
د طالبانو پر نظام د اسلام پوښ
شفق جانان
لمړی قسط
د اولس تمنا وه چي اسلامي نظام به جوړیږي،ټول اسلامپال او پر دین مین شخصیتونه به په یو صف کي را ټولیږي،د اسلام بیرغ او د الله کلمه به اوچته وي،سیکولران او دین پلوري به ذلیل او نامراد وي،د تېر شل کلن جهاد له ثمراتو به ټول اولس برخمن کیږي،د آقا او بادار تمیز به له سره فناه وي،د واک ګدۍ به څو اشخاص د ځان لپاره موروثي او د قانوني جواز په توګه نه وړاندي کوي،د انقلاب دا ترانه به تر څو محدودو کړیو پوري منحصره نه وي، ټول مظلوم افغانان به د انقلاب پدې بهیر کي د ځان لپاره نجات ویني،د اقتدار وېش به منصفانه وي ،د کار او د ټولني د عامه خدماتو مراجع به بدلیږي، دا ځلي به د سړکونو پر جوړښت او د قصرونو پر ارتفاع د اولس شتمني نه ضایع کیږي ،د انسان روزنه چي اسلام ئې تر ټولو د ستر هدف او مقصد په توګه له ځان سره نیسي ددې نظام له بنسټونو څخه به وي ،اقتصادي بهیر به د اسلامي اصولو مترادف او همغږی ثابتیږي،د پانګوال نظام ملاماتوونکي مالیې به د ضرب په سره کرښه مردود کڼل کیږي،هر څوک به د خپل لیاقت او استعداد پر بنیاد د نظام په داخل کي خپل ځای خوندي او مصؤن ګڼي او…په ډېر تأسف سره باید ووایم:درې کاله په پوره کېدو دي مګر تر اوسه ولس انتظار دئ چي دا امیدونه به کله تر سره کیږي!
حقیقت دا دئ چي د امارت اسلامي اوسنی نظام او ترکیب ئې د فطري اصولو څخه د بغاوت په معنیٰ دئ،ددې نظام جوړښت او تشکیل ئې کافي دئ چي د ځان په خلاف نفرت را وپاروي او ورو ورو په ولسي او قومي بغاوت بدل شي، ځینو ته به دا د تعجب خبره ښکاري مګر حقیقت همدا دئ، ټول هوښیار مفکرین ښایي پدې اړه را سره هیڅ اختلاف و نلري، مګر هغوی چي د تعصب،حسد او جهل په تورو پردو ئې سترګي ړندې وي،داسي حکومتونه یوازي د زور او جبر له لاري قائم پاته کېدلای شي،د پردیو د مټ په زور، عسکري او شاهي نظامونه تل پر پردیو متکي وي،دا ځکه چي د ولس له خوښي او رايي پرته را منځ ته شوي،دا اوس چي موږ د عربي نړۍ مستبد او شاهي نظامونه ګورو څه فکر وو ؟ آیا دا نظامونه د خپل ولس له متن را ټوکېدلي که شاته ئې غرب په ټول توان او قوت سره ولاړ دئ؟ټوله نړۍ پوهیږي چي دا شهزاده ګان د چا له لوري د اقتدار پر ګدۍ کښېنول شوي،د مکې او مدینې تصرف په واک کي ورکړل شوی تر څو ساده او له دین بې خبره مسلمانان پرې و غولوي،هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په لکونو مسلمانان د حج مراسمو اداء کولو لپاره ځي،له ځان سره د اسلام او دې نظامونو په اړه خاص پیغام منتقلوي،دا هرڅه د اسلام تر چتر او عنوان لاندي پداسي ډول تر سره کیږي چي همدا د مکې او مدینې متولیان ځان ورته د اُمت او اسلام وارثان معرفي کوي،د اسلامي حدودو نفاذ او د یرغمالي قضاء عناوین داسي نظامونو ته مشروعیت نشي ورکولای،اسلامي نظام د څو حدودو او رسماتو تشکیل نه دئ بلکي پوره فلسفه او عملي تاریخ ئې له مؤثقو او معتبرو روایاتو سره د ټول اسلامي اُمت په وړاندي له واضح او نه بدلېدونکي نقشې سره ترسیم پروت دئ،همدا دوی دي چي کله کوم د ایمان داعي د غرب په خلاف د اُمت د خوځښت او پاڅون ږغ پورته کړي نو د زندان د تورو کوټو مېلمه شي،سلمان عوده د کوم جرم پر اساس په بند محکوم کړل شوی او ابن باز او سدیس د کومو کارنامو پر اساس په دومره لوړو منصبونو ګمارل کیږي؟!دا هغه ابن باز اوسدیس دي چي یوه ئې امریکایانو ته پر عراق د برید فتویٰ ورکړه او بل ئې د حماس په حق کي لعنت ولېږو چي ولي ئې پر اسرائلو دا ستر او تاریخي برید تر سره کړ،پداسي حال کي چي ددې لعنت اصل مستحقین دوی او د دوی غربي باداران دي.
دا نن چي په عربي مستبدو نظامونو کي د اخوان المسلمین غړي او متعهدین ئې په مختلیفو نومونو تر تعذیب لاندي دي آیا اسلامي امت او زموږ ځوان نسل ته هیڅ پیغام نلري؟ د یوې پېړۍ مقاومت او د دېرشو،څلوېښتو کلونو په زندان
د امت رهبران محکوم ول به یو طبیعی بهیر ګڼل کيږي که به یو خاص پیغام موږ ته لري؟په بنګال کي د اسلامي تحریک غړي پرلپسې په دار را ځړول او د نامعلومو کلونو لپاره په زندان کي ساتل تصادفي پیښي دي؟
د تونس،مصر،الجزایر،لبیا او مراکش مقامت او په خلاف ئې د غرب له لوري مستبد او ظالم حکومتونه د واک پر ګدۍ راوستل هسي مهمل شمېرل کیږي؟
ولي اسرائل د فلسطین په زړه کي د ټول اسلامي امت پر تندي تور داغ او ظالمانه کرښه را کښل شوې؟په هند کي ولي د اسلامي تحریک غړي په یوه او بل نوم تروریږي؟ولي په موجوده سیکولره ترکیه کي یو مسلمان پر دې هم نه پرېښودل کيږي چي د عبدالرحمٰن او عبدالله نوم دي ولري؟او…
حقیقت دا دئ چي امت د را ویښېدو په حال کي دئ او غرب پدې ښه پوهیږي چي د پخوانیو توکو په زدویلو نور دا بهیر د مهارولو نه دئ،د امت او ځوان نسل د بیدارۍ دا بهیر آن د غرب تر لمنو رسېدلی،نژدې ده چي ددې اور بڅري د دوی په انګړ کي له توندو او خطرناکو لمبو سره را ښکاره شي،مجبور دي چي د ځوان نسل او غرب ځپلو مسلمانانو په وړاندي اسلام د وروسته پاته او زاړه مذهب په توګه معرفي کړي،مخکي به غرب استبدادي نظامونه مسلط کړل، د دیمکراسي تر عنوان لاندي،شاهي نظامونه،فوځي مستبد حکومتونه،مګر چيري چي دا نقشې نافذالعمل نه وي هلته مذهبي متعصبي او وروسته پاته کړۍ مسلطي کړي،دا سي چي خپل حریف او رقیب ددوی له لاري وځپي،د اسلام او عرف دا بې خبره ډلي د امت په خلاف هغه کار وکړي چي دوښمن ئې نشي کولای،د هغوی تبر ته لاستی شي،دوښمنان د دوی له لاري د اسلام او مسلمانانو په خلاف تبلیغاتي مواد تر لاسه کړي،د دهشتګردي او نفرت جعلي مهرونه د ټول امت پر تندي تور داغ پاته شي او نړۍ ته دا مجال په لاس ورکړي چي اسلام د سونو کلونو مخکنۍ فلسفه او مفکوره ده چي پدې عصر کي ئې نافذول یو خطرناک کار دئ،دا نه یواري د انسانیت په تاوان ده بلکي په عصري ډګر کي د پر مختګ په وړاندي ډېر ستر خڼډ او مانع ثابتېدلای شي،د همدې مذهبي ډلو مؤقت اقتدار پدې منتج شي چي ټول ملت ئې په خلاف د بغاوت ږغ پورته کړي او دوښمنانو ته موقع په لاس ورشي چي پر ځای ئې سیکولر متبادل دولت وړاندي کړي او ملت د پېړۍ پېړۍ لپاره د مذهب او دین څخه متنفر کړي،دا نن چي په سیکولره ترکیه کي د یوې پېړۍ په تېرېدو سره د اسلام او مذهب په خلاف کوم بهیر روان دئ موږ ته کوم پیغام له ځان سره لري؟ولي د هغه هیواد په انګړ کي د اسلام د تنفذ په وړاندي خنډونه واقع دي چي یو وخت د اسلامي خلافت نوم ورباندي پروت وو؟ آیا لدې پرته ورته بل جواب لرو چي ځینو د خپل اقتدار د بقاء په خاطر د دین غلط تعبیر وړاندي کړی وو،
آیا لدې پرته ورته بل تعبیر لرو چي د اقتدار پر ګدۍ ناستو حکامو د اسلام مبارک دین د خپل مزاج او اقتدار د بقاء په حمایت کي وړاندي کا وو،خپلو شخصي او نفسي غوښتنو ته به ئې د اسلام د مبارک دین پوښ ور اغوستوو.دا دین به ئې د خپل تخت او تاج په دفاع کي تعبیراوو،د دعوت الٰهی فریضه ددې نظام په داخل کي په بشپړ ډول سقوط وه،سرکاري مفتیان،احبار او روهبان موجود ول،ددې نظام په تائید او حمایت کي ،د حکامو په خوا کي به ئې خپلي فتواوي د محدودو معاوضو په بدل کي صادرولې.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (۳۴) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ(۳۵)التوبه
اې مؤمنانو! د احبار(ملایانو)او رهبان(پیرانو)ډیری د خلکو مالونه په ناحقه خوري او د الله له لاري مخنیوی کوي او هغه چي سره او سپین زر ذخیره کوي او د الله په لار کي ئې نه مصرفوي نو دردناک عذاب زېری ورکړه(۳۴)هغه ورځ چي د دوږخ په اور کي به سرې شي ابیا به ئې تندي،اړخونه او شاګاني پرې وداغل شي،دا هغه څه دي چي د ځان لپاره مو زېرمه کړي وو،نو د هغه څه خوند وڅکئ چي زېرمه کول مو.
زه له دردمندو علماءوو او داعیانو څخه سوال کوم:ددې ایاتونو مصداق څوک دي؟ولي قرآن موږ ته د اهل کتابو د احبار او رهبان مثال وړاندي کوي؟قرآن موږ ته تاریخي امثال د څه لپاره بیانوي؟آیا دا یوازي ددې لپاره دي چي د اهل کتابو له احوالو مو خبر کړي ؟که ددې لپاره دي چي مبادا ستاسو د امت یوه ډله پر هغه کږه لار سر کېده نو له همغه برخلیک او سخت عذاب سره به مخ کیږي چي اهل کتاب ور سره مخ شول،یقیناًچي لدې پرته ئې بله توجیه غلطه ده،دا ځکه چي قرآن د قصو او نکلونو کتاب نه دئ،هغه څوک به ئې داسي تعبیر او تفسیر وړاندي کوي چي ددې سپېڅلي کتاب په اړه همدا ټیټ او پرېوتی تصور له ځان سره لري.
زما د ټول ملت له درمندو علماءوو څخه دا غوښتنه ده: میدان ته را وړاندي شئ،د حاکم نظام د غلطو فیصلو او حکمونو په خلاف خپله دیني او اسلامي وجیبه اداء کړئ، د نظام هغه فیصلې د شریعت په رڼا کي و څېړئ چي د اسلام له مسلّمو اصولو سره په ټکر کي دي، ددې معنٰی دا نه ده چي د نظام په خلاف دي بغاوت وشي بلکي ددې معنیٰ دا ده چي د اصلاح او دعوت دیني وجیبه دي اداء شي،ځکه په کومو معاشرو او ملتونو کي چي د دعوت چاري سقوط شي د هغوی تباهي او هلاکت حتمي دئ،د عذاب دا مترکه به لمړی د علماءوو پر سر را پرېوځي،ددې نظام معنیٰ هیڅکله دا نه ده چي په رأس کي ئې شېخ او عالم واقع دي نو د الله له لاري به نه کږیږي،قرآن موږ ته په وار وار همدا لارښونه کړې چي څنګه اهل کتابو خپل دین تحریف کړ،علماءوو خپله وجیبه هېره کړې وه،غلط او مفسد حکام مسلط ول، د دین د تباه کېدو همدا دوې وجهي دي علماء او حکام،همدا علماء سوء ول چي د مامون په څنګ کي ولاړ ول او قرآن ئې د مخلوق په بڼه وړاندي کا وو او همدا علماء حق ول چي د ظالم حاکم په وړاندي ئې د کلام الله دعویٰ ثابته کړه.