No-IMG

هندوستان: د ډیموکراسۍ مور که د افراط؟!

د هندوستان په اړه ویل کېږي چي د ډیموکراسۍ مور ده؛ دا جمله ئې څومره حقیقت لري تاسي ئې په تېرو ټاکنو کي د اقلیتونو د شرکت او تناسب په اړه کتلی سئ؛ په هند کي د سیکولرزم پر سر لویه شخړه روانه ده؛ د دې هېواد ټول اقلیتونه د مسلمانانو په گډون د سیکولرزم طرفدار دي او په همدې کي له سترو افراطي هندوانو چي فلسفه ئې د هندوتوا پر اساس ولاړه ده؛ د ځان نجات ویني؛ اما هندو افراطیان بیا د اَکھنډ بهارت (ناتقسیم سوی هند - بنگال، پاکستان، نېپال، برما او هندوستان) شعارونه زمزمه کوي؛ او د اقلیتونو حقوق په ښکاره تر پښو لاندي کوي.

 

سیکولرزم مذهب له سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه گوښه کوي؛ هندي مسلمانان، عیسایان، بودایان، سیکان او پارسیان همدا غواړي چي د هندوانو افراطي نظریه پر ټولنه حاکمه نسي؛ که احیاناً داسي کېږي نو دا ټول اقلیتونه به له یوه ناورین سره مخ کېږي؛ همغه کانې به ورسره کېږي لکه په برما کي چي ئې افراطي بودایان له روهنگیایي مسلمانانو سره کوي؛ بیا به هلته د غواگانو پر حلالولو باندي پابندي وي؛ که له کوم مسلمان څخه دا کار وسي بیا به ئې نه ژوند، نه مال او نه هم عزت خوندي وي؛ بلکي اوس هم داسي گڼي پېښي ترسره سوي چي د غوا د غوښو د رانیولو په تور ئې مسلماني مېرمني بې عفته کړيدي؛ د عادي مسلمانانو د وهلو ټکولو ويډیوگاني خو پر ټولنیزو رسنیو وخت نا وخت نشرېږي؛ ځینو افراطي هندوانو غوا د مور په صفت منلې؛ او په ډېر تقدس ورته قائل دي؛ دوی غواړي په مسلمانانو د بهارت ماتا (هند زموږ مور ده) شعار په زور زمزمه او هغوی هم دې تقدس ته په زور اړ کړي؛ ځکه ئې هم اکثریت افراطیان هڅه کوي وښيي چي دا شعار ئې د وطن دوستۍ اساس دئ؛ په داسي حال کي چي مسلمانان تل د وطن دوستۍ په امتحان کي بریالي پاته سویدي؛ مسلمان وطن دوستي د ایمان برخه گڼي او خیانت گناه اما هندوانو ته دا باور ورکول دوی ته ستونزمن کار دئ. د BJP یعني بهارت جنتا پارټي او شيو سېنا چي دا ئې بیا نظامي څانگه ده د همدې کار په موخه جوړ سوي تر څو له افراطي مذهبي مقدساتو دفاع وکړي.

 

په دې کي شک نسته چي د هند مسلمانان محکوم دي؛ هغومره هم نه لکه د پاکستان په تعلیمي نصاب کي چي ئې څومره یادونه کېږي؛ خو هغومره آزاد هم نه دي لکه څومره چي ئې زموږ ځیني سیکولران ښيي. د هندوانو د تعصب او له مسلمانه د کرکي په اړه د کانگرېس د پخواني مشر مولانا ابوالکلام آزاد رحمه الله غوندي یوه روشن فکره اسلامپال وینا گټوره ده چي وایي: مسلمان به هیڅکله پر خپلو مشرانو باور ونکړي او د هندوانو د تعصب کچه به ټیټه نسي.

 

نوموړی ډېره موده د کانگرېس غړی پاته سوی؛ د مسلم لیگ تر جوړېدلو وروسته ئې هم د هغه سره گډون ونکړ؛ په دې لړ کي ئې ډېري قربانۍ ورکړې؛ د مسلم لیگ څخه متأثرو مذهبیانو ډېر وغندی؛ ځینو حتٰی تکفیر هم کړ؛ خو هغه په دې باور وو چي د انگرېزانو پالیسي د ډیوائډ اېنډ رول (تقسیم ئې کړه او حکومت پر وکړه)وه؛ نو که مسلمان او هندو متحد پاته سي هند د پرمختگ لوړو مدارجو ته ورسېدلی سي؛ خو دی هلته ناهیلی سو چي له گاندي پرته د کانگرېس نورو افراطي مشرانو هم د نوموړي سره تبعیضي چلند پیل کړ؛ د ده د وحدت ټولي هڅي ئې په سېند لاهو کړې؛ هلته ئې نو وویل چي د هندوانو د تعصب کچه نسي ټیټېدلی.

 

همدې ته بل قول اقبال مرحوم د شعر په ژبه بیان کړیدئ:

مُلّا کو جو ہے ہِند میں سجدے کی اجازت

ناداں یہ سمجھتا ہے کہ اسلام ہے آزاد!

 

ژباړه: ملا ته چي په هند کي د سجدې اجازه ورکول سوېده؛ نو دی خوشباوره فکر کوي چي هلته اسلام هم آزاد دئ. د دې شعر پر ښه تعبیر مي غور کوی چي د اسرائیلو د ویاند ویډیو مي مخي ته راغله چي مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکوي او تر څنگ ئې د حج او نورو عباداتو د مقبولیت دعاء هم ورته کوي؛ په داسي حال کي چي په غزه کي ئې فاحش قتلِ عام پیل کړی؛ په اقصی جومات کي مسلمانان له لمونځونو منع کوي او... پوه سوم چي کفر هیڅکله زموږ له انفرادي عباداتو سره حساسیت نه لري؛ بلکي دوی پر همدې شي ټینگار کوي لکه شهید سید قطب رحمه الله چي فرمایي: دوی امریکایي اسلام غواړي؛ هغه اسلام چي د اوداسه او غسل مسائل مطرح کولی سي؛ نه د سیاست او اقتصاد. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره همده وکاروله؛ او څومره جامعه اصطلاح ده؛ دا اصطلاح د سیکولرزم یو بل نوم گڼلی سو؛ د سیکولرزم چي کومي غوښتني دي امریکایي اسلام کټ مټ همغه څه غواړي!

 

رښتیا هم امریکایي اسلام او په مجموع کي هیڅ کفري نظریه له لمونځ او نورو عباداتو سره حساسیت نه لري؛ بلکي امریکایي اسلام تر ټولو زورور وار هغه وخت وکړ چي کله ئې تر ۹/۱۱ وروسته پر اسلامي نړۍ یکه تازي پیل کړه؛ همدلته ئې نړئوالو ته دا وښودله چي گواکي د دوی جگړه د اسلام پر ضد نه بلکي د مسلمانو افراطیانو (د دوی په قول) پر ضد ده؛ د ۹/۱۱ د ورلډ ترېډ سېنټر پر نړېدلو کنډوالو ئې یو مجلل مسجد تعمیر کړ... همدا د دوی مأموریت وو؛ دوی مسلمانان له عبادته نه منع کول؛ نه ئې د پخوانیو صلیبیانو غوندي د هغوی د مقدساتو د ړنگولو او په ښکاره توهین کولو پالیسي درلوده؛ بلکي دوی غوښتل په نوي نړئوال آرډر کي مسلمانان له اقتدار او واک څخه محروم کړي؛ همغسي ئې وکړل... په هند او بشپړه کفري نړۍ کي همدې تگلاري رُشد وکړ چي مسلمان باید د حاکمیت څخه منع کړل سي نه له عباداتو...

 

اوس راځم د هندي ټاکنو کیفیت ته؛ د نرېندر مودي په ۷۱-کسیزه کابینه کي ۵-وزیران له "اقلیتونو" څخه شامل دي؛ خو د هند له تر ټولو لوي اقلیت (مسلمان اقلیت چي د هند د نفوس ۱۵% سلنه تشکیلوي) څخه هیڅ استازیتوب نسته. بلکي بي جې پي (BJP) چي د پارلمان تر ټولو لوی گوند دئ؛ بیا هم یو مسلمان استازی نلري. ویل کیږي چي دې افراطي گوند د کېرالا په ایالت کي یوه کمزوي مسلمان نوماند ته ټکټ ورکړی وو خو هغه ناکامه سوی؛ دا گوند د اَکھنډ بهارت (غیرِتقسیم سوی هند - چي د بنگال، پاکستان، نېپال او برما ځیني سیمي هم پکښې شاملي دي) تر شعار لاندي همغه فلسفه ورسره ساتي چي اسرائیل ئې د گرېټر اسرائیل جوړولو لپاره لري. دوی د مذهبي تعصب زښته زیات ښکار دي؛ تېري ټاکني ئې تر دې هم ډېري جالبي وې؛ تفصیل ئې په لاندي ډول درسره شریکوم:

 

په ۱۹۹۹م کي د اَټَل بِهاري واجپای په وخت کي دوه مسلمان وزیران موجود ول؛ شاهنواز حسین او عمر عبدالله. په ۲۰۱۴م کي د نرېندر مودي په لومړنۍ دوره کي نجمه هبة الله یوازینۍ مسلمانه وزیره وه؛ د ۲۰۱۹م په حکومت کي مختار عباس نقوي وزیر سو؛ دا ځل په یوازي سر د حکومت جوړووني لپاره دوی ۲۷۲-څوکۍ ترلاسه نکړی سوې؛ خو بیا هم نرېندر مودي خپل کارکوونکو ته په وینا کي دا "لویه سوبه" وبلله؛ البته چي دا ځل د غرور له آس څخه راکښته سوی وو او په خپل تقرير کي ئې نه د "رام" نوم پورته کښته کړ او نه ئې هم د "مودي د گرنټۍ" یادونه وکړه؛ بلکي په لومړي ځل د دوی پر سټېج باندي پر لگول سوي بېـنر اردو ژبي ته ځای ورکول سوی وو او په اردو ژبه "شکریه بهارت اور مهربانی هندستان" لیکل سوي وه؛ دا یو ستر حقیقت دئ چي په هندوستان کي په هره شعبه مي د مسلمانانو د نمایندگۍ گراف په پرلپسې توگه کښته روان دئ.

 

د هند د اوسنیو عمومي ټاکنو پر ۵۴۳-څوکیو ئې یوازي ۲۴-مسلمانان پارلمان ته ورسېدلي دي؛ د هندوستان په ۱.۴۴۱-ملیارد نفوس کي ئې د مسلمانانو نفوس د دې هېواد ۱۴.۲% فیصد دئ؛ خو په پارلمان کي د دوی ونډه یوازي ۴.۶% فیصده ده. دا مو په یاد وي چي په اوسنیو ټاکنو کي یوازي ۷۸-مسلمانو نوماندانو گډون کړی وو. دا چي په دغو نوماندانو کي ئې اکثریت د اوسني حاکم گوند سره په ټکر کي دي او ژوند ئې څومره ستونزمن دئ؛ هغه وخت ترې خبرېدلی سئ چي میډیا ئې تعقیب کړئ! د سلطان صلاح الدین اویسي زوی او د ده د گوند "کل هند مجلس اتحاد المسلمین" غړی؛ یعني د اسد الدین اویسي کوچني ورور باندي چي کله د افراطي هندوانو لخوا حمله وسوه؛ په دومره وحشتناک ډول ئې زخمي کړی وو چي د ژوندي پاته کېدلو چانس ئې ډېر کم وو؛ خو رب تعالی ژوند ورکړی وو او پاته سو؛ هغه چي کله پر ځان د حملې کیسه کوي د سالم انسان له زړه بې اختیاره وځي چي پر افراطیانو دي لعنت وي؛ هغه که د هر مذهب او گوند وي؛ دا ئې یو مثال دئ. ما په دې اړه د ملگرو ملتونو او نورو بشري حقوقو مؤسساتو راپورونه شریک کړي نه دي؛ مضمون ډېر غټیږي. مختصره دا چي افراط انسان له خپل فطري جوړښت څخه وباسي او یو سفاک او بې رحمه قاتل ترې جوړوي؛ همغسي لکه نن چي ئې په یهودي افراطیانو (صهیونیسټانو) کي گورو چي څومره په وحشت سره قتلِ عام کوي.

 

له هندي مسلمانانو سره ډېره جفاء کېږي؛ بلکي یوازي ئې له مسلمانانو سره نه؛ سیکان هم له دې ناروا څخه خوندي نه دي پاته؛ په هندوستان کي د بزگرانو له احتجاج څخه څوک بېخبره دي؟! د هغوی سره څومره ناروا وسوه؟! مشهور سندرغاړی موسې والا د افراطي هندوانو لخوا په همدې جرم ووژل سو؛ بلکي د سیکانو یو تن مشر ئې په کاناډا کي هم ترور کړ چي بیا د هند او کاناډا اړیکي ډېري ترېنگلي سوې؛ اصلاً د BJP او مودي تر راتللو وروسته مذهبي افراط اوج ته ورسېدلی؛ د بابري جومات قضیه همدې حکومت د خپلو افراطیانو په گټه داسي تصفیه کړه چي د تاریخي بابري جومات پر ځای ئې د "رام مندر" جوړولو فیصله وکړه؛ او د دې کار د اجراء کولو پر وخت ئې دومره فاحش افراط وکړ چي بخیل هندوان ئې په تاریخ کي نظیر نسي ښودلی؛ دوی د هندوستان ټول بې حیاء فلمي هنرمندان رابللي ول؛ په هغوی کي ئې هم نیمایي د همدغو افراطیانو له وېري په دغو مراسمو کي گډون کړی وو؛ همدلته به د شیو سېنا د متشدد افراطي مشر بال ټاکرې (۱۹۲۷-۲۰۱۲) لنډه یادونه وکړم؛ نوموړي د هند یو تن افراطي مشر او د هند په مهاراشترا ایالت کې د شیو سینا افراطي گوند جوړ کړ؛ ده په دې ایالت کي په خلاص لاس بدمعاشي پیل کړه او آن تر وزیرانو پوري مهم سیاسي خلک ترې وېرېدل؛ فلمي هنرمندانو خو به سجدې ورته کولې؛ یوازینی سړی وو چي په زغرده به ئې د مسلمانانو د قتلِ عام غوښتنه کوله؛ نرېندر مودي د همدې افراطي تنظیم غړی پاته سویدئ او خپل مذهبي تعصب هیڅ نسي پټولی... د هندوستاني اقلیتونو بقاء په سیکولرزم تظمین کېدلی سي؛ ځکه هم دوی پر اساسي قانون ډېر ټینگار کوي؛ اساسي قانون بیا د سیکولرزم ملاتړی دئ. هندو افراطیان بیا هم له سیکولرزم څخه بې زاره دي او هم له اوسني اساسي قانون څخه؛ ځکه ئې هم وخت نا وخت د تحلیل کولو یا نوي کولو غوښتني او هڅي کوي. ممکن په اوسنیو ټاکنو کي ئې د ناکامۍ (نیمه بریا/په یوازي ځان حکومت نسي جوړولی) راز همدا وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک