No-IMG

برنۍ ورسته اړيکه او کوزني انقلابي وزير!

دا د تاريخ جبر مسلسل سخت بې رحمه دى، افغان وجود يې نيم کړى او په دا بره وجود يې هم د نيمې پېړۍ جنګ او په دا ښکته وجود هم دولتي دهشت...

دا وطن به د تاريخ په يوه تقاطع کې يوځاى کېږي او د وزيرو نوميالي به په کې د قام او ملت شهيدان او اتلان وي.

له دې وزيرو سره له هغه وخته دووسه اړيکه روانه ده چې په وروستۍ افغان انګليس جګړه کې سپه سالار محمد نادرشاه د جنوب پر محاذ د ټل او وانه مضبوط انګليس مرکزونه د وزيرو شازلميو د شا په بريدونو ووهل خو د پنډۍ او وروسته د کابل په تړونونو کې افغان ځواکونه بېرته را په شا شول او وزير له خپل ټل او وانه سره انګليس ته وسپارل شول، سخته ناځواني نه وه؟

دا اړيکه وروسته بيا د فقير ايپي رح سره هم له کابله او هم د ښکته عدم تشدد تحريک له خوا سخته سپېره او په تجريد کې تېره شوه، فقير ايپي په ځانله ځان مبارزه وکړه، هغه لاړ خو ژوندۍ کيسې يې نوميالۍ همېشنۍ کيسې دي.

په دا ټولو ورستو اړيکو کې بيا هم وزير همغسې قامي او ميړني پاتې شول، دا ميړنى ولس د خپل هويت او تاريخ په لټون کې دغسې ټسېږي، هو ټسېږي، پخېږي او وژل کېږي خو ډېرېږي...

اوس به هم بعضې دا ګومان کوي چې دا د سټبلشمنټ لوبه ده، د وزير قام يې تباه کړ خو بيا به هم پر وهم اخته کسان په ګومانونو کې د رشادتونو دا سلسله پردۍ کوي.

دا څومره وزير دي چې سينې يې سپر دي، په دا لنډه موده کې څومره وزير لاړل، خو دا وروستى تمځاى نه دى، دغسې به ډېرې پېښې وشي خو دا او تر دې سختې پېښې بايد دې ولسي غورځنګ ته د تشدد جواز ورنه کړي، لا هم بره د سيمه ايزې سيالۍ نه دى او لا هم سيمه ايز او نړيوال سياستونه د دوى داعيه نه حمايه کوي.

(دا تأثر مې پخوا ليکلى و، خو د ګيله من له شهادت سره يې مناسبت درلود، نو بيا ځل يې له تاسو سره شريکوم).

الله تعالى دې ګيله من وزير ته مغفرت وکړي او فردوس جنت په برخه شه.

اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه

انا لله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک