آيا ټولنې په خپله احمقې کيږي ؟
يو څو ورځې وړاندې يو څلور پوډريان په لاره روان وو، يو چا يې ويډيو وکړه او رسنیزه شوه .
په ميليونونو خلکو وليده او ډېرو خلکو يې تمثيل په پار ځان نه نقلي پوډريان جوړ کړل .
يادو پوډريانو ته ځينې خلک د هيروګانو په سترګه ګوري .
ولې دا ټولنه حماقتونو طرف روانه ده ؟
آيا ټولنې په طبيعي ډول حماقتونه کوي ؟
نه وروره ! د هرې ټولنې مزل په پوره پلان او فکر سره تعين کيږي، په همدې ترتيب غرب کې خلک له ځانه سپيان جوړوي، لکۍ لګوي، ډول دول قبيح حرکات يا دسې نور کارونه کوي .
دا ټول کارونه د يو خاص فکر تر چتر لاندې کيږي، بلکه د معاصر لبرلزم منطقي نتيجه ده .
سرمايه داريت او لبرلزم په مرور د زمان انسان د حرص نه ډکوي، دومره حده پورې يې ډکوي چې عقل ور سلب کړي .
انسان يوازې د خوند غلام کړي، شهرت کی خوند ، سرمايه کې خوند، لوړې چوکۍ کې خوند ....!
بيا د دې خوند ترلاسه کولو لپاره عقل قربان، عزت قربان، تاريخ قربان، روايات قربان ....!
وس دا خواران په دې نه پوهيږي چې موږ د ذلالت په کوم مقام کې ميشت يو، خو دوئ د شهرت له حرصه دومره ډک شوي چې هر ډول حيوانيت ته غاړه کيدي.
فکري مبارزه يوازې ډيموکراسي او سيکولرزم پورې نه ده تړلې، بلکه ټولنه د حماقتونو نه ساتل او دا وړې وړې نکتې ټولې پکې شاملې دي .