No-IMG

مجاهد: تاسو حق نه لرئ چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې او لیکچرونه راکړئ

د دوحې په کنفرانس کې ذبیح الله مجاهد د غزې د مسلمانانو د ظلم او بربریت په اړه د خپلو طالبانو د دفاع په خاطر نړیوالو او د بشري حقونو مدافعینو ته سیاسي پیغورونه او ګواښونه ورکړل.

‏"تاسو حق نه لرئ چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې او لیکچرونه راکړئ. په عین حال کې چې تاسو پخپله بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي."

‏البته، د ذبیح الله مجاهد د وینا پاملرنه یوازې د طالبانو په دفاع پورې تړلې وه، د ښاغلي وینا د نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو ته د یو سیاسي پیغور او ګواښ په مانا وه.

‏تر څو نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په مسئله کې سترګې پټې کړي او مزاحمت ونکړي، په داسې حال کې چې دا زموږ د افغانانو داخلي ستونزه ده او موږ نړيوالې ټولنې ته دا حق نه ورکوو چې زموږ په کورنيو ستونزو کې لاسوهنه وکړي.

‏زه فکر نه کوم چې دا مسله د غزې مسلمانانو د دفاع یا ملاتړ سره کوم تړاو ولري. عموما په داسې نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره ځینې پیغامونه او ګواښونه وړاندې کیږي. ترڅو خپلې ژمنې ومنل شي.

‏خو په هر صورت په دغه نړيوال کنفرانس کې د بشري حقوقو يادونه ضروري وه، خو د دې مانا دا نه ده چې نړۍ به پر مسلمانانو هر ډول ظلم او بربريت کوي او موږ به هم د خپلو خلکو د حقونو سلبولو لپاره جواز او توجیه لټوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک