No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې اټکل کړی چې، د کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به سبا (پنجشنبې، د چنګاښ په ۱۴مه) د باران د ورښت او د سېلابونو د راتلو شاهد وي.

دغه ریاست همدارنګه ویلي چې، په دغې ورځ به لوېدیځ، سوېلي او مرکزي ولایتونه کې هم له دوړو سره مل د شدیدو بادونو شاهد وي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ سره د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې.

د حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې کرزي د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته په اشارې سره له دغه هېواد غوښتي، چې د افغان ځوانانو "هلکانو او نجونو" دواړو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.کرزي د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره په ملي تفاهم ټینګار کړی.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در حاشیه بیست و چهارمین نشست سران کشورهای عضو سازمان همکاری شانگهای با ولادیمیر پوتین، همتای روس خود دیدار و تاکید کرد: هدف ما رسیدن به حجم تجاری 100 میلیارد دلاری با روسیه است، یقین دارم می‌توانیم به این میزان دست یابیم، این توانایی‌ را داریم.

اردوغان اظهار داشت: با روسیه در حال مذاکره در خصوص نیروگاه هسته‌ای سینوپ هستیم. بر این باورم که می‌توانیم گام‌های جدی در این زمینه برداریم.

وی ضمن دعوت از همتای روس خود برای سفر به ترکیه گفت: مدتی است که با دوستم ملاقات نداشتیم، فقط از طریق تلفنی گفت‌وگو کردیم. در این میان دوستان ما در این دیدار حضور داشتند. تماس وزرای کشور، خزانه‌داری، انرژی و منابع طبیعی ما به طور مداوم برقرار بود.

پوتین نیز ضمن استقبال از دعوت رئیس جمهور اردوغان گفت: علی‌رغم تمام مشکلات، روابط روسیه و ترکیه گام به گام پیش می‌رود. وی افزود: پروژه‌های راه‌بردی را طبق برنامه اجرا می‌کنیم. سال گذشته 6.7 میلیون گردشگر روسی از ترکیه بازدید کردند. رکورد گردشگری را شکستیم.

: ‏شمار کشته‌شدگان حملات اسرائیل به غزه به 37 هزار و 953 نفر رسید.

وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 28 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 125 تن دیگر نیز زخمی شدند.

: ‏راپورونه کاږي چې اسرایيلي ځواکونو د غزې په خان یونس ښار، نور شمس پنډغالي او شیخ رضوان سیمې تازه بریدونه کړي چې له کبله یې ۲۵ تنه وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، ملګرو ملتونو بیا په خان یونس ښار کې د بېځایه شویو شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو د غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي دي.

شهباز شریف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پوتین سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو، انرژۍ او یو شمېر نورو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې کړې.

: افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس وېسټ طلوع‌نیوز ته وایي، افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره باید بازارونو ته لاسرسي پراخه شي.

توماس وېسټ چې د افغانستان په اړه د دوحې تر درېیمې غونډې وروسته د مدني ټولنې له استازو سره کتلي وایي، دې پایلې ته رسېدلی چې کاري ځواک سره د یوځای کېدو لپاره باید د نجونو پر وړاندې په ټوله کچه د زده کړو دروازې پرانیستل شي.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي په افغانستان کې به د ۱۹۰ لومړنیو ښوونځيو ودانۍ جوړې کړي. یونېسف پر خپل اېکس لیکلي دغه کار به له اروپايي ټولنې سره په ګډه همکارۍ وکړي چې ۲۰۰ زره افغان ماشومان به پکې زده کړې کوي.

: ‏اسراییلي صهيونيستي ځواکونو تېره ورځ (سې شنبه) د غزې تړانګې په سوېل کې پر څو سیمو بمباري کړې او په زرګونو فلسطینیان یې له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي چې ویل کیږي دغه هوايي بریدونه د اسراييل د نهه میاشتنۍ جګړې د سختو پوځي عملیاتو د وروستي فشار یوه برخه ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، په تازه بمباریو کې اته فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ د دوحې د درېیمې غونډې په لړ کې پر اسلامي امارت د امریکايي وګړو د خوشې کولو له امله فشار راوړی دی. پټېل په یوه خبري غونډه کې و ویل، دا یې همیشنۍ غوښتنه ده او په هر فرصت کې په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو له قید او شرط پرته خوشې کېدو یادونه کوي.

هغه زیاته کړې چې د دوحې په درېیمه غونډه کې توماس وېسټ او د افغانستان د بشري او ښځو حقونو په برخه کې د امریکايي ځانګړې استازې، رینا امیري د اسلامي امارت له پلاوي سره مخامخ خبرې کړې دي.

: ‏د هند په اتراپردېش ایالت کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر ۱۲۱ تنو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د هندي پولیسو له قوله ویلي، دغه پېښه له دې امله رامنځته شوې چې له ټاکلي شمېر زیات کسان دغه ځای ته ور ټول شوي وو.

: ‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، د بشري او ښځو حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجارېک په یوه خبري غونډه کې وايي، رازماري ډيکارلو په څرګنده توګه ویلي، افغانستان د بشري حقونو او مدني حقونو په برخه کې له نړۍوالې ټولنې سره یو شمېر تړونونه او هوکړې لاسلیک کړي او افغانستان د یوه هېواد په توګه دغو تړونونو ته پابند دی، نو دا کورنۍ موضوع نه ده. دوجارېک وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې اسلامي امارت په کراتو ویلي چې د افغان ښځو د حقونو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ده.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف تاجېکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر، امام علي رحمان سره کتلي دي.

ښاغلي شریف پر اېکس لیکلي، په دغه کتنه کې یې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د اتصال او نورو بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏شی جین پینگ رییس‌جمهور چین، برای شرکت در نشست سازمان همکاری شانگهای وارد آستانه، پایتخت قزاقستان شد.

خبرگزاری رویترز گزارش داده که این نشست امروز و فردا (سوم و چهارم جولای) در شهر آستانه برگزار می‌شود. این سفر شی جین پینگ بخشی از سفر رسمی او به قزاقستان است که بعداً به تاجیکستان خواهد رفت.

✒️: ‏رویټرز د کریملین په حواله لیکلي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د ګډون په موخه قزاقستان ته رسېدلی دی. د راپور لمخې، ټاکل شوې ښاغلي پوتین په یاده ناسته کې د ګډون سربېره د چین او ترکیې له ولسمشرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک