یوم من الجحیم
د تېري ورځي د نصیرات ناورین څخه خو خبر یاست! شیخ خالد نبهان (روح الروح ویډیو چي ئې وائرل سوې وه) د ویډیو جوړولو پر وخت وايي: "په الله قسم! زموږ داسي یو حالت دئ چي غر ئې هم د زغملو وس او قوت نه لري."
هغه چي وایي نړۍ د یوه کلي په څېر سوه؛ مسافتونه کم سويدي؛ دا هر څه رښتیا دي؛ دا هر څه سوي البته چي زموږ سره نه؛ تاسي لاندینی تصویر په غور وگورئ! په دې تصویر کي د مقدسي زمکي پر ساحل به یو موقت امریکایي بندر ووینئ چي په اوبو کي جوړ سوی او ظاهراً دا د مظلومانو سره هم د خواخوږۍ او هغوی ته د مرستو رسولو په هدف جوړ سوی خو برايي په ترسره سویو عمـ.لیاتو کي له دې بندر څخه کار واخیستل سو؛ چي ۱۵۰-انسـانان ټوټه ټوټه سول او پر اېکس مې تصویرونه ولیدل چي لاسونه او پښې ئې گډي په کارټنونو کي راټولوي...
د مسافت لنډیز ته دي دوی خوشاله کېږي چي نږدې له یولس زره کلومتره لیري څخه په یوه شپه ځانونه خلیج ته را رسولی سي؛ هلته عاجل نظامي بېس او موقته بندرگاه جوړولی سي؛ د سیمي ټول مقتدر مشران ئې اېل کړي او هر وخت ئې وېرولی او اخطار ورکولی سي؛ په سلگونو طیارې او نور نظامي وسائل په یو څو ورځو کي دښمن ته رسولی سي؛ موږ ولي خوښ یو؟!