
د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی؟!
مستیار
څلورم قسط
د پاکستان او طالبانو لانجه د یوې معماء او پېچلي معضلې شکل اختیار کړی، توند او متشدد اظهارات د سیاسي او نظامي ګواښونو سره تر هغه ځایه ورسېدل چي یو د بل په خلاف ئې نظامي اقدامات وکړل،دا پداسي حال کي چي د طالبانو له لمړي ځل را ټوکېدو او د دوهم ځل لپاره د ارګ تر کرسۍ رسېدو کي د پاکستان ونډه هومره ځلانده او روښانه ده چي ښایي پدې اړه به د طالبانو غړي هم اختلاف را سره ونکړي،لدې څخه هیڅ انکار نشي کېدای چي د تېر شلو کالو پور د طالبانو پر اوږو بار دئ،د تمرین او معسکر مراکز ئې په لاس ور کړي وو،د ټپیانو تداوي او علاج په ټول پاکستان کي په پراخه پیمانه،د ځوانانو جلب او جذب، د جلسو او غونډو دائرول،په سیاسي لحاظ داخلي او بهرنی حمایت،مذهبي فتوا وي ئې په حق کي صادرول او …
د طالبانو پر کابل له مسلطېدو سمدستي وروسته هغه نظاره ډېر دقیق رموز له ځان سره لري چي جنرل فیض په ډېر افتخار او ډاډه زړه سره وویل:موږ د خپلو خلګو په څنګ کي چايي څښو!!حقیقت همدا دئ او د ټولو انتظار همداسي وو، مګر اوضاع ورو ورو ددې بالعکس خپل ځان را ښکاره کړ.
خو سوال دادئ چي د دومره نژدې والي سره سره څه پېښ شول چي یو د بل په خلاف نظامي اقدامات تر سره کړي؟
د اختلافاتو دا بهیر یوازي تر نظامي او سیاسي اقداماتو محدود نشو پاته بلکي د طالبانو پر مذهبي آدرس ئې هم په ډېر قوت سره خپل اثرات پرېښودل،د پاکستاني علماء وو او تحریکونو په اړه د طالبانو ورستني اظهارات د اندېښنې وړ دي، که څه هم دا اظهارات په رسمي ډول عام محضر ته نه دي را څرګند شوي مګر په ټیټه کچه په ډېر قوت سره وجود لري، ښایي دا مثال ئې په پوهېدو کي را سره مرسته وکړي: د طالبانو رسمي اعلامیه د تبلیغي جماعت په اړه داده چي پر پاکستاني جماعتونو ئې بندیز لګولی،په افغانستان کي یوازي داخلي جماعتونه د ارشاد او دعوت په چارو کي خپل کار کولای شي،په فکري اړه تر دارالعلوم دیوبند کراچۍ د هندوستان دارالعلوم ته ترجیح ورکوي او…
آیا پورتني واقعات او د حالاتو په تېزي سره بدلون د دوحې تړون پر اساس دي؟آیا دا لانجه د طالبانو له هغه تعهد را پیدا شوې چي اقتدار ته له رسېدو وروسته به د ټي ټي پي په مهارولو کي د پاکستان مرسته کوي؟آیا دا اختلاف د ډیورینډ کرښي په اړه دئ؟آیا د هندوستان استخبارتي حضور او فعالیت پاکستان اندېښمن کړی؟آیا طالبان د پاکستان نظام یو باطل نظام ګڼي او په خلاف ئې ځکه د ټي ټي پي حمایت کوي ترڅو اسلامي نظام قائم شي؟آیا طالبان د پاکستان پر ارادو شکمن دي او د خپل نظام په نسکورولو کي ترې وېره لري؟آیا طالبانو په دوحه کي له امریکایانو سره خاص توافق کړی چي د پاکستان دولت تضعیف او نظامي ځواک ئې له خطر سره مواجه شي؟که طالبان د ټي ټي پي حمایت کوي نو د بلوڅو تحریک څوک او له کوم ځایه تقویه کیږي؟!
حقیقت دا دئ چي امارت اسلامي افغانستان ټي ټي پي ته خوندي پناه ځایونه ورکړي دي،جنګیالیو ته ئې د دولت له لوري میاشتنی معاش ټاکلی،د امارت اسلامي مرسته او حمایت له پاکستاني طالبانو سره دومره برملا قضیه ده چي هيڅوک ښايي پدې اړه اختلاف ونلري، د پاکستان دولت په وار وار له امارت اسلامي غوښتنه کړې چي پدې قضیه کي دي مرسته ور سره وشي،د ټي ټي پي جنګیالي دي له دوی سره د سولي پر مېز کښېنول شي،د امارت اسلامي واک ته له رسېدو وروسته دا کار عملاً تر سره شو،پاکستاني چارواکي او د ټي ټي پي غړي د امارت اسلامي له لوري خاص توافقنامې ته ورسېدل،د یوې میاشتي له مؤقت اوربند سره،خاص علاقې د ټي ټي پي لپاره متعیني شوې،مګر دا چي پاکستاني چارواکو ولي ددې توافقنامې ټول بندونه نه کړل عملي پدې اړه مبصرین بېلي بېلي تبصرې لري،خو حقیقت دا دئ څومره چي په رسنیو کي او پر سیاسي میدان ددې موضوع عکس ښکاره کیږي د پاکستان دولت او امارت اسلامي ترمنځ د اختلاف یوازینۍ او حتمي مرجع نشي کېدای،دا ویل به صحیح وي چي د اختلاف له بندونو څخه د یو بند حیثیت لري مګر نه د ټول اختلاف مرکز،دا ځکه چي امارت اسلامي اوس مهال هم تیار دئ چي تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني چارواکو سره د سولي خبرو ته حاضر کړي،د حالاتو په دقت او غور تر څېړلو وروسته دا خبره منل ګرانه نه ده چي د پاکستان لپاره دي ټي ټي پی خاص مسئله وي،دا ځکه چي ټي ټي پي له پاکستان نه د بېلېدو غوښتنه نلري بلکي په ځینو خاصو علاقو کي د شریعت د نفاظ غوښتنه کوي، که بالفرض دا رنګه غوښتنه د پاکستان دولت ومني نو د پاکستان لپاره به ئې تر اوسني حالت تاوان زیات وي او که ګټه؟
د ډیورینډ لانجه پاکستان ته معلومه ده چي په طالبانو پوري هيڅ ارتباط نلري،ځکه چي د ټول اولس له موافقې پرته د طالبانو موافقه هیڅ ارزښت نلري او طالبان تر اوسه نه داخلي او نه بهرنی مشروعیت لري،پاکستان پدې ښه پوهیږي چي د طالبانو حکومت په افغانستان او نړۍ کي کوم اعتبار لري.
آیا د هند استخباراتي حضور او فعالیت پاکستان اندېښمن کړی؟
ددې سوال تر جوابولو مخکي باید په تېر شل کلن نظام کي د هند استخباراتي فعالیت تر څېړني لاندي ونیسو:
ګاونډیانو له اشغال سره سم په ډیري سپین سترګي او بې شرمي سره خپل رقابتونه زموږ ګران هیواد ته را انتقال کړل، پاکستان او هند د همدې هیوادونو له جملې څخه وو، هغوی نه د افغان ولس د معتقداتو درناوی وکړ او نه ئې د مظلومو افغانانو په حال ترحم،بلکي خپل سیاسي او سمتي جنګ ئې زموږ ګران هیواد ته پداسي حال کي را انتقال کړ چي هیواد د پردیو په لاس اشغال وو،افغانان له خپل ځان او هیواد په دفاع مصروف ول،هند په ډېر قوت او شور سره د بلوڅانو تحریک تقویه کړ،دې تحریک د پاکستان په بلوچستان ایالت کي خپل نظامي عملیات پیل کړل،ځیني جنګیالي ئې افغانستان ته مهاجر شول،په کندهار،هلمند، نیمروز،هرات او … ځایونو کي ورته کمپونه جوړ شول چي تر نن ورځي پر همغه شکل پاته دي،لدې سره متصل ئې د ټي ټي پي پر حمایت او تقویت هم کار وکړ چي تر ډېره حده ئې مثبتي لاسته راوړني درلودې، مګر د تېر نظام له متلاشي کېدو وروسته د هند دا استخباراتي مأموریت د چا په غاړه شو؟!د امارت اسلامي له راتګ سره که په نړۍ کي چا د طالبانو په خلاف توند او پراخ تبلیغات کړي نو د هند دولت وو،نژدې وو چي خبریالانو ئې د ډیري غصې له کبله خپل ستوني څیرلي وای،د بلوڅو تحریک د پخوا په څېر خپل مقاومت متداوم ساتلی،مګر ددې تحریک حمایت د چا له لوري کیږي؟آیا امارت اسلامي او د هند دولت پدې اړه کومي خاصي موافقې ته رسېدلي؟آیا امارت اسلامي د دوحې په تړون کي لاسلیک کړې چي د بلوڅو تحریک حمایت به کوي او یا که ووایو :امریکایانو پر امارت اسلامي منلې چي د هند دولت حمایت به کوي دا ځکه چي امریکا او هند دواړه د CPEC پروګرام مخالف دي او په هیڅ صورت نه غواړي چین لدې لاري له نړۍ سره وصل شي،
هند له چین سره زړه دوښمني لري،د اسام ایالت او ځینو نورو سیمو په اړه ددې دواړو هیوادونو کړکېچ دومره ژور دئ چي مجبور شوي څو ځله یو د بل په خلاف نظامي عملیات تر سره کړي،له اقتصادي پلوه هم پدې پوهېدل ګران کار نه دئ چي ولي هند غواړي د چین مخه ونیسي،چین دا مهال د هند او امریکا یو ګډ دوښمن دئ،هم له اقتصادي پلوه او هم له نظامي پلوه،د نړۍ په اقتصاد کي د چین دولت چي کوم مقام ځان ته جوړ کړی د هند دولت په راتلوونکي کي خپل ځان پر دې مقام لیدل غواړي او امریکا په ټول توان او طاقت سره دا کوښښ کوي ترڅو د چین لپاره حریف او سیال پیدا کړي چي په قطعه کي له هند پرته بل داسي څوک نسته،اوس مهال په داخل د امریکا کي غرب ډېری مارکېټونه د چين په ګټه تخلیه کړي او ورځ تر بلي دا سلسله په تېزي سره روانه ده،وروستي سیاسي او او قتصادي جریانات ددې خبري لپاره د شاهد په توګه وړاندي کولای شو،ښایي لاندني واقعات ددې خبري په پوهېدو کي را سره مرسته وکړي:
India-Middle East-Europe Economic Corridor IMEEC
له هند نیولې تر منځني ختیځ دا وصل لاره د اسرائلو په زړه کي تر اروپا ځان رسوي، عملاً ورباندي کار پیل شوی تعجب ئې مه ګڼئ چي پر اسرائلو د حماس زړه را کښوونکي ګذار په خلاف هندوستان سپک او پوچ تبلیغات کول،د حماس تاریخي وار د غرب اقتصادي بنسټونه ولړزول،د امریکا صدر بایډن په وار وار پخپلو ویناوو کي دې ته اشاره وکړل او وې ویل:پر اسرائلو پداسي حال کي د حماس له لوري وحشیانه برید کیږي چي موږ اخته یو تر څو اسرائلو لپاره په قطعه کي د موافقت فضاء را منځته کړو.
پدې وروستیو کي د هند دولت ګواښونه د مسلمانانو او پاکستان په اړه له یو خاص صورت حال خړوبیږي،د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته نړیوال فشارونه د پاکستان په خلاف زیات شوي،په اقتصادي شکنجو کي را ګیر خوار پاکستان نن په ټوله قطعه کي تنها پاته دئ،ښايي ډیرو ته به دا معماء ښکاري مګر تر پردې شاته حقایق همدا دي،زه حیران یم چي ډیری مبصرین د ټلیوېژن پر سکرین را ښکاره شي او ددې صورت حال سیاسي او نظامي تحلیل ډېر په ټیټه کچه وړاندي کړي،حقیقت دا دئ چي موږ باید خپل هیواد د نړۍ له قطعې او سیاست مبراء ځانته بېله جزیره و نه ګڼو،موږ د نړۍ په حاضر تاریخ کي اوسو،د ځینو برخلیک له موږ سره او زموږ برخلیک له ځینو نورو سره تړلی دئ.
ډیرو ته دا د تعجب خبره ښکاري چي څنګه پاکستان په یو داسي حساس پړاو کي د خپل مؤقت حکومت له لوري د افغان مهاجرینو په اړه قاطع فیصله کوي او دا په داسي حال کي چي د افغان مهاجرینو وجود تل د پاکستان د سیاسي او معاشي استحکام باعث جوړ شوی،دا پنځه لسیږي کیږي چي پاکستان د همدې مهاجرینو پر مټ د افغانستان په سیاست کي فعاله ونډه لري،د دوی له برکته ئې په افغانستان کي فعال استخباراتي حضور په برخه شوی،په همدې حساسو شرایطو کي د پاسپورټ او ویزې په اړه قاطع فیصله صادروي او دا پداسي حال کي چي د ټولو انتظار او طمعه همدا وه چي د طالبانو له راتګ سره به د پاکستان او افغانستان اړیکي د پخوا په پرتله ښې کیږي چي متاسفانه داسي ونشول.
د یادوني په توګه باید ووایم: تر CPEC او IMEC دواړو د نړۍ لپاره زموږ ښکلی او غني هیواد یوه ارزانه او آسانه لاري لري چي د ورېښمو لار ورته ویل کیږي،پکار دا وه چي په دوحه کي ددې لاري پر ترمیم او احیاء هم یوه معاهده لاسلیک شوې وای.
کاش د دوحې تړون د ټول ملت په وړاندي شوی وای او د غم ځپلي افغانانو ګټي په نظر کي نیول شوي وای،مګر تاسو د اقتدار لپاره هر رنګه معاملې او سودا ته تیار یاست،ستاسو د اقتدار دا دوره به تاریخ په تورو کرښو له ځان سره ثبتوي چي پردي رقابتونه مو هیواد ته را انتقال کړل او یو ځل مو بیا افغانان د اوږدې مودې لپاره د غم په ټال و ځنګول،مګر تاسو پدې هم نه پوهېږئ چي امریکا او غرب له اسلام او مسلمانانو سره نه پخلاکېدونکې او زړه دوښمني لري.