No-IMG

خلک لیکني ولي کوي؟

ژباړه: محمد هاشم شاهین

 

د ځینو خلکو لپاره لیکني د ذات اظهار وي، د دوی د ضمیرونو شدیدي غوښتني، دوی دا ګمان کوي که لیکل ونکړي ژوندي نشي پاتي کېدلای.

د ځينو لپاره لیکل د شهرت او داد د ترلاسه کولو ذریعه، واه واه، ډیر ښه، اعلی، محترم استاد، مړه ئې کړو ظالم...

دا ټولي جملې او الفاظ د دوی لپاره د آکسیجن په څېر لازمي او حتمي وي.

ځیني خلک بس د روزۍ او درآمد د ترلاسه کولو په موخه لیکل کوي، پر هر پیرېګراف باندي پیسې ترلاسه کوي، ځینو ته د صحافت له لاري، ځینو  ته د سیاست له بازاره(د بازار له توري دي د فحاشۍ د بازارونو مطلب نه اخیستل کیږي)، او ځیني نور بیا دي چي د لیکنو ئې کوم هدف معلوم نه وي، دا نو ړانده غشي وي.

ځیني نور هم شته چي د هغوی لپاره لیکل یو عظیم کار دی!

د دوی په مخکي ډیر ستر ستر اهداف پراته وي، دوی له یوه لوري د سنګر په ډول کار اخلي او لیکني کوي، دوی د قلمونو نه غشي او نیزې جوړوي،  کله کله لیندۍ او کله بیا مرهم... دوی هغه الفاظ لیکي چي د عظمت پولو ته رسي، حوالې او مثالونه تري جوړیږي، د دوی تحریرونه د ارواحو پر سمندرونو سفر کوي او د اطمینان په جزېرو کي کښته کیږي.

د دوی الفاظ د وچو ډبرینو ځمکو  سینې چاکوي او د ګلونو د راشنه کېدلو تخمونه ګرځي، نا آرامو ارواحو ته تلپاتی اطمینان ورپه برخه کوي ،  د دوی ژوند له جذباتو  او حوصلو ډکوي، دوی انسانان له وړوکو وړوکو رنګي او نسلي فرقو د جماعتونو نه راوباسي او د خپلمنځي جاذبیت په سمندر کي ئې غورځوي، همدا خلک د ځمکي مالګه وي، کنه علم، تقوی، د اظهار قوت، استدلال، څه وو چي د شیطان سره نه وو؟!!

ای کاش! دا تر هر لیکوال پوري ورسیږي، او هر لیکوال او قلمکار د خپلي کټګوري(category) په اړه فکر وکړي.

خلک د الله عزوجل په نوم قسم کوي، خو خپله الله تبارک و تعالی په آخري کتاب(قران حکیم) کي په قلم باندي قسم کوي، اوس د فکر کولو ځای دادی چي په کوم شي چي د کایناتو خالق قسم کوي د هغه به څومره عزت، توقیر یا حرمت وي،  قلم د علم امانت دی، او علم د انبیاوو علیهم السلام وراثت بلل شوی، له همدې امله لیکوالي، تعلیم و تدریس او په هغوی پوري مربوط کسبونه څومره متبرک دي، ددې اندازه تاسي خپله ولګوئ چي په قرآن مجید کي موږ ته لارښوونه شوې ده چي(مفهوم: د حق خبره د دروغو په پرده کي مه پټوئ)، دلته لیکوالانو، وکیلانو، قاضیانو او شاهدي ورکوونکو او بالعموم هر کس ته حکم شوی دی، شورش کاشمیري صاحب خو د قلم حرمت د خور او لور د حرمت سره تشبیه کړی وو، حبیب جالب وايي:

ہمارے ذہن پر چھائے نہیں ہیں حرص کے سائے

ہم جو محسوس کرتے ہیں وہی تحریر کرتے ہیں

لیکوالي د یو ریاست څلورمه ستن بلل کیږي چي په ټولنه کي ئې توازن برقرار ساتلی دی، که دا توازن نه وي نو د ځنګله قانون به هم وشرمیږي، که موږ فکر وکړو پوه به شو چي قلم د ظلم په خلاف د جهاد پیام هم دی، او د رڼا استعاره هم... د همده په وسیله له استحصاله ژغورل کېدلای شو، که د یو جنګیالي سلاح توره ده نو د یوه لوستي فرد سلاح بیا قلم دی، تاریخ شاهد دی چي چا هم قلم اوچت کړی دی، عزت، نوم او نښان ئې په برخه شوی دی او چا چي قلم پرې ایښی دی هغه خپل شناخت په نړۍ کی له لاسه ورکړی دی، ټولو سترو مفکرینو، فیلسوفانو او منورینو د قلم په مټ عزت او نوم ګټلی دی، چي مثالونه ئې نن هم زموږ په وړاندي شته، شهید سید قطب مرحوم د همدوی له جملې نه یو معاصر لیکوال دی چي په شهادت خو ورسېدی، البته د قلم ځلا ئې نن هم موږ ته د لاري مشال دی، همدا د سید جمال الدین افغاني مرحوم انقلابي قلم وو چي د شهید حسن البنأ په څير ستر انسانان ئې ټولني ته ډالۍ کړل. که د قلم حق اداء کول غواړو لومړۍ باید د ټولني د فساد، فحشاء او ظلم په خلاف غږ اوچت کړو، او په دې لار کي هر ډول قربانۍ ته چمتو واوسو، او که هدف یوازي شهرت وي بیا نو که د قلم پر ځای بله لار وموندل شي غوره به وي.

و ما علینا الا البلاغ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک