No-IMG

سيد قطب؛ د عرب پوځونو قوت ته مه خوشاله کېږئ؛ دوی مقدسه ځمکه نشي فتح کولی

د دیکتاتور عبدالفتاح السیسي د مصر صفري سرحدي نقطه؛ له مقدسي زمکي سره د دوی هغه سرحد چي دوی ستر ستر سمینټي دېوالونه ورسره جوړ کړيدي؛ همغه صفري نقطه چي خبیث قوم په ۲۰۰-مترۍ کي جوماتونه سوځوي او شراب پکښې څیښي؛ همغه صفري نقطه چي د اشغالگرو پوځیان پر دېوالونو په داسي حال کي کښېني چي مصري پوځ ته ئې شا ور گرځولي وي!

نو آیا مصري پوځ همغه پوځ نه دئ چي شهید سید قطب رحمه الله به ئې اړه فرمایل؛ مفهوم ئې دئ: د عرب پوځونو ډېرښت او قوت ته مه خوشاله کېږئ؛ دوی مقدسه زمکه نسي درته فتح کولی؛ دوی به همدا تاسي محکوم او غلام ساتي... همغسي وسوه.

تېره ورځ د لبنان د یوه کوچني شیعي تنظیم په اړه خبیث قوم راپور ورکړ چي تر اوسه ئې ۲۰۰-راکـ.ټونه پر دوی شاټ کړیدي؛ دا یو هم د عرب پوځ نه وو بلکي ټول ئې خپله یا جوړ کړي او یا ئې رانیولي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک