د حضرت عمر العادل رضي الله عنه د کاریزماتیک شخصیت څخه به څوک بېـخبره وي؟!
زه غواړم په دې اړه یوې جالبي نقطې ته اشاره وکړم؛ هغه نقطه چي زه ئې تل خپلي خواته متوجه کړی یم؛ د تاریخي روایاتو او د پېښو او د جگړو په شمېرنو او تلفاتو کي د گڼو اختلافاتو شاهد یو؛ د هري جگړي نتائج او ارقام هر مؤرخ جلا جلا بیانوي؛ دا اختلافات بیا هغه وخت ډېر جالب سي چي کله د غربي مستشرقینو آثار له مسلمانو مؤرخینو سره پرتلې ته کښېښودل سي؛ که څه هم غربي مؤرخینو هم پر دې اعتراف کړیدئ چي مسلمانان به په هره جگړه کي په کم شمېر کي ول او کفارو شمېر به ډېر ترې زیات وو؛ خو بیا هم دغه ارقام ډېر فرق په گوته کوي... په دې ارتباط د مستشرقینو لا اُبالي نباید نظر اندازه سي...
له کومه وخته چي اسلامي نړۍ ته سیکولرزم سرایت کړیدئ؛ دا اختلافات یوازي د غربي مستشرقینو او شرقي مؤرخینو تر منځ باقي پاته نسول بلکي هغه ټولگی چي ځان لبرال گڼي؛ له سیاست، تاریخ او اقتصاد څخه د اسلام پر ویستلو ټینگار کوي هغوی هم د غربي مستشرقینو موقف غوره کړ؛ د هغوی تر څنگ ودرېدل؛ پر اسلامي تاریخ ئې نقد پیل کړ؛ په دې قضيه کي ئې ځان یو فریق جوړ کړ؛ داسي فریق چي نه مسلمان ترې راضي دئ او نه همغه غربي مستشرقین؛ ځکه د دوی ملاتړ او مخالفت دواړه پر منافقت بناء دي...
په هر صورت؛ د حضرت عمر الفاروق رضي الله د خلافت او سیرت یو معجزاتي اړخ او مهمه نقطه زه دا بولم چي دا شریره طبقه (سیکولره) چي په هر روایت کي چون و چرا کوي؛ پر هر هر اړخ انتقاد کوي؛ د موضوع د ماهیت او ارزښت درک کولو پرته هم د تحقیر او نفي لاره خپلوي په دې اړه خاموش پاته دي او له تائید پرته بل څه نه وایي! بلکي بل کوم دلیل نلري.
نه پوهېږم دا د حضرت عمر فاروق رض کرامت وگڼم او که ئې کرېډټ هغه رعب ته ورکړم چي شیطان به ئې لا له وېري کوڅه بدلوله؛ ځکه معاصر شیطانان هیڅکله د ده پر خلافت او عظیمو اصلاحاتو اختلاف نه لري! بلکي دوی په ډېر بې شرمانه اعتراف سره وایي که تاسي غواړئ موږ ته اسلام یا اسلامي دولت نمونه وړاندي کړئ نو د عمرینو (عمر فاروق/عمر بن عبدالعزیز رضوان الله اجمعین) خلافتونه به ترې وباسئ! د اسلامي نظام بله کومه مثالي نمونه موږ ته را وښيئ!
د دوی دې غیر منطقي دعوې ته په ځواب کي وایو؛ همدا د مثالي اسلامي خلافت نمونې وې؛ موږ به ولي هغه نظامونه له مثالي حیثیت څخه وباسو چي پر همغو موږ استناد کولی سو یا ئې د ثبوت په ډول وړاندي کولی سو او یا هم د هغسي نظام جوړولو پر لور دعوت کوو؟! تاسي او مستشرقینو خو په گډه د اسلامي نړۍ ټول زعماء، سلاطین او مشران بدنام کړیدي؛ څوک په ژوند او د چا مو د تاریخ تحریف کولو هڅي وکړې؛ بهتانونه او تهمتونه مو پسې وویل؛ الله تعالی دي مسلمانو مؤرخینو ته جنتونه ورکړي چي د دغو دوو عظیمو خلافتونو ننگه ئې پر وخت او مناسب اسلوب سره وکړه؛ روایات او ثبوتونه ئې په مستند ډول تر موږ را ورسول او تاسي ته ئې فساد خپرولو مجال پرېنــښودی...
نن د دې عظیم عادل خلیفه د شهادت ورځ ده؛ هغه شخصیت چي ۲۳-لکه مربع مــیله زمکه ئې د اسلامي خلافت تر بیرغ لاندي راوسته خو عاجزي ئې دومره وه چي په جومات کي ئې یو عادي فرد ورته راپورته کېږي چي تر هغه وخته دي خبره نه اورم تر څو دي دا وضاحت نه وي راکړی چي دا نوي جامې دي له کومه کړې؟! دا عادل خلیفه ئې نه سر وهي نه مال؛ نه ئې سپکاوی کوي او نه ئې له جوماته شړي؛ نه کوم محافظ پر را ولاړوي او نه خاموش ترې ځي بلکي د وضاحت او ثبوت په هدف خپل زوی ته اشاره کوي او وایي خبر ئې کړه!
موږ ئې کیسې کوو؛ تقلید ئې نه کوو؛ موږ ئې ستایو خو ځان هغسي نه جوړوو؛ موږ هغه یو چي خپل نږدې دوستان مو نسي لیدلی نو د یو عادي انسان له درده به څنگه خبر سو؟! موږ د تــړلو دروازو تر شا ناست یو؛ د نورو له خولو خپل قصیدې اورو او خوښ یو چي عادل یو... یا ربـــه انصاف!