No-IMG

دا ژوند یو لوی امتحان دی، او بیا هر نعمت جدا جدا د دې امتحان یو څپرکی دی

له دې جملې مال او شتمني هم یو نعمت دی خو په عین وخت کې یو امتحان هم دی. ځیني خلک روزي پراخه لري خو خبر ندي چې دوي په استدراج کې دي، الله ج یې یو دم را نیسي..

په دې اړه حدیث:

و عن عقبة بن عامر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إذا رأيت الله يعطي العبد ما يحب وهو مقيم على معصيته ، فإنما ذلك استدراج ) ، ثم تلا " فلما نسوا ما ذكروا به " الآية .

 رواه أحمد في مسنده

د عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې کله مو څوک ولیدل چې الله ج ورته هر څه ورکړي وي او دا انسان په ګناه او معصیت اخته وي نو دا انسان په استدراج کې دی (یعني تدریجي به یې الله ج را نیسي) بیا یې دا ایت تلاوت کړ: " فلما نسوا ما ذكروا به " الآية

قرآن کې الله ج فرمایي:

فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِۦ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوٰبَ كُلِّ شَىْءٍ حَتّٰىٓ إِذَا فَرِحُوا بِمَآ أُوتُوٓا أَخَذْنٰهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ

بيا كله چي هغوى هغه نصيحت هېر کړ چي ورته شوى ؤ، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغو لپاره پرانيستې. تر دې پوري چي كله هغوى په هغو نعمتونو کښي چي وربښل شوي ول، ښه ډوب شول. نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت کښي د هغو دا حالت ؤ چي له هري ښېګڼي څخه ناهيلي ول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک