No-IMG

أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ قرآني لارښوونې او زمونږ بې تفاوتي

له پیړیو راهیسې د قرآن کریم سره زمونږ چلند بی انتها سطحي چلند ګرځیدلی. همدا زمونږ بې غوري او بې تفاوتي دی چې کومې خاصې مثبتې پایلې ته نه رسیږو.

راځئ چې یو داسې آیت سره مو معرفي کړم چې په اصل کې یوه حکیمانه لارښوونه ده چې مونږ ورته روزمره اړتیا لرو او زمونږ ډیری ټولنیزو ستونزو ته د پای تکۍ کیښودلی شي اما چونکې مونږ اصلا په زړونو کې د دغه لارښوونو په مقابل کې بې تفاوته یو نو د تکلف له مخې ، هغه هم ډیر کم شمیر یې وايي او زیاتره لا له دی هم مایوسه شوي ، هغه د [ اعوذ بالله من الشیطان الرجیم ] لارښوونه ده .

آیت څه وايي [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 200]:

 كه كله دې شيطان ولمسوي، نو د الله پناه وغواړه. هغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.

 وضاحت

یو شیطان انسان راځي او ستا او ستا د ملګري ترمنځ یوه داسې خبره میدان ته اچوي چې تاسې دواړه پوهیږی چې د شخړې لامل ګرځي. دغه شخص چې دا کار وکړ دا [ شیطان ] شو او کوم کار یې چې وکړ دغه ته [ نزغ : لمسول] وايي.

پدې موقف کې څه کول په کار دي

لکه څرنګه چې الله تعالی لارښوونه کړې : هغه ته پناه وروړه

څرنګه ؟ أعوذ بالله من الشیطان الرجیم قرائت کړم؟

قطعأ نه، او که تلاوت کړې نو په درد دې هم نخوري.

بیا څرنګه الله جل جلاله ته پناه وروړم؟

داسې پناه وروړه [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 53]

وَقُل لِّعِبَادِى يَقُولُوا الَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطٰنَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ الشَّيْطٰنَ كَانَ لِلْإِنسٰنِ عَدُوًّا مُّبِينًا

 او زما بندګانو ته ووايه چي (خلکو ته) هغه څه وایاست چي ډېر ښه وي. په اصل کښي دا شيطان دى چي د دوی په منځ کښي د فساد اچولو هڅه كوي. حقيقت دا دى چي شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.

تاسې باید سوال وکړئ چې : ایا دا څه چې وایې پدې اړه کومه نمونه شته په قران کې چې مونږ مطمینه کړي همدا سمه لارښوونه ده ؟ او أعوذ بالله من الشیطان الرجیم کوم جادويي منتر ندی چې په ویلو یې پیریان الوزي او تښتي؟

هو، شته . د یوسف علیه السلام او د هغه د وروڼو ترمنځ هر څه چې پیښ شو هغه همدا شیطاني لمسول وو چې د دوی کورنۍ ته اوږد مهال غمونه او جګرخونیانې په قسمت کړې ، اما کله چې دوی د الله تعالی لارې ته پناه وروړه،  هر څه نورماله شو او د خوشحالیو ژوند یې په نصیب شو :

[سُوۡرَةُ یُوسُف : 100]

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُۥ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يٰٓأَبَتِ هٰذَا تَأْوِيلُ رُءْيٰىَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّى حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِىٓ إِذْ أَخْرَجَنِى مِنَ السِّجْنِ وَجَآءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِنۢ بَعْدِ أَن  نَّزَغَ_الشَّيْطٰنُ بَيْنِى وَبَيْنَ إِخْوَتِىٓ ۚ إِنَّ رَبِّى لَطِيفٌ لِّمَا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ

(ښار ته له ننوتلو وروسته) هغه خپل مور او پلار پاڅول او له ځانه سره یې پر تخت كښېنول او ټول د هغه په وړاندي بې واکه په سجده ټيټ شول. يوسف (ع) وويل:

"پلاره! دا زما د هغه خوب تعبير دى، چي ما مخکي ليدلى ؤ، زما رب هغه حقيقت وګرځاوه. د هغه د ښو پېرزوينه ده چي زه يې له زندان څخه را ويستلم، او تاسي یې له بيديا څخه راوستلاست؛ زما سره یې يو ځاى کړاست،  وروسته له هغه چي شيطان زما او زما د وروڼو تر منځ فساد اچولى ؤ. واقعيت دا دى چي زما رب په ناليدلو تدبيرونو سره خپله غوښتنه تر سره كوي، بېشكه هغه د علم او حكمت څښتن دى.

 خلاصه:

هر کله چې شیطان طبیعته خلک ستاسې په منځ کې ځای پیدا کوي، هلته حتما اړیکې پرې کیږي او جګرخونیانې رامنځته کیږي نو پداسې حالاتو کې ژبې ته مو پام کوئ چې د الله له لارې[ خیر] ما سوا دغه ژبه بل رنګه ونه کاروئ.

 

ولې قرآن په [ أعوذ بالله من الشیطان الرجیم ] پیل کوو

دویمه_برخه

په قرآن کریم کې څښتن تعالی انسانانو ته د ژوند ښه کولو دپاره عملي سپارښتنې کړي. دا سپارښتنې تر څو عملي نشي په یواځې لوستلو یې په ژوند کې مو څه خاص بدلون نه راولي. تر څنګ پدې سپیڅلي کتاب کې مونږ یواځې د خبرو کولو [ چې عمل ورسره مل نه وي] څخه منعه شوي یو:

[سُوۡرَةُ الصَّف : 2]

 يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ

 اې مؤمنانو، تاسي ولي هغه څه واياست چي كوئ یې نه!

خو متاسفانه مسلمانانو بعضې سپارښتنو ته تشریفاتي او پروتوکولي جامه ور اغوستی ، یو له دغو څخه لاندنې آیت دی چې څښتن تعالی په یو خاص سیاق کې چې د ٩٠ آیت څخه تر ١٠٠ آیت پورې د ټولنیز ژوند په باب سپارښتنې کوي او ټولی داسې سپارښتنې دي چې کار او عمل ته اړتیا لري : عدالت قایمول، احسان کول، پر خپلوانو پاملرنه، فحشا او منکر څخه لیرې والی، پر قسمونو او ژمنو او تعهداتو وفا کول، د الله تعالی سره کړي ژمنی ترسره کول ...

دا لړۍ پدې ختمیږي چې هر کله قران ته مخه کوئ او هغه لولئ نو بیا اړینه دی چې د همدغه تر سیورې لاندې خپل ژوند وکړئ او همدا قراني سپارښتنې تاسې ته د شیطان د مکر او فریب او ګمراهي او نورو بی لاریو څخه مو ژغوري او الله تعالی خپلو بنده ګانو ته اطمینان ورکوي چې د شیطان صفته مخلوقاتو لاس پر هغو بر ندی چې ایمان یې راوړئ او خپل رب باندې ځانونه سپارلی د همغه په لار روان دي:

[سُوۡرَةُ النّحل : 98]

 فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْءَانَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطٰنِ الرَّجِيمِ  إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطٰنٌ عَلَى الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَلٰى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ  إِنَّمَا سُلْطٰنُهُۥ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُۥ وَالَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشْرِكُونَ نو كله چي تا قُرآن ولوست، نو له رټل شوي شيطان څخه د خداى پناه غواړه [ د څښتن تعالی د سپارښتنو د عملي کولو له لارې] د هغه پر هغو خلكو تسلط نه وي چي ايمان یې راوړى وي او پر خپل رب توكُل كوي  د هغه زور خو پر همغو خلكو رسیږي چي هغه خپل سرپرست ګرځوي او د هغه په لمسونه [ د الله ] سره شرك كوي.

[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 45]

 وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْءَانَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْءَاخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُورًا وَجَعَلْنَا عَلٰى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِى الْقُرْءَانِ وَحْدَهُۥ وَلَّوْا عَلٰىٓ أَدْبٰرِهِمْ نُفُورًا

 كله چي ته قُرآن لولې، نو موږ ستا او پر اخرت باندي د ايمان نه راوړونكو تر منځ يوه پرده حائله ګرځوو او د هغو  پر زړونو داسي پوښ اچوو چي هغوى پرې هیڅ نه پوهیږي. او د هغو په غوږونو کښي كوڼ والى پيدا كوو. او كله چي ته په قُرآن کښي د خپل رب د يووالي يادونه كوې، نو هغوى په كركه سره مخ اړوي.

 خلاصه:

هر کله چې مونږ قران پرانیزو نو مونږ دا عملا وټاکله چې مونږ د شیطان څخه بیزاره یو او د الله تعالی کلام ته پناه وروړو تر څو د هغه سپارښتنو باندې ځان پوه او بیا یې عملي کړو. اما ډیری خلک [ أعوذ بالله ...] د یو تشریفاتي کلام په څیر وايي او عملي بڼې ته یې هیڅ ارزښت نه ورکوي. دوی پدې اند دي چې د قرآن لوستلو په پیل کی ویل کیږي نور ژوند کی مو هیڅ رول نلری چې دا ستره اشتباه او احمقتوب دی.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک