No-IMG

له هېواد سره به مې خيانت کوم...

سوريايي اديب محمد الماغوط په خپل مشهور کتاب (له هېواد سره به مې خيانت کوم) کې لیکي:

((دا زما لپاره احمقانه خبره ده چې د داسې هېواد دفاع وکړم چېرې چې زه په کې کور یا ورځيني خواړه نه لرم.

دا زما لپاره احمقانه ده چې خپل ځان د دې لپاره قربان کړم څو زما اولادونه له ما وروسته بې کوره ژوند وکړي.

دا د شرم خبره ده چې زما وروسته زما مېرمن د سپيو (په څېر انسانانو) د طمعې او هوس ښکار شي.

وطن هغه دی چې د ژوند اړتیاوې پکې وي، نه د مرګ لاملونه.

 هېوادنی تړاو د سياسيونو او چارواکو لخو جوړ شوی دروغ دی، څو مونږ (ولس) د دوی لپاره مړه شو.

زه د هېواد لپاره د مرګ قبلولو په فکر باور نه لرم.

هېواد هېڅکله هم بایلات نه لري، بلکې يوازې مونږ (ولس) بایلونکي یو.

کله چې هېواد په جګړو او ستونزو کې ګير وي، دوی یوازې په غریبانو غږ کوي چې له هېواده دفاع وکړي، خو کله چې جګړه پای ته ورسېږي، بيا دوی په سياسيونو او چارواکو غږ کوي چې غنيمتونه او موقفونه سره ووېشي.

کله چې ملت په جګړه اخته وي، یوازې د باعزته او بې وزلو اتلانو سینه له مرمیو ډکه وي، په داسې حال کې چې د چارواکو او غدارانو معدې په پیسو ډکېږي.

کله چې ملت په جګړه اخته وي، هغه څوک چې د مرګ مستحق نه وي د هغه چا په وجه چې د ژوند کولو مستحق نه وي مړه کیږي.

هېواد دروغ دی، دوی اختراع کړی او خیالي پولې یې پرې ایښي دي او مونږ ساده ګانو پرې باور کړی دی.))

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک