2.jpg)
مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې د سالنګونو په ګډون سبا (چهارشنبې، د غويي ۲۶ مه) به د هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونه به د تېز باران، تالندې برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو شاهد وي.
د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې همدارنګه په شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو اټکل هم کړی دی.
✒️: کونړ کې په دوو جلا ټرافیکي پيښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کونړ امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان رسنيو ته ویلي، د یاد ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند په ترړي سیمه کې د سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.
بلخوا د همدې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یو رینجر موټر او موټرسایکل د ټکر له امله دوه تنه مړه او یوه میرمنه ژوبل شوې ده.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې - اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړۍوالې اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ.
ټاکل شوې چې، د روسیې - اسلامي نړۍ ۱۵مه نړۍواله اقتصادي غونډه د روانې زیږدیزې میاشتې له ۱۴مې تر ۱۹مې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې جوړه شي.
✒️:ننګرهار کې ۳ خویندې اوبو ته تر غورځیدو وروسته مړې شوي دي. د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د دغو خویندو عمرونه چې ۱۵، ۱۷ او ۱۸ کلونه دي تېره ورځ (دوشنبه، غویي ۲۴) د جلالاباد ښار نهمې حوزې اړوند سرخ دیوال سیمه کې یوه چک ډېم ته تر غورځېدو ورسته مړې شوي دي.
✒️: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ پر اېکس لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پلخمري ښار اړوند کرکر سیمې له سېلاب ځپلو سره لیدلي او د سېلاب ځپلو سره یې په لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل، کالي او نقدي مرسته هم کړې دي.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد بغلان ولایت ته د سفر پرمهال بورکې ولسوالۍ کې له روغتیايي مرکز لیدنه کړې.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عباد په دې روغتیايي مرکز کې ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر د لیدنې سربېره د یاد روغتیايي مرکز کارکوونکو ته سپارښتنه کړې څو په دې ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
✒️: راپورونه کاږي چې هند کې د توپانونو له کبله د سړک غاړې یو بېلبورډ پر خلکو راپرېوتی چې له کبله يې ۱۴ تنه مړه شوي او له ۶۰ زیات ژوبل دي.
راپورونه زیاتوي، دغو توپانونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
✒️: راپورونه کاږي چې د امریکا یوه جګپوړي چارواکي هاریسن مان له خپلې دندې استعفا کړې او ویلي یې دي چې له اسراییلو ملاتړ یې د فلسطینیانو پراخې مرګ ژوبلې لامل شوی دی.
راپورونه زیاتوي، نوموړي څرګنده کړې چې له اسراییلو پر ملاتړ پرېکړې پښېمانه دی او د فلسطینیانو بشري وضعیت انځورونو ډېر ځورولی دی.
✒️: یوناما وايي، چې د کډوالۍ سازمان ټیمونه لګیا دي، څو د وروستیو سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي.
یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو کې لنډ مهاله سرپنا، اړین وسایل، لمریزه انرژي او کالي شامل دي.
دې ادارې زیاته کړې، چې دوی خلکو ته د ویجاړو شویو کورونو بیا جوړولو لپاره هم چمتووالی نیسي.
✒️: په افغانستان کې د استرالیایي ځانگړو ځواکونو د جنگي جنایاتو افشا کوونکی «ډیوید مکبراید» د یادو ځواکونو د جنایاتو د افشا کولو په خاطر په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکوم شوی دی.
دا پداسې حال کې ده چې د اسټرالیایي ځانگړو ځواکونو لخوا د افغانانو د شکنجې او وژلو په اړه د گڼ شمیر شواهدو خپریدو سره لا هم د یادو ځواکونو کوم سرتیری ندی نیول شوی بلکې تر ۸ کلونو څیړنو وروسته یوازې د یادو جنایاتو افشا کوونکی په بند محکوم شوی دی.
✒️: هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه در نشست مطبوعاتی مشترک با الکساندر شالنبرگ، همتای اتریشی خود در آنکارا اظهار داشت: اسرائیل در مسئله فلسطین یک قدرت اشغالگر است، این جنگ خود به خود اتفاق نیفتاده، اسرائیل به طور سیستماتیک کشتار انجام میدهد، هزاران فلسطینی بیگناه هفت ماه است قتلعام میشوند، این جنایت علیه بشریت است، این تلاش برای نسلکشی است.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اړوند ریلیف وېب څانګې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۰۰ یاد کړی دی.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې په سیلابونو کې ۱۶ سوه کسان ټپیان دي او هغه کسان چې لا درکه دي، تر اوسه یې کره شمېره څرګنده نه ده.
د راپور لمخې، په بدخشان کې هم د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله نږدې ۵ زره کورونه زیانمن شوي دي.
✒️: اسراييلي اشغالگرو وحشي ځواکونو ادعا کړې چې د غزې تړانګې په شمالي برخو کې یې ځينې سیمې له حماس غورځنګ نیولې دي.
رویټرز خبري اژانس د اسراييلي اشغالگرو ځواکونو له قوله لیکلي چې ګواکې د غزې په شمالي څنډو کې یې پرمختګ کړی او ځینې سیمې یې له حماس غورځنګه نیولې دي. د رویټرز د راپور لمخې د اسراييلي ځواکونو د عملیاتو له امله هغه لار هم بنده شوې چې رفح ښار ته پرې مرسته رسول کېده او د بشرپالو ډلو په وینا دغې چارې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.
✒️: هند له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا او مدیریت لس کلن تړون لاسلیک کړ.
هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، هند به د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو د بدیل په توګه د چابهار بندر له لارې ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي لېږدوي. رویټرز خبري اژانس هم د دغه راپور په خپرولو سره د هندي چارواکو له خولې ویلي چې د منځني ختیځ له سټراټيژیک هېواد (ایران) سره اړیکې پیاوړې کول غواړي.
✒️: د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي "د دوحې په درېیمه غونډه" کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
حسن کاظمي قمي زیاته کړې، ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره سمدستي بشري مرستې وکړي.
قمي په دغه کتنه کې "د سیمې له هېوادونو سره د رغنده او دوامداره تعامل له لارې په افغانستان کې د ټیکاو، پایېدونکې سولې او د عادلانه سیاسي نظم په رامنځته کولو کې" د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار کړی دی.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان ویلي، تهران د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
امیر عبداللهیان دغه څرګندونې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ستونزې پیچلې دي، نو پکار ده چې په څو اړخیزو حل لارو تمرکز وشي. هغه په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو دوام به د دغه هېواد وضعیت نور هم پیچلی کړي.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن نن (سې شنبه، غویي ۲۵مه) اکرایین ته سفر کړی دی. د رویټرز راپور لمخې، د دغه نا اعلان شوي سفر موخه د اکرایین ملاتړ ښودل شوی دی چې دا مهال په خپله شمال-ختیځه پوله کې د روسیې بریدونو دفاع کوي.
دا پر اکرایین د روسیې بریدونو د زیاتېدو وروسته د یو امریکایي چارواکي لومړی سفر دی.
✒️: د جاپان جایکا بنسټ په افغانسان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) سره د همکاریو تړون لاسلیک کړ. یونېسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جاپان ورسره د نږدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته کړې چې په افغانستان کې به ښځو او ماشومانو ته د واکسین چمتو کولو په برخو کې ولګول شي.
خبرپاڼه کاږي، د دغې هوکړې لمخې به ۴ اعشاریه ۱ میلیون ښځې او ماشومان تکراري واکسین ترلاسه کړي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان به د ګوزڼ واکسین تر پوښښ لاندې راشي.
✒️: د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، ۴۰ زره ماشومانو د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو له امله کورونه له لاسه ورکړي دي.
دغه سازمان د بغلان د سیمه ییزو چارواکو په حواله لیکلي، وروستیو سېلابونو کې ۱۲ زره کورونه په نیمایي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۸۰۰ زره خلک اغیزمن دي چې نیمایي هغه یې ښځې او ماشومان دي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ودانټ پټېل د ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر د پراختیا او مدیریت لس کلن تړون ته په غبرګون کې ویلي، هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګریزې همکارۍ ته زړه ښه کوي نو احتمالي بندیزونو ته دې هم چمتو اوسي.
ودانټ پټېل په دې اړه پوښتنې ته په ځواب کې دغه راز ویلي، پر ایران د امریکا بندیزونه پرخپل ځای پاتې دي او په خبره یې «د دغو بندیزونو د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.»