.jpeg)
مهم ترين های امروز جمعه
✒️: په ننګرهار کې د دوه کسانو له وژل کېدو وروسته د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، لا هم معلومه نه ده چې، پر لاریون کوونکو د چا له لوري ډزې شوې دي.
یوه ورځ مخکې د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې د کوچیانو تر لاریون وروسته په ډزو کې دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار ګمرک اړوند ځمکو څخه د کوچیانو چې په دغو ځمکو کې یې په غیر قانوني توګه د استوګنې کورونه جوړ کړي وو او همدلته یې ژوند کاوه د ایستلو بهیر تر پیل وروسته ددې سیمې اوسېدونکو په اعتراضونو لاس پورې کړ.
✒️: کابل نيوز: په ننگرهار کې پرونی لاریون چې په تاوتریخوالي واوښت درۍ مړي او پنځه ټپیان پر ځای پریښودل.
پیښه پنجشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې د باریکاب سیمې خلکو د خپلو کورونو د تخریب په وړاندې اعتراضي لاریون وکړ او د جلال آباد - تورخم لاره یې وتړله. د پیښې او تلفاتو د څیړلو لپاره ا.ا یو هیات ټاکلی. چارواکي وایي چې دا ځمکه دولتي ده او د سیمې خلکو ته ویل شوي وو چې د نوي گمرک د جوړیدو لپاره دا ځای خوشې کړي.
✒️: د بغلان طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو رییس، هدایت الله همدرد طلوعنیوز سره په خبرو کې ومنله چې د بغلان په برکه، نهرین او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د سختو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
ښاغلی همدرد وايي، په سیلاب ځپلو سیمو کې د جسدونو د موندنې لړۍ لا دوام لري.
✒️: مسوولان محلی غور میگویند که دو تن بر اثر سرازیر شدن سیلابها در این ولایت جان باختهاند. قوماندانی امنیه غور در خبرنامهای گفته است که این رویداد در ولسوالیهای ساغر و الفاروق رخ داده است.
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پلاوي له چارسمبالې، رافیلا ایوډېس سره کتلي دي. کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دغه کتنه کې هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
✒️: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د لفظي شخړو په دوام د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان پر وړاندې د داعش له لوري د پاکستان د خاورې د کارولو په تړاو د اسلامي امارت د دفاع وزارت څرګندونې ردوي.
د اکسپرس ټریبیون د رپوټ له مخې د یاد وزارت ویانده زیاتوي چې سرپرست حکومت باید د دا ډول څرګندونو پر ځای په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، متماز زهرا بلوچ ویلي: (په دا ډول اغیزمنو اقداماتو سره طالبان باید وکړای شي وښيي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پناه ځای او پټنځای نه لري، طالبان باید د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغیزمن اقدامات وکړي.)
✒️: کابینه امنیتی اسرائیل سهيونيست تصمیم مربوط به "گسترش منطقه" حملات زمینی در شهر رفح که حدود 1.5 میلیون نفر از مردمی که از حملات در جنوب غزه فرار کرده و در انجا پناه گرفته اند، را تصویب کرده است.
طبق اخبار منتشر شده در وب سایت اسرائیلی «والا»، بر اساس اعلام 3 منبع آگاه، کابینه امنیتی اسرائیل تصمیم به گسترش حملات زمینی در رفح را گرفته است.
✒️: مجمع عمومی سازمان ملل قطعنامهای را که حقوق و امتیازات جدیدی به فلسطین اعطا میکند و خواستار بازنگری نسبت به عضویت کامل فلسطین در سازمان ملل در شورای امنیت میشود، را تصویب کرد.
✒️: د سعودي عربستان ولیعهد جاپان ته په سفر ځي.
د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د روانې مې میاشتې پر ۲۰ مه جاپان ته په سفر ولاړ شي.
راپورونه زیاتوي، هغه به توکیو کې د جاپان له امپراتور، لومړي وزیر او نورو چارواکو سره پر ځېنو مسایلو خبرې وکړي.
✒️: د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند ميتو میلر ويلي، په سيمه کې د ترهګرو ډلو له لوري د رامنځته شویو شريکو ګواښونو پر وړاندې له پاکستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې میلر له پاکستانه غوښتي چې افغانستان کې د ناوړه شرايطو له امله دې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته نه ستنوي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، امریکا د افغان ښځو له دفاع لاس نه اخلي. دغه راز ډېکر خوښي ښودلې، چې د افغان ښځو او نجونو په استازولۍ د خپل کار په اړه له مسوولو چارواکو سره خبرې کوي.
✒️: د برازیل په سویل کې د تېرې اوونۍ مرګوني سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۰۷ کسانو ته لوړ شو. د راپورونو له مخې، ۱۳۶ کسان لاهم ورک دي او شاوخوا ۱۶۵ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي.
✒️: آیتالله سید علی خامنهای رهبر مذهبی ایران صبح امروز (جمعه، ۲۱ ثور) در دومین مرحله انتخابات مجلس دوازدهم شورای اسلامی این کشور رای خود را به صندوق انداخت.
به گزارش رسانههای ایرانی، دومین مرحله رایگیری برای انتخابات مجلس این کشور صبح امروز آغاز شده است.
✒️: برنامه جهانی خوراک (دبلیو اف پی) میگوید که از هر ۳ کودک دچار به سوءتغذیه در افغانستان میتواند یک کودک را پشتیبانی کند. به گفتهی این نهاد، هماکنون ۳ میلیون کودک در افغانستان به بیماری سوءتغذیه دچار هستند.
✒️: د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دغه هېواد ته د وسلو لېږد د بندولو په اړه د امریکا د ولسشمر جوبایډن څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، اسراییل کولای شي له ځانه دفاع وکړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، جوبایډن اسراییلو ته خبرداری ورکړی و که پر رفح ښار کوم لوی برید وکړي نو امریکا به دغه هېواد ته د وسلو استول بند کړي.
✒️: رویټرز د اېرلنډ ملي ټلويزيون په حواله راپور ورکړی چې اېرلنډ، اسپانیا او ځینې نور اروپایي هېوادونه به د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۱مه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. په راپور کې راغلي، اسپانیا او اېرلنډ او دغه راز سلوانیا او مالټا په دې وروستیو کې د فلسطین رسمیت پېژندلو لپاره په خبرو بوخت دي. راپور زیاتوي، دغه هېوادونه د مې په ۱۰مه ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره د دغه سازمان عمومي مجمعې رايې اچونې ته په تمه دي، چې ښایي د فلسطين دولت رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.
✒️: د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا د پاکستان پوځ له لوی درستیز، عاصم منیر سره کتلي دي. د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د پاکستاني پوځ او د امریکا مرکزي قومندانۍ د ګډو پوځي تمریناتو او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.