مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
دفاع وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې کتنه کې ښاغلي مجاهد د جاپان له مرستو ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر ټينګښت، ټینکار کړی دی.
د خبرپاڼې پر حواله د جاپان سفیر هم په دغې کتنه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت له کړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې، جاپان د روغتیا، کرنې، زدهکړو په برخو کې د افغانستان له خلکو سره همکاریو ته ژمن دی.
✒️: د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي نللیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړونې او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دي.
✒️: لازارینی: دو سوم مدارس در غزه هدف حمله قرار گرفتهاند.
فیلیپ لازارینی، کمیسر کل آژانس امدادرسانی و کاریابی برای آوارگان فلسطینی در خاور نزدیک «اونروا» طی بیانیهای در شبکه اجتماعی ایکس اعلام کرد که از آغاز حملات اسرائیل به غزه در هفتم اکتبر 2023 تا کنون دو سوم مدارس در غزه مورد حمله قرار گرفتهاند.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل به غزه به 38 هزار و 295 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 52 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 208 تن دیگر نیز زخمی شدند.
✒️: شرکت متا پستهای حاوی کلمه "صهیونیست" را حذف میکند.
شرکت متا پلتفرم، مالک فیسبوک، اینستاگرام و واتسآپ اعلام کرد پستهایی که در آنها کلمه صهیونیست به معنای نفرت پراکنی و توهین به کار رفته، حذف خواهد شد.
✒️: فلسطینی آزاد شده توسط اسرائیل پس از 9 ماه، به دلیل شکنجهها همچنان فکر میکند که در زندان است
زندان نگب مانند زندان گوانتانامو است. هر آنچه که ذهن نمی تواند تصور کند. قتل، ضرب و شتم، گرسنگی، بیماری.
امشب مرا کتک نزدند، نگهبانان زندان با نقاب وارد سلولم شدند اما مرا کتک نزدند. معزز عبیات (37 ساله) فلسطینی که 9 ماه تحت عنوان "بازداشت اداری" توسط اسرائیل در زندان بود، روزهای پس از آزادی نه تنها با زخم های جسمی، بلکه با زخمهای روانی خود دست و پنجه نرم می کند.
✒️: د افغانستان بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي چې افغانې ښځې او نجونې حق لري څو ورزش کې برخه واخلي.
نوموړي یوه بیان کې له ورزشي سازمانونو غوښتي څو له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
✒️: رویټرز خبري اژانس د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي، چې د غزې په سوېل کې د اسراييل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.
اخوا د دغه راپور لمخې اسراييلي ځواکونو په غزه کې له خپل پرمختګ خبر ورکړی او کومې سیمې چې یې نیولي، اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه او د استوګنې ځایونه پرېږدي. حماس غورځنګ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې دغه ډول بریدونه د اوربند اړوند خبرو اترو بهیر ته زیان اړوي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند له اسلامي امارته د مالي ملاتړ خبره رد کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر د کابل پر مهال، تېره شپه په یوه خبري غونډه کې و ویل "دا ناسمه خبره ده، امریکا په هیڅ ډول طالبان نه تمویلوي." مېلر د خپلو خبرو په ترڅ کې و ویل، له افغان ولس سره د "طالبانو" چلند له نږدې څاري او په عمومي مجلسونو او په خصوصي کتنو کې یې هم د اسلامي امارت استازو ته په ډاګه کړې چې له نړۍوالې ټولنې سره د دوی اړیکې په بشپړ ډول د دوی د کړنو له افغانانو سره په ځانګړې توګه له افغان ښځو سره د دوی د چلند پورې اړه لري.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي په مسکو کې له کتنې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه هر اړخیزه او اغېزناکه یاده کړې ده. روسي رسنیو د دغې اعلامیې له قوله لیکلي چې پوتین او مودي د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو کې د افغانستان اوسنۍ واکمني د یوه خپلواک دولت په توګه ګڼلې ده. د ګډې اعلامیې لمخې په دغه کتنه کې نرېندرا مودي، پوتین ته بلنې ورکړې چې په ۲۰۲۵ کال کې هند ته سفر وکړي.
✒️: روسیې ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دوه ورځنی سفر پای ته ورسېد.
د رویټرز د راپور لمخې، روسیې د دغه سفر پر مهال منلې چې هند که به د اټومي انرژۍ شپږ نورې برخې جوړوي، د روسیې دویم لوی بانک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي په موخه د پیسو په جریان کې د اسانتیاوې راولي او د روسیې د پانګونې مستقیم صندوق هم د کښتیو او درملو جوړولو او د زده کړو برخو کې هوکړې کړي دي.
په راپور کې راغلي، پوتین د هندي وګړو د آزادولو ژمنه هم کړې ده.
✒️: هند کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
دغه پېښه د هند په شمالي اترا پرادېش ایالت کې هغه مهال شوې چې یو مسافر وړونکي بس د شېدو له یو ټانکر سره ټکر وکړ.
سیمه کې امنیتي ځواکونو ویلي، ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي خو لا یې هم په بس کې د سپرو کسانو کره شمېره نه ده تایید کړې.
✒️: نړۍوال بانک په دغه راپور کې ويلي، د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا په هېوادونو کې د بې وزلۍ کچه راټيټه شوې چې یوازې په هند کې ۱۲۰ میلیون کسان له شدیدې بې وزلۍ راوتلي دي. راپور زیاته کړې چې په نړۍواله کچه په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې احصاییه روښانه نه ده خو په ۲۰۲۱ کال کې د تېر حکومت له سقوط وروسته چې نړۍوالې مرستې راکمې شوې دي، د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته سفر کوي. پاکستاني رسنیو د ښاغلي ډار له قوله لیکلي: "په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان ته سفر وکړم. افغانستان زموږ ورور هېواد دی... موږ تل له افغانستان سره نږدې اړېکې درلودې او لرو به یې." تر دې دمه بیا اسلامي امارت د اسحاق ډار د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
✒️: ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې له ممنوعه بنسټونو یا سازمانونو د "طالبانو" د نوم لرې کولو بهیر دوام لري.
کابلوف ویلي، تر هغې چې دغه پروسیجر بشپړ شوی نه وي، څه نشي ویل کېدای خو دغه بهیر ډېر ښه روان دی.
✒️: نیروهای صهيونيست اسراییلی پس از چاشت روز دوشنبه از باشندههای مناطق شمال غربی و غربی غزه خواستهاند که این بخشها را تخلیه کرده به شهر دیر البلح در مرکز نوار غزه بروند. اما بر اساس گزارش خبرگزاری رسمی فلسطین، ارتش اسراییل از ساعتهای نخست روز دوشنبه عملیات نظامی در بخشهای مختلف غزه انجام داده که هزاران نفر را ناگزیر به ترک خانههایشان کرده است.