No-IMG

د کنجوسی نړيوال ريکارډ جوړونکي ښځه

بويټي ګرين په,, ګنيز ورلډ ريکارډ,, کي د تاريخ تر ټولو کنجوس تريني ښځی او کاميابي سرمایه داری په حيث ثبت شوي

هغه په 1834 کي د امريکا يوه سرمایه داره کورني وزيږده ، هغه د يوه سرمایه دار سړي  يواځينۍ لور وه ، په 21 کلنۍ کي پلار ومړ او په ميراث کي ورته 7.5 مليونه ډالر پاتي شول ، د پلار مرګ ورسته هغه نيويارک ته لاړه تر څو وال اسټريټ کي سرمایه ګزاری وکړي ، هغي ډير ژر د وال اسټريټ ملکي مقام او ټايټل حاصل کړ..

د هغي سرمایه تر 2.3 مليارده ډالره ورسېده ليکن دغي سرمايي باوجود انتهایي غربت ژوند تيراوو ، هغي د يوه مليونر سره واده وکړ بيا هم هغي به د دوکانونو څخه پاتي او ټوټي کيک او کوکيز د ارزاني پخاطر اخيستل ،هغي هره ورځ خپل سپي ته مفت هډوکي له قصابانو او دوکانونو غوښتل او راوړل ، يواځې کنجوسه نه بلکي بي هوده ژوند هم کاوه ، هغي د خپل ولس کلنۍ جامي اغوستلي او په کلونو کلونو به يي يو جوړ جامي نه بدلولي ، هغي د بچت پخاطر خپل اڼډرويئر خپله ګڼډلي وه، هغي هيڅکله د مصرف له ويري په ګرمو أبو نه لمبل.

د هغي د ځوي يوه پښه په يوه حادثه کي ډيره بده ماته شوه - هغي لدي لپاره چې مفت علاج پيدا کړي ډير کوښښ او تپ تلاش وکړ ليکن د مفت علاج د نه موندني په صورت کي په مريض وخت ډير وواخت بلاخره د ځوي پښه يي قطع شوه

بيټي ګرين په 1916 کال د 81 کلنۍ په عمر په نيويارک کي مړه شوه

او نړيوالي کنجوسي ښځي په حيث د ګنيز ورلډ ريکارډ کي نوم ثبت شو، د هغي مرګ لامل هم ملازمي سره د انتهای کمي تنخوا په سر جګړه وه چي د فالج حمله پري راغله او مړه شوه

د هغي ځوي بيا بلعکس زيات سخاوت درلود

لاندي د هغي او د ځوي تصويرونه دي..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک