No-IMG

د فکري انحراف پړاونه

- هر فکري احراف اول په ګنګوسو پيل کيږي.

- بيا يو څو اشخاص پيدا شي او په زغرده يې وکړي خو د ټولنې لخوا نيوکو لاندې راشي .

- بيا ياد اشخاص رسنيو ته راوستل شي او انټرويو ورسره وشي، د دوئ ځانګړی منحرف منطق قوم ته واورول شي .

- بيا ياد اشخاص خپل اتباع هم پيدا کړي او نورو هيوادونو ته د سفر ترڅنګ په خپل هيواد کې تنظيم جوړ کړي .

- بيا پرې د ډېرو خلکو تنقيد کم شي او يوازې د لږو خلکو تنقيد پاتې شي .

- بيا په ټولنه کې د دوئ فکر هم معقول شي او بالاخر خپل ځای پيدا کړي .

- بيا دوئ قوت پيدا کړي، بهرنئ ادارې او د دوئ په مزاحمت ياد فکري انحرافات قانوني شکل اختيار کړي.

- بالاخر ټولنه قانوني منحرفه شي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک