No-IMG

د امام شافعي رحمة الله عليه څخه د اختلاف آداب زده کړې!

امام شافعي له شاګردانو څخه د يوه نوم يونس وو.  د خپل استاد ,, امام ,, سره يي په کومي مسئلې اختلاف راغي د خپلي رأيي ورکونې ورسته درس په نيمايي کي پريښود او خپل کور ته لاړه..

 چي ماښام شو د يونس دروازه چا وټکوله ، کله چي يونس دروازي ته ووت هغه وخت حيران شو چې ګوري امام يي دروازي ته ولاړ دي.

امام شافعي رحمة الله عليه ورته وفرمايل!

اي يونسه!  په لسګونو داسې خبري شته چې مونږ يي سره متحد کړي يو او صرف يوه مسله مونږ سره جدا کوي؟

اي يونسه! په ټولو اختلافاتو کي په خپلو ملګرو د بريا کوښښ مه کوه کله کله زړونو ګټلو کوښښ هم کوه

تبادل د افکارو او علمی بحث د بريا څخه اهم وي.

اي يونسه! قيمتي تعلقات مه تباه کوه ، هغه تعلقات چې تا په خوشحاله لمحاتو جوړ کړي، يو ورځ به داسې راشی چې ته به خامخا خپلو ملګرو لوري ته ضرورت ولري..

اي يونسه ! زه همېشه د غلطي سره نفرت کوم ليکن غلطي کونکي څخه نفرت نه کوم..

د معصيت څخه له زړه نه نفرت وکړه ليکن ګنهګار معاف کړه او رحم پري وکړه..

اي يونسه! د ويونکي په خبره انتقاد وکړه ليکن د خبري ويونکي عزت او په وړاندي ادب ولره

زموږ مبارزه د مرض ختمول دي نه دا چې مريض ختم کړو .....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک