No-IMG

د عربي نړۍ ویده ملتونه به هم حتماً د خپلو ظالمو واکمنانو د گناهونو او جنایاتو پورونه پرې کوي

په ۲۰۱۲م کال په همدې ورځ د مصر په تاریخ کي په لومړي ځل د عوامو منتخب ولسمشر شهید ډاکټر محمد مرسي د واک د الحاق لمانځنه کوله. له همدې ورځي پوره یو کال وروسته ځینو ادارو، رژیمونو او بنسټونو د لاریونونو غوښتنه وکړه؛ وروسته د کودتا مشرانو د واک د نیولو او په هېواد کي د سیاسي ژوند د ځپلو لپاره د خپل پلان د پلي کولو په موخه له همدغو لاریونونو څخه منفي گټه پورته کړه. د ولسمشر محمد مرسي دریځ د آزادۍ په ارتباط دا وو چي تل ئې د لاریونونو هرکلی کوی، د بیان د ازادۍ ساتنه ئې کوله او د لاریون کوونکو پر وړاندي ئې هر ډول تاوتریخوالی ردوي.

په داسي حال کي چي د کودتا پلانوونکو له لاریونونو څخه په استفادې سره د ۲۰۱۳م کال د جولای د ۳ نېټې له کودتا وروسته د مصر په معاصر تاریخ کي تر ټولو وحشتناک انساني قتل عام ترسره کړ. په زرگونو مظلوم لاریون کوونکي ئې په شهادت ورسول؛ غرب او عرب چوپانانو یوازي دا نه چي شرموونکی سکوت ئې غوره کړ بلکي په ټول قوت سره ئې جمهوریت وځپی. دیکتاتورانو ته ئې درانه ډالر او سمدستي د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ؛ همغه وو چي د مصري ولس د ارادې دښمنانو په ډېره سپین سترگي پر هغوی د جمهوریت په نوم ظالم پوځ مسلط کړ.

مصریانو تېروتنه وکړه؛ د اقتدار د لالچيانو په دوکه پوه نسول؛ د فرعون له پوځونو څخه ئې ملاتړ وکړ او د اخوان المسلمین منتخب ولسمشر ته ئې ډېر کم امتحاني چانس ورکړ؛ یو کال ئې هم پوره سوی نه وو چي لاریونونه پیل سول؛ دوی دعوه کوله چي د مصر اقتصاد نا سم روان دئ؛ په داسي حال کي چي پر هر څه د مصر کاروباري پوځ خېټه اچولې وه او قصداً ئې داسي حالات جوړ کړي چي ولس اعتراض ته اړ کړي؛ هغه ولس چي په پېړیو ئې د دیکتاتورانو او فرعونانو پاچايي پر ځان منله د یوه آزاد ولسمشر سره ئې د مخالفت لاره انتخاب کړه؛ په داسي حال کي چي نن د مصر اقتصاد کاملاً د IMF او نړۍ وال بانک پر درنو سودي پورونو متکي دئ؛ بله دا چي د مصر GDP حتٰی د خپل نازولي پوځ د نازونخرو بِـلونه هم نشي اداء کولی؛ د عربي نړۍ ویده ملتونه به هم حتماً د خپلو ظالمو واکمنانو د گناهونو او جنایاتو پورونه پرې کوي.

رحمه الله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک