No-IMG

زينب په مدينه منوره کی په جنت البقيع کي خاورو ته وسپارل شوه

اسټريايي اداکاره ماري کولي کوفسکي چې د ,, قنديل ام هاشم,, فلم کي د شکري سرحان محبوبي په حيث کار وکړ، په دغه وخت کي هغه په جرمني کي په طبي برخه کي په زدکړو مصروفه وه

اصل کي ماري يوه منتشره او آزاد خياله کورني کي زيږيدلی وه. د هغي مور هم ډيره عياش طبيعته ميرمن وه په نتیجه کي د هغي اولاد ژوند هم تباه شو، ورونو او خویندو يي په ناجايزه کارونو مصروف ول ليکن ماري کوښښ وکړ چې ځان محفوظ وساتي او جايزي لارې خپل ژوند تر سره کړي ، هغي په يوي کيفي کي د کاريګري په حيث کار پيل کړ .

يو ورځ يو پروډيوسر هغه وليده او په فلمونو کي د وړو وړو کردارونو پشنهاد ورته وکړ پدي ډول جرمني او اسټريا په ځينو فلمونو کي يي د اضافي کردار په حيث کار شروع کړ.

کله چي د ,, قنديل ام هاشم,, فلم شوټنګ ټيم جرمني ته لاړه هلته ورته د جرمن اداکاري ضرورت وو چې کمه تنخوا واخلي ، ماري دغه کردار لپاره آډيشن ورکړ او منتخب هم شوه..

ماري چې کله د فلم قصه اوريده نو هغي د سيده زينب رضی الله تعالی عنها او اهل بيتو په اړه ډيري پوښتني وکړي ، د فلم کارکوونکو د حضرت زینب رضي الله تعالی عنها د نيک عملي ، التزام او پاکيزګی په اړه معلومات ورکړ چې ماري تري ډيره متاثره شوه او د هغي په وينا يو ډول سکون احساس کړ..

کله چي د فلم شوټنګ خلاص شو نو ماري فيصله وکړه چې خپل نور ژوند به د حضرت زینب په ډول تيروي او يوه اندازه پيسي جمع کړي او مصر پايتخت قاهرې ټيکټ يي واخيست او مصر ته لاړه.

کله چي ورسيده تر ټولو وړاندي د سيده زينب رضي الله تعالی عنها روضي ته لاړه ، هغه په عربي نه پوهيده د مقامي خلکو څخه مرسته وغوښته او بلاخره ماري ځان د مصر هيواد مشهور اداکار عبدالوارث عسر ته ځان ورساوه چې په دغه فلم کي هم شامل وو

عبدالوارث عسر هغه ته په درناوي ښه راغلاست وويل او ماري د اسلام قبلولو خواهش څرګند کړ ، عبدالوارث هغه دارالافتاء ته بوتله او هغي د مفتي احمد عبد العال بريدي په لاس اسلام قبول کړ او په مشوره ورباندې,, زينب الحسين علي,, نوم کيښودل شو..

اسلام قبلولو ورسته ماري په جرمني ژبه د قران کريم ترجمه لوستل پيل کړه او هغي به د ترجمې لوستلو وخت کي ژړل ، هغي عبدالوارث څخه د حج کولو خواهش وکړ ، عبدالوارث هغي لپاره تياري وکړ او محمد توفيق او د هغي ميرمن سره يي حج ته واستوله ، محمد توفيق ميرمن ويل چې ماري هيڅکله ستړيا نه احساسوله او په ټولو مناسکو کي به هميشه تر مخه روانه وه

د حج د مراسمو ورسته ماري خپلو هم سفرو سره مديني منوره ته لاړه ، چې کله د رسول الله صلی الله عليه وسلم روضي مبارکي ته ورسېده ، په مخ کي يو ډول نور څرګند شو هغي قرانکريم خپلي سيني سرو ونيوه او په لوړ غږ يي دشهادت کلمه وويله او همدي سره يي خپل روح  الله تعالی ته وسپاره

زينب په مدينه منوره کی په جنت البقيع کي خاورو ته وسپارل شوه

محترمو ورونو: په خپلو پخوانيو اعمالو هيڅکله غرور مه کوي بلکې د خپلي با ايمانه اخري خاتمي دعا الله تعالی دربار ته کوي

الله تعالی د زمونږ ټولو اخري خاتمه په ايمان کړي

امين يارب العالمين

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک