No-IMG

د ښځو په اړوند نرمه رويه غوره کړي ځکه هغوي ستاسې شراکت داره دي!

انسایکلوپیډیا برټانيکا په 1984 د بشر د حقوقو Human Rights یوه مفصله مقاله ده، د هغه په لمړي پروګراف کي راغلی اګر که بشري حقوق د پخواني زمانې شاعرانو ، فلسفيانو او يو شمېر سياستوالو په نزد موجود ول ليکن عملي صورت يي د اتلسمې پېړۍ په اواخرو کي د امريکا او فرانسې انقلابونو وروسته ظهور کړي،

که څوک يواځي د مرجع په شکل دا مقاله ولولي سخت د غلط فهمي ښکار کيږي او د بشري حقوقو تاريخ په اړه ناقص فهم څخه واقف شي.

د بشري حقوقو انساني انقلاب په اصل کې د مغربي تهذيب څخه زر کاله وړاندې عربي نړي کې د کامل دين او تګلاري په حيث د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا راوړل شو،

 پدې اړه غربي علماء خپله معترف دي مثلاً مشهور انګرېز مصنف ايچ جي ولز ( 1866-1946) د رسول الله صلی الله عليه وسلم حجة الوداع خطبه ذکر کړي او وايي:  رسول الله عليه وسلم په لمړي پروګراف کي د اهل اسلام تر منځ  د وينې ټولي جګړي ختمي کړي او په اخر حصه کي يي  تور حبشې ته د خليفه سره برابره درجه ورکړه!

هغه په لمړي ځل داسې انساني ټولنه جوړه کړه چې د بي رحمي او اجتماعي ظلم څخه پاکه وه.

The reader will note that the first paragraph sweeps away all the piunder and blood feud among the followers of Islam.The last makes the beliving Nagro the equal of the Cliph...they established in the world a great tradition of dignified fair dealing, they breathed a spirt of generosity, and they are human and workable. They created a society more free from widespread cruelty and social oppression than any society had ever been in the world before.

پدې نړي کې د حقيقت څخه انکار مثالونه هم ډير دي او په حقيقت باندې معترف کونکي حقيقت پسند خلک هم ډير دي

په لسم هجري کال، ذي الحجي مياشتې په 9 نيټه ، چې د  632 ميلادي کال د مارچ 7 سره برابر ده د عرفي په ميدان کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخرنۍ خطبه!

لمړي:  اي خلکو واوري ما ته نښکاري چې راتلونکې کال به ستاسو منځ کې موجود يم. زما خبرې په غور سره واوري او هغه خلک ته يي ورسوي چې دلته موجود ندي!

دوهم:  اي خلکو لکه څرنګه چي نن ورځ ، دغه مياشت او دغه ځای عزت او حرمت لري همدغه ډول د مسلمان ژوند ، عزت او مال حرمت او عزت لري ( هيڅ څوک يي د چيړلو او پايمالولو حق نلری)

دريم:  د خلکو مالونه او امانتونه بيرته ورکړي!

څلورم:  څوک مه تنګوي ، چا ته نقصان مه رسوي تر څو تاسو محفوظ شي!

پنځم:  ياد ولري چي تاسي به الله تعالی سره مخامخ کيږي او هغه به ستاسو د اعمالو په اړه له تاسو پوښتنه کوي!

شپږم:  ښځی پر تاسو حقوق لري او تاسو پر ښځو حقوق لري ، کله چي هغوي خپل حقوق پوره کوي پر تاسو لازمه ده چې د هغوي ټول حقوق ورکړي!

اووم:  د ښځو په اړوند نرمه رويه غوره کړي ځکه هغوي ستاسې شراکت داره دي!

اتم:  کله هم زنا ته مه نږدې کیږئ!

نهم :  اي خلکو زما خبره په غور واوري صرف د الله تعالی عبادت وکړي ، پنځه وخته لمونځ وکړي، روژه ونيسي ، زکات ورکړي او استطاعت صورت کې حج ادا کړي!

لسم:  د ژبې ، رنګ او نسل په بنياد تعصب مه کوي،د تور په سپين او سپين په تور ، عربي په عجمي او عجمي په عربي فوقيت او بهتري نلري، يو مسلمان د بل مسلمان ورور دي تاسي ټول د الله په نزد برابر ياست يواځې فضيلت په تقوي سره دي!

يوولسم:  ياد ولري چې يو ورځ به خامخا د الله تعالی په واړندې د خپلو اعمالو په اړوند جوابده اوسي ګوري چې ګمراه نشي

دولسم:  ياد ولري زما ورسته بل نبي نه راځي او نه بل دين راځي پدي خبره ښه پوه شي!

ديارلسم: ما دوه شيان تاسو ته پريخي که تاسې پري عمل وکړي هيڅکله به ګمراه نشي. قران او سنت!

څوارلسم:  الله تعالی سود ختم کړي لدي وروسته د جاهليت سود ختم دي!

پنځلسم:  تاسو موجود خلک زما خبري راتلونکي ته ورسوي او راتلونکي يي نورو راتلونکو ته کيداي هغوي زما په خبره بهتر پوه شي او عمل پري وکړي

شپاړسم:

او بيا د اسمان لوري ته مخ واړاوه او وويل:

يا الله ته شاهد او ګواه اوسه چې ما ستا پيغام خلکو ته ورساوه!!!!

نو ګرانو محترمو ورونو:

اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ چې زموږ د اسلام دعوکونکي ډير د خپل رسول او خدای پيغام ته متعهد دي او که غربي نړي نظامونه خپلو مقالو ته!!

پورتني ليکنه زياته برخه د مولانا وحيدالدين د ليکنې څخه اخیستل شوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک