No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما راپور په غبرګون کې ویلي، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي او کوم احکام چې د یاد وزارت له لوري توصیه کیږي څرګند اسلامي احکام دي.

مجاهد پر اېکس لیکلي، چې په افغانستان کې د ټولو اتباعو حقونه خوندي دي او له هیچ چا سره زور او زیاتی نه کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یوناما راپور جوړونکي نه باید افغانستان د غربي لیدلوري څخه وارزوي، بلکې دغه هېواد باید د یوې مسلمانې ټولنې په څیر وارزول شي.

: ‏شمار کشته‌شدگان حملات اسرائیل به غزه به 38 هزار و 243 نفر رسید.

: استولتنبرگ و آستین در واشنگتن دیدار کردند.

ینس استولتنبرگ، دبیرکل سازمان پیمان آتلانتیک شمالی «ناتو» و لوید آستین، وزیر دفاع آمریکا قبل از آغاز نشست سران کشورهای عضو این سازمان در واشنگتن، دیدار کردند.

: جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا با انتشار بیانیه‌ای به حملات موشکی روسیه به اوکراین واکنش نشان داده و اعلام کرد: حملات موشکی روسیه که به مرگ ده‌ها غیرنظامی اوکراینی انجامید و باعث خسارات مالی و تلفات جانی در بزرگ‌ترین بیمارستان کودکان در کی‌یف شد، یادآور وحشتناک از وحشی‌گری روسیه است. بایدن خاطرنشان کرد: اینکه تمام کشورها در کنار اوکراین می‌ایستند و تهاجم روسیه نادیده گرفته نمی‌شود، حائز اهمیت بزرگی است.

: ‏اسرائیل صهيونيست 200 هکتار از اراضی فلسطینیان در کرانه_باختری را تخریب کرد

عساکر صهيونيست اسرائیل 200 هکتار از اراضی فلسطینیان در اطراف شهر رام الله کرانه باختری اشغالی را با بولدوزر تخریب کرد.

: ادامه حملات اسرائیل صهيونيست به غزه؛ 29 فلسطینی کشته شدند.

در پی حمله ارتش اسرائیل به اردوگاه آوارگان نصیرات در مرکز نوار غزه 17 فلسطینی از جمله 14 زن و کودک کشته شدند.

: ‏سازمان بین المللی مهاجرت (آی.او.ام) می‌گوید که بسیاری از افغان ها در دسترسی به خدمات صحی با کیفیت با مشکل مواجه هستند.

این سازمان می‌افزاید که تیم های آنها ۴۸ هزار مشاوره صحی اولیه، ۷ هزار مشاوره صحت روانی و ۷ هزار خدمات معمول معافیت کودکان را ارائه کرده اند.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو.ایچ.او) له افغان مېندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین او د پولیو له ګواښ يې وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پولیو(ګوزڼ) ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د هېواد ۲۳ ولايتونو کې د واکسین کمپاين پیل شو.

: ‏د ترکیې سوداګرۍ وزیر عمر بولات له صباح ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، که ۲۵ زره افغان شپانه له ترکیې ووځي، په دغه هېواد کې به مالداري او بزګري پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، چې هېواد یې د کاري ځواک له سخت کمښت سره مخ دی.

: ‏د چین د برقي موټرو تولیدوونکي شرکت (BYD) په ترکیه کې د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت ‌برقي موټرو  فابریکه جوړوي.

پدې تړاو تړون نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په حضور کې د چین (BYD) شرکت رئیس او د ترکیې د صنعت او تکنالوژی د وزیر ترمنځ لاسلیک شو.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، روسیې د اوکراین پر مرکز کییف توغندیز برید کړی دی. راپور کاږي چې توغندي د ماشومانو پر یوه روغتون لګېدلي چې له امله یې کابو ۴۱ کسان وژل شوي دي. په دغه توغندیز برید کې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

: ‏د بېرل په نوم توپان د امریکا په تګزاس کې ډېرې ویجاړۍ کړې دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا د تګزاس ایالت په سوېل ختیځ کې شدید بادونه او توپاني بارانونه دي چې لږ تر لږه درې تنه یې مړه کړي دي.

د دغو توپانونو له امله تر دې دمه د ۲ اعشاریه ۷ میلیون کسانو برېښنا او انټرنیټ پرې دی.

د راپورونو پر بنسټ، لویې لارې هم تړل شوي او شاوخوا ۱۳ سوه الوتنې هم لغوه شوې دي.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس لیکلي، د فلیپو ګرانډي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنر د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو غوښتنه یې کړې ده.

: ‏یونېسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ماشومان له سختو رواني ناروغیو سره مخ دي.

په دغه راپور کې راغلي هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، په اضطراب اخته دي چې دا کچه له نړۍوالې منځنۍ کچې لس سلنې لوړه ده.

یونېسف په افغان ماشومانو کې د دغه اضطراب او خپګان لاملونه؛ بې وزلي، کډوالي، تکراري طبیعي پېښې او د چاودېدونکو توکو ګواښونه او زیانونه بلل شوي دي.

: ‏د هند لومړی وزیر ناریندرا مودي مسکو ته رسېدلی او هلته یې تېره ورځ له خپل روسي سیال سره غیر رسمي خبرې هم کړي دي. د رویټرز د راپور لمخې، ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال له روسیې سره د هند د نامتوازنې سوداګرۍ او د روسیې لخوا د نېول شویو هندي وګړو خوشې کېدو په اړه خبرې وشي.

: ‏هند د نړۍ لومړی په ګازو چلېدونکی موټرسایکل نندارې ته وړاندې کړ. دغه موټرسایکل چې تېره ورځ د هند په پونې ښار کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر له لوري نندارې ته وړاندې شو «فریډم-۱۲۵» نومیږي.

د هند دغه چارواکي ویلي، په هېواد کې یې د پټرولو او ډېزلو پرتله ګاز ارزان دي او په خبره یې دا موټرسایکلونه به ښه ثابت شي.

: ‏د افغانستان او پاکستان ستونزې په دوامداره اړیکو او تعامل حل کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، بلاول بوټو زرداري وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ډيپلوماسۍ او تعامل ته اړتیا ده.

 بلاول بوټو و ویل د خپل وزارت پر مهال یې د چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیران بللي وو او له افغانستان سره د شته ستونزو په اړه یې درې اړخیزه غونډه کړې ده.

: ‏د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جرمني کونسلګرۍ اعلان کړی چې د غیر اروپايي وګړو لپاره یې خدمتونه ځنډولي دي.

دغې کونسلګرۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د "بیړنیو امنیتي اندیښنو" له امله، د غیر اروپايي وګړو لپاره د خدمتونو وړاندې کول تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې، علیا بنت احمد بن سیف ال ثاني د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې، رازماري ډيکارلو سره کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دواړو لورو د دوحې د درېیمې غونډې له پایلو هرکلی کړی او دغه غونډه یې د هېواد په بشري وضعیت کې د ښه والي په موخه مثبت ګام بللی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک