No-IMG

بدرنګه ښځه

زموږ په ټولنه کې ډېر داسې سړي شته چې د واده پنځه، شپږ، یا لس کاله وروسته ورته خپله ښځه ښکلې نه ښکاري، فکر کوي چې ښځه يې بدرنګه شوې ده او دا حقیقت هم دی چې لس کاله وروسته د ښځې هغه ښکلا نه پاتې کېږي چې پخوا يې وه. خو په عموم کې د سړي فطرت داسې دی چې په هر حال کې يې ښکلې ښځه پکار ده، که حالات هر څنګه وي، د اکثرو سړيو په فکر ښځه يې بايد ښکلې وي. سړی دا نه ګوري ښځه يې چې پخوا ښکلې وه او اوس (له واده کلونه وروسته) ښکلې نه ښکاري؛ د دې لامل څه دی؟ يعنې د ښځې د ښکلا د زوال اسباب څه دي؟ سړی په دې اړه اصلاً فکر نه کوي. دی یوازې غواړي چې ښځه یې د واده د لومړۍ شپې یا د لومړي کال په څېر ښکلې وي او بس... له بده مرغه په سړيو کې د اکثريت قصه همداسې ده.

دوی دا خبره هېروي چې په دې لسو کلونو کې د کور دننه ښځه له کومو حالاتو سره مخ شوې وي؟ ښځې ته کوم مشکلات، مصروفیتونه او حالات ورپېښ شوي دي؟ تر واده وړاندې د پلار په کور کې ښځه یوازې یوه نجلۍ وي چې خپلې ښکلا او جامو ته یې خاص پام وي. په هغو ورځو کې یې یواځینی کار خپلې ښکلا ته پام کول وي. په دغه وخت کې هغه همدې ته وزګاره وي چې له خپلو همزولو نجونو سره په ښکلا کې سیالي وپالي. دا ځکه چې يوه پېغله د خپل پلار په کور کې د شهزادګۍ حيثيت لري، هر څه یې چې زړه غواړي، پلار او مور یې ورته د خپلو ټول توان په خرچ کولو پوره کوي، د هغې تقريباً هره غوښتنه د پلار په کور کې پوره شوې وي، د خپل پلار له کوره د شهزادګۍ په څېر راغلې وي، چېرې یې چې د خپل د ژوند د ظروفو مطابق هر څه ترلاسه کول... د پېغلتوب دوره همداسې وي، ښځه طبيعتاً يو ښکلی مخلوق دی خو په پېغلتوب کې يې ښکلا څو برابره ډېرېږي. همدا ډول دا هم يو واقعيت دی چې ښځه د سړيو په نسبت پر ښکلا عاشقه او ښکلا ته ډېر ارزښت ورکوونکې وي.

خو له واده وروسته د هغې د ژوند حالات د هغې د توقع خلاف په ډېرې چټکۍ سره بدلېږي او کارونه بلکې مکلفيتونه يې ورځ تر بلې زیاتېږي. د هغې په ژوند کې د خاوند په نامه یو بل سړی هم اضافه شوی وي چې د عُرف او عنعناتو مطابق هغه يې بايد هر اړخیزه پاملرنه وکړي. د خاوند د کور د نورو غړو علاوه هغه بايد د خاوند د کور د مېلمنو ته هم بايد درناوی ولري... د شپې تر ناوخته پورې د کور صفایي، لوښي مینځل او جامې مینځل یې ورځينی مسئوليت جوړېږي. دا هغه څه دي چې بايد د دې کارونو په سبب يې خوب کم شي، ځکه چې د کور کارونه د دې باعث کېږي چې هغه تر ټولو وروسته ويده شي او سهار هم تر ټولو وړاندې بيداره شي څو د کور کارونو ته رسېدګي وکړي، همدا کارونه د دې باعث کېږي چې ښځه د پخوا په څېر ارام او سکون ترلاسه نه کړی شي. له واده وروسته وضعيت بدل شوی وي، حالت يې تغيير کړی وي، هغه له پېغلتوب وتلې او په يوې مسئولې ښځې بدله شوې وي چې ورسره د خاوند د کور د هر شخص متفاوتې مګر ډېرې هیلي هم تړل شوې وې. کله چې ماښام ټول خلک د ستړیا له احساس سره له دسترخوانه پاڅېږي او د خوب ځای ته بېغمه لاړ شي، نو د هغې مصروفیتونه لا نه وي پای ته رسېدلي. هغې ته لا ډېر کارونه پاتې وي، دسترخوان پاکول، لوښي خپل ځای کې اېښودل، ټول شیان بېرته منظم کول، د کور د مشرانو لپاره بستره برابرول او بيا د خاوند خيال ساتل...!

د دې ټولو کارونو له کبله هغه نه وي توانېدلې چې خپلې ښکلا ته د پام کولو وخت پيدا کړي. خاصتاً کله چې يې ماشومان پیدا شي، نو د هغې مسئولیتونه نور هم ورسره زیاتېږي. هغې اګر که غوښتلي وي چې ښکلې او پاک ستره واوسي خو خپلې ښکلا ته په مناسبه بڼه پام کولو نه وي توانېدلې، ځکه چې په دغه وخت کې هغه د يوې مور په توګه د خپلو ماشومانو جامو، خوراک، او نورو اړتیاوو ته پام کړی وي. د اميدوارۍ او ولادت د سخت وخت څخه تېرېدو سربېره، هغې ته د يوې مور په توګه پکار وه چې ماشوم ته دوه کاله پورې د خپل بدن له انرژۍ خوراک يعنې شیدې ورکړي، تر څنګ يې د هغې د ورځيني ژوند هغه لږ پاتې خوب هم د ماشوم لپاره قربان شوی وي، دا ټول هغه اسباب او موارد وي چې له واده وروسته د يوې ښکلې پېغلې ښکلا ختمه او يا ډېره کمه کړي.

خو د دې ټولو مشکلاتو او مسئولیتونو سره سره له يوې ښځې د خاوند توقعات هماغسې پاتې وي لکه په لومړي کال کې چې ترې يې درلودل. بلکې د هرې ورځې په تېرېدو يې توقعات زيات شوې وي نه دا چې کم شي. د دې ټولو مسئولیتونو په جريان او پايله کې د ښځې ښکلا کمېدل او د هغې صحت باندې ناوړه اغېز یو طبیعي حقیقت او واقعيت دی. دا امکان نه لري چې له دې حالته تېرېدونکې يوه مېرمن دې د خپلې پېغلتوب د دورې ښکلا هماغسې وساتي، که څوک يې وغواړي هم دا ناشونی کار دی.

اوس د واده 10 کاله یا څه موده وروسته که یو سړی په خپلې ښځې کې پخوانۍ ښکلا نه ویني او د هغې ښکلا د زوال سببونه نه پېژني، خو بیا هم غواړي چې ښځه یې هماغسې ښکلا ولري، نو داسې خاوند ته ځان غوښتونکی، بې حسه، بې ضمیره او بې وجدانه سړی ویلی شو. د داسې خاوند لپاره د اخلاقياتو او ادبياتو په چوکاټ کې نور الفاظ نه شو موندلای چې هغه د یو ښه انسان په توګه راوپیژني او د یو سالم او عادي انسان په توګه يې ومنو، داسې خاوند يوازې يو رواني ناروغ او په اخلاقي لحاظ پرېوتی انسان کېدی شي او بس.

بدرنګه_ښځه

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک