No-IMG

احمدشاه بابا چيري او څنګه ومړ؟

۲۵۲ کاله وړاندي په همدې ورځ د احمدشاه بابا د کندهار ښار ختيځ توبې غره کي د خپل يوه قومندان پر کور وروستۍ ساه وکښل، ياقوت شاه باوري او لومړی کس وو چي د مړيني خبر ئې پټ وساته، تېمورشاه ته ئې ليک ولېږه چي چابک کندهار ته راسي او د سلطنت واګي په لاس کي ونيسي، برخوردا اڅکزي د بابا مړی په يوه تسکره [د مړي وړلو تخته] کي وپېچه او دباندي خلګو ته ئې وويل چي بابا سخت ناروغ دئ، ياقوت او برخوردا به کله ناکله کټ ته نږدې سوه چي د بابا احوال واخلي، موخه ئې دا وه چي تېمورشاه رارسېږي، بايد د مړيني خبر ئې دباندي ونه وزي.

د شفاهي روايتونو له مخه کله چي د اوسني افغانستان بنسټګر [ احمدشاه_بابا]په ځوانۍ کي د آس څخه د لوېدو له امله د پزي په ناروغي اخته سو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کي د پزي خوراړه (سرطان) ناروغي ورلوېدلې وه، د تداوۍ وار چي ئې تېر سو، نو د طبيبانو په مشوره د کندهار ختيځ اڅکزۍ توبې ته ولاړ، ځکه هوا يې دناروغۍ له پاره مناسبه تشخيص سوې وه.

بابا د (۱۷۷۳ع جون پر درېمه) د لومړۍ خور [ربيع الاول] په دوهمه د پنجشنبې په ورځ ځاښت د ختيځ کندهار توبې په لمن [مرغه] کي د [شپشيون برج] ته نږدې په [يرغکۍ] کلي کي د خپل يوه باوري دوست [ برخوردار_خان_اڅکزی] په کور کي وفات سو.

جسد يې د توبې له غره څخه د توبې لمن مرغې ته د غسل او جنازې لپاره د پښې پر شېله راوړل سو، د جمعې په ورځ ماپښين د خلګو د ژړاګانو په بدرګه د هغه جسد په شاهي بدرګه کندهار ته يوړل سو او د کندهار ښار په هغه روضه باغ کي ښخ کړ چي ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې/چپني د پاره جوړ کړی وو.

تير کال زه او ملګري د کندهار شمال ختيځ او بولدک ختيځ ته د احمدشاه بابا د مړينه ځای چي دوی ئې پتارۍ بولي ولاړو.

دغه پراخه ناوه د مرغې په نامه يادېږي چي د توبې د غره په لمن کي پراخه شنه سيمه ده چي ځيني ئې د توبې مرغه هم بولي. دلته مهم ځای د احمدشاه بابا پتارۍ[پخوا به مړي ته په يوه ځانګړي ځای کي غسل ورکول کېده او کندهار کي دغه ځانګړي ځای ته (پتارۍ) وايي] ده چي د ځايي خلګو لخوا په ډېره عقيده ساتل کېږي.

د محمودالحسن زوی محمد اسماعيل د بابا د مړيني نېټه داسي ښيي:

روز پنجشنبه بتاريخ دوهم زاول ربيع

وقت چاشت لوائیل اخير فصل بهار

کرد رحلت در هزار يکصد و هشتاد و شش

سال تاريخ وفات از سال هجرت کن شمار

ستاسي په فکر د بابا ورځ ولي اوس نه په دولتي او نه په عوامي شکل لمانځل لري؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک