څو ځله ځنډول شوې، شاته نشي. اسحاق ډار، د امريکا نوم نه دی اخيستی، خو ټينګار کوي چې دوی به هیچا ته ددې پروژې د ځنډولو اجازه ور نه کړي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې، د افغان کډوالو د وېستنې بهیر ودروي.
✒️: د امریکا ولسمشر، جوبایډن تېره ورځ (چهارشنبه) له سي ان ان خبري شبکې سره په خبرو کې، اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې که پر رفح ښار کوم لوی برید وکړي نو امریکا به دغه هېواد ته د وسلو استول بند کړي.
سرحدي ښار، رفح چې ګڼ شمېر بې ځایه شوي فلسطنیان پکې میشت دي، د بشرپالو مرستو رسولو لپاره مهم ځای دی. خو هره ورځ چې ړندې بمبارۍ کېږي او ځمکنی جنګ هم په وحشيانه ډول روان دی او مظلوم فلسطينيان په بې رحمئ سره وژني؛ خو بايډن ورته لوی بريد نه وايي، مطلب بايد اسرائيل عمليات پراخ او خپل وحشتونه زيات کړي.
✒️: سي ان ان خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د استازو جرګې نهو تنو جمهوري غوښتونکو استازو د دغه هېواد له دفاع وزیر، لویډ اسټین غوښتي څو پر کابل هوایي ډګر د برید په اړه د سي ان ان او د پنټاګون د دوو څېړنو تر منځ توپیر په ګوته کړي. سي ان ان تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و کابل هوایي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال تخلیې پرمهال ټول ۱۷۰ تنه د چاودنې له امله نه بلکې هلته پر دنده د امریکایي پوځیانو په ډزو کې وژل شوي وو خو پنټاګون د پېښې په اړه په خپلو دوو څېړنو کې ویلي، د دوی او برېټانیوي سرتېرو په ډزو کې څوک نه وو په نښه شوي.
✒️: د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او ښو اړیکو او د سیمې د وروستیو مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ليک هم سپارلی دی.
✒️: هزاران دانشجوی حامی فلسطین بار دیگر در چندین دانشگاه امریکا، فرانسه، اسپانیا، هالند، یونان و چندین کشور دیگر تظاهرات کرده و خواستار پایان نبردها در نوار غزه شدهاند.