د لوی اختر په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان قدرمن امیر ورور حکمتیار پیغام
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د 1403 كال د لوى اختر پيغام
وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ52 (المؤمنون)
او يقيناً چي دا ستاسو واحد امت دئ او زه مو رب يم نو له ما ووېرېږئ.
وروڼو خويندو!
گرانو هېوادوالو!
د قرآن په دې ځلانده وينا كي موږ ته څو مهمي لارښووني شوې: 1- تاسو ټول د يوه امت غړي يئ، 2- الله تعالى ستاسو ټولويوازينى رب دئ، 3- د الله تعالى په وړاندي تقوى ولرئ او له هغه څهځان ساتنه وكړئ چي د ده له حكمه سرغړاوى وي.
د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت طاعات، عبادات، د اسلام او آزادۍ په لار كي جهادونه او قربانۍ قبولي او نېكيهيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو، فقر او د پرديو له سلطې او اشغال ئې د تل لپاره وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته امن، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د اسلامي نظام په قائمېدو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو آرمانونه ترسره كړي.
د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته په ځانگړې توگه د غزې مؤمن او مجاهد ولس ته چي د كفري استعماري ځواكونو بريدونو، تپل شوو جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې او سيطرېسخت كړولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېروحدت، مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو؛
وروڼو خوېندو!
نن د شنبې ورځ؛ د نړۍ تر دوه مليون زيات حاجيان په عرفات كي راغونډ شوي، د حج مناسك ئې پيل كړي، په هر څه كي د يووالي او يو رنگ والي مظاهره كوي، الله تعالى دي د دوى حج، طوافونه، سعي، قرباني او دعاء گاني قبولي كړي، په ټول اسلامي امت دي هغه ورځ وگوري چي په هر څه كي متحد وي، نه له قومي او نژادي اختلافاتو كړېږي او نه له فكري او مذهبي اختلافاتو، د دوست او دښمن په اړه ئې هم ليد لورى او معيار يو وي او هم دريځ، پر هر مسلمان ظلم او تېرى پر ټول اسلامي امت تېرى وگڼي او له هر مظلوم مسلمان دفاع خپله ديني فريضه وگڼي؛ تر هغه چي امت متحد وو او همدا ئې تگلاره او منهج؛ نژدې پر نيمي نړۍ ئې حكومت كولو او د نړۍ په هيڅ گوټ كي هيچا پر مسلمان د تېرى او ظلم جسارت نه شو كولى؛ خو نن چي وېشل شوي يو نو وضعيت مو داسي دئ چي د 21 پېړۍ ټول خونړي جنگونه په اسلامي هېوادو كي او له افغانستان پيل شوي، عراق، سوريه، ليبيا، سودان، كشمير، برما، صومال، چيچين، فليپين، يمن او اوس غزې ته انتقال شوي، د كفري ځواكونو او كورنيو منافقينو گډه جنگي جبهه د امت خلاف جوړه شوې او په تېرو 24 كلونو كي تر دوه مليون زيات مسلمانان په كي وژل شوي.
په افغانستان كي د شوروي او بيا د ناټو ماته او په غزه كي د صهيونستانو ناكامي او شرمېدلې ماته؛ موږ ته دا درس راكوي چي په امت كي له خپل دين، عزت او خپلواكي د دفاع كافي وړتياوي او استعدادونه شته؛ د افغانستان په اشغال كي زموږ د گاونډيو په شمول 48 هېوادو د امريكا عملي مرسته او ملگرتيا وكړه او له الله تعالى پرته په ټولي نړۍ كي هيچا د مجاهدينو د حمايت جرأت ونه كړ؛ خو د الله تعالى مرسته موږ ته كافي وه او پايله ئې د دې آيت مطابق (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا: او الله هغه وگړي له خپلو غصو (ډكوزړونو) سره په شا وتمبول چي كفر ئې كړى وو په داسي حال كي چي په هيڅ خير او ښېگڼي نه وو نائل شوي؛ او الله د دې جنگ په اړه مؤمنانو ته كافي شو؛ او الله عزتمن ځواكمن دئ) په غزه كي همدا تجربه بيا تكرار شوه؛ په داسي حال كي چي د امريكا په شمول ټول غرب له پراخو مالي، نظامي، سياسي او تبليغاتي حمايت سره د تل ابيب تر شا ولاړ دئ او د امريكا، بريتانيا، فرانسې او ځينو نورو هېوادو وسله وال ځواكونه، جهازونه او جنگي بېړۍ هم په جنگ كي د وحشي اسرائيلو په څنگ كي؛ د هغي غزې خلاف جنگېدل چي نفوس ئې د سږ كال حاجيانو په اندازه دئ او مساحت ئې د افغانستان د يوه ولايت په اندازه، دا دئ اته مياشتي په مېړانه مقاومت كوي، دښمن ئې له ځپلو ناهيلي شوى او د اوربند او مصالحې هڅي كوي؛ دا په داسي حال كي چي غزه له زمكي، فضاء او بحر محاصره ده، اسلامۍ نړۍ يوازي پرېښې او حتى ډېرى گاونډيان ئې او عرب حكام په پټه او څرگنده د غزې مجاهدينو خلاف همغه څه وايي او كوي چي امريكا ئې ترې غواړي؛ د غزې له ولس او مخصوصاً له سرلوړو او باهمته جنگياليو سره ئې نن همغه څه كېږي چي د شوروي او امريكا له ماتي او وتلو وروسته د افغان مجاهدينو خلاف وشول. ټول امت خو پرېږدئ كه د سږ كال د حاجيانو د شمېر دوه درې سلنه مجاهدينو ته دا فرصت برابر شوى وى چي د غزې سنگرونو ته ځان ورسوي نو يقيناً چي نړۍ وال به د يوې بلي ستري بريا او د يوه بل اشغالگر ځواك د عبرتناكي ماتي شاهد ول.
وروڼو خوېندو!
امريكا له ټول اسلامي امت سره په عامه توگه او له افغانانو سره په خاصه توگه ستر ستر او وحشيانه ظلمونه كړي؛ شل كاله ئې د افغانانو په وژلو او ربړولو او د افغانستان په ورانولو تېر كړل، نن او له وتلو وروسته هم موږ له فضاء او زمكي گواښي، كرايي جنگيالي استخداموي او د وسله والو مخالفينو مرسته كوي، هغه چي له امريكا او ناټو غواړي يو ځل بيا افغانستان ته راشي، كابل ونيسي او اقتدار دوى ته وسپاري، دا كرايي جنگيالي تر ټولو ذليل او سپك مخلوق دئ، له امريكا دا غوښتنه او حتى له هر استعماري ځواك سره هر راز پټه او څرگنده دوستي خيانت او د ايمان منافي عمل دئ؛ عادي مراودات مو هم بايد يوازي هغه مهال پيل شي چي خپل جنايات جبران كړي، د شهيدانو ديت او د ويجاړيو معاوضه ترې واخلو، له مداخلاتو او گواښونو لاس واخلي، زموږ د هېواد په فضاء، زمكه، سرحداتو كي خپل امنيتي، استخباراتي او نظامي حضور پاى ته ورسوي، د مخالفينو له پاللو، روزلو او حمايت ډډهوكړي. بايد دې ته متوجه وو چي اكثر امريكايي او غير امريكايي سياستوال په دې باور دي او په خپلو تحليلونو كي ليكي چي امريكا له وتلو پښيمانه ده او افغانستان ته د بيا ستنېدو اراده لري، د فوځ او سي آى اې لوړ پوړي افسران او جنرالان او ځواكمن سناتوران له افغانستان وتل شرمناك او نه جبرانېدونكې اشتباه بولي، ځينيدا هم وايي چي امريكا او د ناټو ملگرو ئې د دې لپاره تر يو نيم لك زيات هغه افغانان له ځان سره انتقال كړل چي د اشغال په شلو كلونو كي ئې د افغان ولس خلاف جنگولي وو؛ دا ئې د بيا جنگولو لپاره بېولي، دفترونه ئې ورته نيولي، په مختلفو جنگي ډلو كي ئې تنظيم كړي، عمليات پرې كوي او د عملياتو راپورونه ئې په امريكايي او غربي رسنيو كي خپروي. د روسيې او چين جمهورو رئيسانو پوتين او شي جین پینگ هم په چين كي د خپلي وروستۍ ناستي او مذاكراتو په پاى كي په دې اړه خپله گډه اندېښنه څرگندهكړه او وئې ويل: په افغانستان كي د امريكا مجدد نظامي حضور د منلو نه دئ!! ټولو افغانانو مخصوصاً اسلامپالو شخصيتونو او ډلو ته په كار ده چي د دې گواښ په اړه بې اعتنائي ونه كړي او عادي گواښ ئې ونه انگېري!!
امريكا نه يوازي د افغانانو پوروړې ده؛ بلكي د 21 پېړۍ د ټولوروانو جنگونو مسئوليت ئې پر غاړه دئ؛ په نړۍ كي د ټولوخونړيو جگړو، ويني تويونو او ويجاړيو اصلي عامل امريكا ده.
وروڼو خوېندو!
افغانانو ته د يوه خپلواك اسلامي افغانستان جوړولو ښه فرصت په لاس ورغلى؛ راشئ له دې فرصت رغنده استفاده وكړو، يوه بل ته د ورورۍ لاس وركړو، كچه او كرغېړن سياسي، فكري، قومي، ژبني او مذهبي اختلافات لري وغورځوو؛ يو د بل حذفولو ناكامي مخكينۍ تجربې تكرار نه كړو، د يوه واقعي اسلامي نظام جوړولو لپاره ملا وتړو، كه په صداقت او اخلاص سره اسلام ته مخه كړو؛ نو يقيناً چي د خپلي هري ستونزي حل او د هر مرض علاج به په اسلام كي ومومو.
اسلامي نظام د مظلومانو مدافع نظام دئ، انسانان له اسارت او غلامۍ آزادوي او په ټولني كي عدالت او امنيت تأمينوي، د ناأمنيو، خپلسريو، بد نظميو، ظلم او د خلكو پر مال سر او عزت د هر تعرض او تېري مخه نيسي، ټولنه او روابط، تعلقات او معاملات ئې د الهي قانون په رڼا كي تنظيموي، په دې نظام كي د فرد، ټولني او حكومت حقوق او وجائب، د حلال او حرام پولي، ثواب او گناه، ښه او بد، صواب او خطأ، مكافات او مجازات؛ د الله تعالى له لوري ټاكل شوي، له الله تعالى پرته بل څوك نه څه پرې اضافه كولى شي او نه كمولى؛ الله تعالى لكه چي په نورو خاصو صفاتو كي شريك نه لري په (حكم) او د حلال او حرام د پولو په ټاكلو كي هم هيڅ شريك نه لري او هيڅوك په دې صفت كي له ځان سره نه شريكوي؛ قرآن فرمايي:
(.... مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا) الكهف 26
.... دوى له الله پرته نه كوم مولى لري او نه الله تعالى په خپل حكم كي څوكورسره شريكوي.
په اسلامي نظام كي د حكومت او چارواكو دنده فقط د احكامو پلي كول دي نه د قوانينو وضع كول. په الهي صريح احكامو كي نه د تغيير او تعديل حق او اجازه چا ته وركړى شوې او نه د تزئيد او تنقيص. اسلام هغي محكمې ته د منازعاتو د حل و فصل په غرض مراجعه هم تحريم كړې او دا ئې د دين او ايمان منافي عمل گڼلى چي له اسلام پرته د نورو قوانينو له مخي پرېكړي صادروي؛ قرآنپه دې اړه فرمايي:
أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا ٦٠ (النساء)
آيا هغو ته دي پام نه دئ چي گمان كوي پر تا نازل شوي كتاب هم ايمان لري او له تا مخكي نازل شوي كتاب هم، خو غواړي چي د تحاكم (او پرېكړي) لپاره طاغوت ته ورشي، په داسي حال كي چي دا امر ورته شوى چي له هغه به انكار كوي او شيطان غواړي چي په دې سره دوى په ژور ضلالت سره بې لاري كړي.
رسول الله صلى الله عليه و سلم تر بريا او د مكې تر فتحي وړاندي او وروسته د كفر، شرك، جهل او ظلم د ټولو مَظاهِرو په وړاندي كلكه، مسلسله او ستړيا نه منونكې مقابله كړې، كه دا د جاهليت دور مذهبي، اجتماعي، اقتصادي او سياسي برخو كي وه او كه فكري او اعتقادي برخو كي؛ نه ئې په وړاندي سكوت او سازش كړى، نه مداهنت او تساهل؛ كله ئې يوازي فكري مقابله كړې او كله د فكري مقابلې تر څنگ عملي مقابله؛ له بريا وروسته ئې لومړى بتان مات كړي او متصل ئې د جاهليت د دور ټول اقتصادي بنسټونه او معاملات تحريم كړل، سود، قمار، احتكار، ضرائب (د جاهليت د دورماليه)، مَكِس (د جاهليت د زمانې محصول او كميشن)، له كروندگرو او تاجرانو ظالمانه عشر او ماليات، د پېر پلور مختلف ډولونه چي په رواياتو كي ئې تفصيلات راغلي؛ دا ټول ئې په بشپړه توگه تحريم كړل او پر ځاى ئې د زكات، عشر، مضاربت او ... اسلامي اساسات پلي كړل. پر شتمنيو دوه نيم سلنه، د زمكو پر حاصلاتو، د باغونو پر مېوو عشر، پر معادنو، پټو دفن شوو خزانو او غنائمو خمس، پر څارويو زكات، .... لازم كړ؛ د هر يوه لپاره ئې نصاب او حد او د زكات او عشر مقدار وټاكلو، داسي چي د هري سيمي له غني به اخيستل كېږي او د همغي سيمي پر فقيرانو او مسكينانو به وېشل كېږي؛ فقير او مسكين ئې نه يوازي له هر راز ماليې معاف كړ؛ بلكي هغوى ئې په بيت المال كي لومړي مستحقين وگڼل او امراء ئې د فقير، مسكين، پوروړو او غلامانو متكفل او ذمه وال وگمارل؛ په جاهليت كي زور واكو او شتمنو له بې وزلو، غريبانو او فقيرانو د خپلي خوښي ماليات اخستل، اسلام د زور واكو د دې ظلم ټغر ټول كړ، د شتمنيو لپاره ئې نصاب او مقدار وټاكلو، هغه ئې له هر راز ماليې معاف كړل چي شتمني او عوائد ئې دومره نه وي چي د دوى او د دوى تر كفالت لاندي خپلوانو لپاره كافي نه وي او تر يوه كال د دوى د خوراك، جامې، علاج، كور او نورو ضرورتونو لپاره بسنه نه كوي.
قرآن سود خورو ته وايي: كه له سود لاس وانه خلئ د الله او رسول له لوري جنگ ته تيار اوسئ:
رسول الله صلى الله عليه و سلم د جاهليت د دور په څېر له كروندگرو او تاجرانو ضرائب او مكس اخيستونكي له جنت محروم او دوزخيان وگڼل؛
عَنْ عُقبةَ بْنِ عَامِرٍ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا يَدْخُلُ الجَنَّةَ صَاحِبُ مَكْسٍ»، وَأَرَادَ بِصَاحِبِ الْمَكْسِ: الَّذِي يَأْخُذُ مِنَ التُّجَّارِ. شرح السنة للبغوي و سنن ابي داؤد
له عقبه بن عامر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د مكس (د جاهليت د دور په څېر ماليه) اخيستونكى جنت ته نشي داخلېدى. بل ځاى فرمايي: هغه دوزخي دئ.
رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي له زكات پرته د مؤمن په مال كي بل داسي حق نشته چي امراء او حكومت ئې داخستلو حق ولري، همدا راز فرمايي: چا چي زكات وركړ هغه حق ئې اداء كړى چي پر ده فرض دئ.
عمر بن عبد العزيز د خلافت په وخت كي خپل والي عَبْدِ الْعَزِيزِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ ته وليكل: د مكې له خلكو د مكس (ماليه او محصول) اخيستل ختم كړه، كله چي هغه دا كار وكړ نو د مكې خلكو د خپلو مالونو دومره زكاتونه ورته راوړل چي 7000 دينار وو؛ دا ئې غونډ كړل او عمر بن عبد العزيز ته ئې ولېږل؛ خو هغه بېرته ورولېږل او وئې ويل: دا د مكې پر مستحقينو ووېشه.
وروڼو خوېندو!
په داسي حال كي چي دين د يووالي، رحمت او الفت وسيله ده؛ خو متأسفانه ځيني له دين داسي مسلك او مذهب جوړوي چي د اختلاف، نفرت او يو د بل تكفيرولو وسيله شي؛ او كار ئې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جوماتونو كي د لمانځه په مهال چاودني او انتحاري عمليات جنت ته د رسېدو وسيله گڼي!! د اسلام د دښمنانو په لاس كي به كرايي جنگيالي ترې جوړ شي!! موږ د ټولو اهل قبله يووالى غواړو، د رأى اختلاف او د رفع كولو په اړه ئې (احسن جدال) د قرآن سپارښتنه؛ او د فكري ودي او د حقيقت موندلو تر ټولو غوره او رغنده لار گڼو؛ متأسفانه نن مو وضعيت داسي دئ چي دوه مليونه حاجيان په عرفات كي راغونډ شوي او عملاً د دې شهادت وركوي چي نن عرفه او سبا اختر دئ؛ خو نور همدا ستر شهادت او گواهي په داسي حال كي كافي نه گڼي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د سپوږمۍ د رؤيت په اړه د دوو مسلمان او عادل شاهدانو شهادت معتبر بولي، د امام ابو حنيفه رحمه الله په څېر فقهاء په همدې حديث د عمل كولو سپارښتنه كوي، قرآن، حديث، علم او عقل همدا وايي؛ سپوږمۍ په مياشت كي يو ځل له محاق وځي، راڅرگندېږي، خپله مياشتنۍ دوره پيلوي، په 29 ورځو، 12 ساعتونو، 44 دقيقو او 3 ثانيو كي دا دوره بشپړوي، د نړۍ په هر ځاى كي چي وليدل شي؛ معنى ئې د نوې مياشت پيل دئ، او قرآن روژه د مياشتي په پيل پوري مربوط كړې؛ نه د هر چا بيل بېل سپوږمۍ ليدو پوري؛ فرمايي: (فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ)، د مطالع اختلاف ئې بې بنسټه او واهي رأى ده او د لمر په مطالعو ئې قياسول ناسم او غلط قياس دئ. ولي له دې موضوع د اختلاف وسيله جوړوو او هر كال د روژې د پيل او پاى په اړه په امت كي د شخړو او منازعاتو شاهد يو؟!! د اسلامي امت د يووالي په هيله. والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
حكمتيار