
هغه څوک چې مسلمان او افغان وي، دوی د خپلو وروڼو او خویندو په غم او درد کې ځان شریک ګڼي
هغه څوک چې مسلمان او افغان وي، دوی د خپلو وروڼو او خویندو په غم او درد کې ځان شریک ګڼي. ګیله من وزیر د خپلو خلکو د حقونو او آزادۍ په مبارزه کې خپل مسؤولیت ادا کوي او له انقلابي ترانو او شعارونو له کبله خپل خلک دې ته هڅوي چې د خپلو مظلومو خلکو په مبارزه کې ودریږي او په سوله ییزه توګه خپل حق وغواړي. بالاخره الله تعالی په دې لاره کې له ډېرو ګواښونو او سختیو سره مخ کړی دی. بې شکه هغه کسان چې په سختیو او خپلو قربانیو باندې صبر وکړي، الله تعالی به حتماً د کامیابۍ او بریا سعادت په برخه کوي. ګیله من وزير ته دعا کوو چې الله تعالی دې ورته کامله روغتیا ورکړي او الله تعالی دې په ټولو پښتنو او افغانانو او په ځانګړې توګه ټولو مسلمانانو باندې خپل رحم او کرم وکړي.
افسوس په هغو افراطيانو او ناپوهو کسانو چې نه د اسلامیت، مسلمانۍ او د پښتونولي په اصولو پوهيږي او نه د فکري اختلاف او مبارزې له مفهوم څخه خبر دي. له بده مرغه په هر حالات کې د اختلاف نظر کلمه به درته کاروي، حتی په دې به نه پوهيږي چې دا کلمه کله، په کومو شرایطو او په کوم وخت کې باید وکارول شي. اصلاً په دې هم نه پوهیږي چې اختلاف نظر کله، څنګه، او په کومو شرایطو کې رامینځته کیږي؟ په دې هر مسلمان ښه پوهيږي، چې اسلام هر چا ته د خپل نظر او د نيوکې حق ورکړی دی.
له بده مرغه يو شمېر عجیبه خلک د اسلام تر چتر لاندې او یو شمېر د نېشنلیزم، جمهوریت، دیموکراسي، تر سلطې لاندې په مسلمانانو او افغانانو مسلط شوي دي. دوی له نورو خلکو سره په فکري، سیاسي او مذهبي توپیرونو باور لري او ځان ته د دې حق لري چې څه وغواړي هغه ووایي او هر څه ځان ته جائز ګڼي. که د دوی په مقابل کې د سالم او غیر سالم اختلاف نظر او نیوکه وکړې نو سمدستي د کفر ټاپه او د باغي نوم در باندې لګوي او تر آخره پورې دښمني درسره پالي.
په اسلامي ټولنه کې تر ټولو بد او قبیح خلک هغه دي چې خپل جنګ ځپلي ولسونه د اسلام او نورو ایډیالوژیو په نوم په ناسمه او د شخصي ګټو لپاره استفاده کوي.