No-IMG

نامناسبه خبره

یو عرب ليکوال د خپلې ټولنې د يوې واده شوې ښځې قصه د هغې په ژبه کړې، وايي: یو وخت د غوسې حالت کې مې خاوند ته له خولې ووتل چې «کاشکې مې له تا سره واده نه وای کړی.» بېرته وډاره شوم چې راته په غوسه به شي یا به مې وهل ټکول وکړي، خو هغه د حیرانتیا په بڼه يو څو ثانيې را وکتل، چپ پاتې شو او له کوره ووت. درې ساعته وروسته بېرته راغی، خو له هغه وخت راهیسې احساس کوم چې زه له بل سړي سره واده یم. یو سړی چې زما د خاوند په څېر نه دی، نه خوشحاله کېږي، نه غوسه کېږي، نه خبرې کوي، نه بحث کوي، نه پوښتنه کوي، نه وضاحت غواړي، نه زما په کار کې مداخله کوي، بس لکه د کوم دفتر مامور، يوازې د کور کارونه کوي. له دې خبرې او زما د خاوند په دغه خوی او حالت په همدې بڼه څلور کاله تېر شوي، خو ما درک کړې چې څنګه مې خپل کور په یوه خبره وران کړ. له بده مرغه ما خپل ځان، خپل خاوند، خپله خوشحالي بلکې هر څه له لاسه ورکړي دي

لهذا خپلو خبرو ته پام وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: زورور هغه نه دی چې په جګړه کې بريالی وي، بلکې زورور هغه دی چې د غوسې پر وخت خپل ځان کنټرول کړي.

يادونه: دا خبره يوازې مېرمنو پورې تړاؤ نه لري، بلکې خاوند هم او بلکې هر انسان د ژوند مختلفې اړيکې په يوه نامناسبه خبره ختمولای شي.

نامناسبه_خبره

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک