No-IMG

د استاذ راشد غنوشي آثار

استاذ راشد غنوشي په لسگونو فکري او سیاسي مقالې او کتابونه لیکلي چي د اسلامي تحریک په لیکو کي ئې د اعتدال او نرمۍ د مسیر ملاتړ کړیدئ او د یو شمېر مسائلو لکه جمهوریت، د تابعیت د حقونو او نورو په اړه ئې د ډېرو مخالفینو ترمنځ ناندرۍ هم را پارولي دي. خو د کوم سیاسي شخصیت کتاب بیا متنازع (دعوه یي) نه وي؟! د هغه ځیني کتابونه ډېرو بهرنیو ژبو ته ژباړل سوي؛ په ځانگړې توگه انگرېزي او فرانسوي ژبو ته چي هغه ئې په نړۍ کي د اسلامي فکر یو له مخکښو مشرانو څخه گرځولی.

د ډېرو سترو اسلامپالو لیکوالانو په پرتله د ده د لیکنو یو ارزښتناکه اړخ دا دئ چي نوموړی تعمیري ذهنیت لري؛ د دې تر څنگ پر هغو مسائلو د لیکلو جسارت او جرأت کوي چي ډېری عادي لیکوالان د اختلاف له وېري هغه طرفِ نظر کوي؛ تاسي د ده د کتابونو عنوانونه وگورئ چي اکثریت ئې د وخت مسائل دي؛ هغه مسائل چي په هغه کي ژور کار او ستر ابتکار ته اړتیا سته؛ دا موضوعات اکثر محدود او کم رنگه ساتل سوي؛ کاشکي د دغو ستونزو په صرفِ نظر کولو سره دا ستونزي هم محدودي پاته سوي وای؛ خو داسي نه ده؛ ستونزي ستري سوې خو زموږ د لیکوالانو سکوت موږ ته په عذاب واوښتی؛ اکثر مبصرین چي پر دغو موضوعاتو بحث کوي هغه ئې له اسلامي زاویې څخه نه وي بلکي هڅه کوي خپل نظر همدې مقدس دین ته منسوب او پر نورو تحمیل کړي؛ په داسي حالت کي نو د استاذ په څېر یوه ستر علمي کدر تألیفات ډېر عظیم کار بللی سو؛ د هغې ورځي په هیله چي دا کتابونه ئې پښتو ژبي ته هم وژباړل سي او موږ ئې له مطالعې بې برخي پاته نسو.

د نوموړي مشهور کتابونه په لاندي ډول دي:

مسيرة الصحوة الإسلامية

حقوق المواطنة: حقوق غير المسلم في المجتمع الإسلامي

الديمقراطية وحقوق الإنسان في الإسلام

الوسطية السياسية عند الإمام يوسف القرضاوي

القدر عند ابن تيمية

من تجربة الحركة الإسلامية في تونس

مقاربات في العلمانية والمجتمع المدني

الحركة الإسلامية ومسألة التغيير

الحريات العامة في الدولة الإسلامية

المرأة بين القرآن وواقع المسلمين

حق الاختلاف وواجب وحدة الصف

الغنوشي الديمقراطي في الظاهرة الاسلامية

د نوموړي تر ټولو مهم کتاب "الحریات العامة في الدولة الاسلامیة" (په اسلامي دولت کي عامه ازادي) دئ؛ یاد کتاب د امریکا د آکسفورډ پوهنتون له خوا انگرېزي ژبي ته ژباړل سوی؛ په دې وروستیو کي ئې د "حول الديمقراطية الإسلامية" (د اسلامي جمهوریت په اړه) په نوم یو کتاب هم نشر کړی چي دا کتاب ئې بیا د پروفیسور اندریو مارش سره په گډه لیکلی دئ. د شیخ کتابونه ترکي، البانیايي، فولاني، مالیزیایي، بنگالي، اردو او روسي ژبو ته هم ژباړل سوي دي.

له بده مرغه چي دا ستره هستي، قدرمن عالم او سپین ږیری مشر د یوه دیکتاتور په زندان کي له تېر یو کال څخه په داسي حال کي چي د همدې یو کال ۹-میاشتي ئې د غـ.ـ.زې سره د غمشریکۍ او دعاء په سبب د روژې حال کي تېری کړي؛ بندي ساتل سوی او لا ئې هم برخلیک معلوم نه دئ؛ بلکي د اسلامي نړۍ بالخصوص زموږ ځوان نسل ئې له خدماتو بې خبره پاته دئ.

پر اسلامي نړۍ څومره بدمرغه او متشدد سیکولران حاکم دي او په څومره بې شرمۍ بیا دوی اسلامپال د همدغو ستونزو مؤسسین بولي؛ په داسي حال کي چي د اسلامي نړۍ ناورین د همدغو سیکولرو او قامپرستو غلامو سیاسیونو له وجهي راغلی او باقي پاته سوی. همدوی په تېرو ۲۰۰-کلونو کي پر دغو هېوادونو حاکم پاته سوي؛ البته هغه وخت دغه قامپرست مشران د سوسیالیزم ډول ته نڅېدل او نن ئې د سیکولرزم تر عنوان لاندي پانگوال نظام ته سرونه ټیټ کړيدي. خو دوی نه پوهېږې چي داسي اسلامپال شخصیتونه په مرگونو او زندانونو نسي ماتولی؛ دوی به هیڅ کله دا اتلان هغه څه ته اړ نکړي چي دوی ئې ترې غواړي.

رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ ۖ

ژباړه: "اې زما ربه! ما ته بندي کېدل تر هغه کار ښه دي چي دا خلك ئې زما څخه کول غواړي. سورۀ یوسف: ۳۳

لاندیني هشټاگونه هم درسره شېئر کړئ!

غنوشي_لست_وحدك

تونس

FreeGhannouchi

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک