امریکا اسرائیلي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی
د بلېنکن له خبرو دا مالومېږي چې امریکا صهیونستي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی خو دا یې هم په ډاګه کړه چې یهود به ونه غواړي غزه تل لپاره اشغال کړي. ښکاري داسې چې امریکایانو صهیونستي رژیم د خپلو تېرو تجربو په اساس له دې کاره منع کړی.
امریکا ښايي له ایران او د سیمې له غیر دولتي لوبغاړو (حوثیانو، حزب الله او عراقي مقاومت) پر غزې د عملیاتو د عکس العمل محاسبه کوي.
د بلېنکېن ننۍ خبرې د خبردارۍ او ګوتڅنډنې څخه ډکې وې. ده په غیر مستقیم ډول ایران ته وویل چې پرېږدئ اسرائيل د ۷ اکتوبر کسات واخلي؛ که مو ږغ وکړ، عکس العمل سره به مخ شئ.
امریکا په منځني ختیځ کې په خپلو نظامي تأسیساتو او جنګي بیړیو خورولو ایران ته د احتیاط خبرداری ورکوي. دا ورځې د ایران د قدس د داعیې امتحان دی.
زه مطمئن یم چې اسرائيل هر څه پلان کوي له فلسطیني مقاومت پرته به یو اسلامي هیواد یا حکومت هم د غزې د بچاره مسلمان کومک ته ونه درېږي.
د حجاز دا لوی تمدن د دومره لوېدلي حالت وړ نه ؤ…