
د یو مسلمان مجاهد او افغان په توګه، طالبانو ته ځینې غوښتنې او وړاندیزونه لرو
تر څو چې افغانان په واقعي توګه ځانونه په اسلامي او ملي روحيه سمبال نه کړي او له دې زرين چانس څخه په ګډه ګټه پورته نه کړي، هېڅ يوه ډله به د دې هېواد او ملت په درد ونه خوړل شي. بلکې افغانستان به د بهرني سیاستونو او نیابتي جګړو ډګر پاتې شي. له بده مرغه، د تېر په څېر به یوازې افغانان وژل کېږي او له هر څه به بې برخې وي.
نو موږ، د یو مسلمان مجاهد او افغان په توګه، طالبانو ته ځینې غوښتنې او وړاندیزونه لرو:
لومړی، که طالبان په افغانستان کې اسلامي نظام او د حکومتدارۍ پراخ فکر لري، نو باید لومړی په خپل ځان کې اصلاحات او بدلونونه راولي. دا یوازې د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنه او اړتیا نه ده، بلکې دا د اسلام غوښتنه او لارښونه هم ده چې هره ستونزه د شورا او مشورې له لارې حل شي.
دوهم، تر هر څه مخکې یوه خپلواکه، باصلاحیته اسلامي او ملي اجماع ته اړتیا ده چې د اسلام په چوکاټ کې د قومونو یووالي او د نفاق او اختلافاتو مخنیوی وکړي. دا اجماع باید د حکومتدارۍ په چارو کې د خپلو رغنده مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي، تر څو نظام او حکومت د اسلام په رڼا کې قانوني مشروعیت ولري. دا باید ومنو چې د ملت له ملاتړ او همکارۍ پرته نه حکومت دوام کولای شي او نه نظام ژوندی پاتې کېدای شي.
نو دا به غوره وي چې د ملت حقه حقوق ومنو او د خلکو له حقونو څخه انکار ونه کړو. موږ باید داسې یوه فضا رامنځته کړو چې د هېواد او ولس د اساسي موخو لپاره په ګډه کار وشي. د هر افغان دنده او مسوولیت دی چې خپل هیواد او ولس ته خدمت وکړي.
درېیم، د تعلیم او علم په وړاندې د طالب او ملایزم مفکوره د خلکو له نظره نه ده منل شوې او نه هم د اسلام له نظره روا او جواز لري. کېدای شي د هېواد ټول خلک له دې افراطیت څخه کرکه ولري، چې دا حالت د طالبانو د حکومت پر ضد عمومي پاڅون ته اړ کړي. موږ یو متل لرو چې وايي: "په تنګ شي او بیا په جنګ شي."
د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې د زده کړې او علم دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي. موږ باید داسې نظام او حکومت ولرو چې ولسونه دا احساس وکړي چې دا زما ملکیت دی. حقیقت دا دی چې نظامونه او حکومتونه د خلکو سرمایه ده. دا د هیچا شخصي سرمایه او ملکیت نه شي کېدلی. ملتونه په هره برخه کې قربانۍ ورکوي او دا هر څه د ملت دي. ملتونه باید په هر څه کې دخیل وي.
موږ باید د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې داسې تګلاره ولرو چې ټولو ته دا ثابته کړو چې موږ افغانان تر بل هر وخت خپلو ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن یو. زموږ هیله دا ده چې د اسلامي حکومت او د ولسونو د راتلونکي جوړښت لپاره د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره اساسي او بنیادي کارونه ترسره کړو.
عجیبه خو دا ده چې یو شمېر خلک او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو په اړه ډېرې خبرې کوي، ګواکې په افغانستان کې د دوی حقوق سلب شوي دي. خو له بده مرغه، یوازې میرمنې نه دي چې له خپلو حقونو بې برخې شوي؛ بلکه اکثره افغانان هم له خپلو حقونو محروم شوي دي. اوس چې موږ په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې په ویاړ سره وایو چې د زده کړې او د ښځو د حقونو مسئله زموږ کورنۍ ستونزه ده، ایا موږ د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره په خپل کور کې باصلاحيته خپلواکه اسلامي او ملي اجماع لرو چې خپلې ستونزې په خپله حل کړو، که نه، بيا نو دا نمایشي خبرونه دي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې وړاندې کېږي!!