No-IMG

د فلسطين مقاومت جبهې غړي ليلي خالد او فلسطین مقاومت ځانګړې نښي او سټايل ( برګ دسمال) ايجاد کونکي

ليلي خالد په 1944 کال د فلسطين په حيفا ښار کي وزيږده ، هغه په ماشومتوب کي د فلسطين د ازادۍ تحريک غړي شوه او په څو کلونو کي يي د يوي متحرکي او فعالي غړي په حيث شهرت ترلاسه کړ

ليلي خالد د خپلو ملګرو سره يو ځاي د 1968 څخه تر 1971 کال پوري څلور ځلې د هوايي جهازونو هائي جیکنک وکړ او طياري يي وتښتولي.

تاسې ته معلومه ده چې دنيا د مشکل ترينو کارو څخه يو هم د هوايي جهازونو هائي جیکنک دي چې د کوم هېواد طياره تښتول او د هغي په ذريعه خپلې غوښتنې پوره کول دي

په هائي جیکنک کي د يوې ښځې لاس لرل او ملوث کيدل د حيرانتيا خبره وي ليکن د يوه پيغلې لخوا جهاز تښتول او بيا د ځان پلاسټک سرجري کول او بيا ځلي  هائی جيکنګ کول يقينا د حيرانتيا خبره ده چې يواځې دغه ډول کارونه په فلمونو کي تمثليږي ليکن دغه ډول اصلي او ژوندي کړنه په دنيا يواځې دغي فلسطيني مسلماني پيغلې کړي چې د هغي نوم يحيي خالد دي ، ليلي خالد په خپل ژوند کي دغه کار لپاره شپږ ځلي پلاستيک سرجري وکړه

فلسطين ازادۍ تحريک کي د غړيتوب ورسته هغي لمړي جهاز 29 اګست 1969 کي وتښتاوه ، هغي 707 نمبر بوئنګ طياره چې د اټاليا څخه اسراییلو پايتخت تل ابيب ته روانه وه وتښتاوله چي  په مسافرو کي د اسراييلو صدراعظم اضحاق رابين هم موجود وه ، ګله چې طياره اسيايي حدودو ته داخله شوه يوي نقاب پوشي مسلماني پيغلې د طياري کنټرول په خپل لاس کي واخيست او پيلوټ ته يي وويل چي طياره د فلسطيني ښار جفا په سر تيره کړي او طرف يي دمشق لوري ته واړوي ، هغي غوښتل چي دمشق نه مخکی خپل د زيږيدنې ښار له پاڅه تيره شي..

پيغلې چي ځان پوري بمونه تړلي ول او په لاسونو کی هم بمونه ول پيلوټ ته حکم وکړ چې دمشق هوايي ډګر کي طياره کوزه کړي ، هغي ټول مسافر يرغمال کړل او د فلسطين د ازادي غوښتنه کوله ، هغي د ټولي نړي توجه اسراييلي مظالمو ته راواړوله او بلاخره پدې بريالي شوه چې په سوونو فلسطيني بنديان چې اسرايلي زندانو کي ول آزاد کړي او بيا يي د طياري مسافرو ته اجازه ورکړه

د نړي ټولو ټلويزنونو ، اخبارونو او نورو اطلاعاتي وسائلو د هغي مصاحبې نشر کړي او په ټوله اسلامي نړي کي يوه اتله وپيژندل شوه د هغي عکسونه دومره شهرت وموند چې هيڅ يوي ښځي په نړي کي هغه مهال دومره شهرت نه درلود ، مقبوليت دومره ډير شو چې د هغي ويښتانو سټايل په اروپا او نړي کي د نجونو لپاره ځانګړی او تر ټولو زيات مشهور سټايل وګرځېد د هغي اسکارف تر اوسه په نړي کي د فلسطيني مقاومت نښه ګرځولې او تاسو ته به معلومه وي چې هغه ځانګړي دسمال چې اوسمهال يي نړي مسلمانان د فلسطيني مقاومت سره د حمايت په پار په غاره کي اچوي د ليلي خالد مخصوص اسکارف وه چي د هائي جیکنک په مهال به يي تري نقاب جوړاوه او اوسمهال د نړي بازارونو کي د فلسطيني دسمال په نامه خرڅيږي همدارنګه د هغي ځانګړني ګتمي هم د وخت مشهور سټايل وګرځېد..

محترمو ورونو: اي کاش د اسلامي نړي او په ځانګړي ډول عربي نړي مشرانو د مسلماني پيغلې يحيي خالد په نيمايي غيرت درلوداي..

بل لورې ته زموږ يو شمېر ځوانان بيا غربيانو په ډول په ټولنيزو رسنيو کي د خپل شرمګاوو نمايشونه ، ميکپونه او سپک حرکات د سټايل لپاره کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک