بابا؛ ولسي او حکومتي کليشې!
زمونږ په تاريخ کې د لويو شخصيتونو لقبونه رسمي نه دي ورکول شوي، د افغانانو دا زيږ خوى او نامداحه مَړه سوله داسې ده چې د چا صفت په درباري فرمايشونو او نخرو کې نه مني، دا ورته غوړه مالي او يا يې نومولى بابا وړ نه ښکاري. احمد شاه بابا، عبدالرحمن بابا، زرغونه انا او ميرويس نيکه دا ټول په کوم رسمي فرمان نه دي تپل شوي، دا خو ولسي منښته وه چې دوى په کې بې نسبه باباګان شول.
دا نن چې مونږ د کوم قلندر او ملنګ بابا يادونه کوو دا ستره اروا په همداسې ولسي رنګ کې لګيا دى بابا کېږي، تاريخ او روايتونه به په راتلونکي کې يو مېړنى مشر او يو ستر نوم د خالص بابا په اختصار کې يادوي، دا په رسمي تپنې نه کېږي دا ولسي منښته ده او ورکړه ده...
زه په خپله پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مرحوم ته ښه نظر لرم، او په اړه يې د منصفانه قضاوت پلوى يم، کله چې انسان د تاريخ پاڼې ولولي، پېښې او کيسې تحليل کړي او په ځانګړي ډول د پخواني پاچا نه وروسته مرحلې د هغه له زمانې سره پرتله کړي نو پاچا په کې په ابرو کې پاتې کېږي، خو که کمونېستانو او يا وروسته مجاهدينو په خپلو واکمنيو کې لږ تر لږه د پاچا د وخت کراري ساتلې واى نو بيا به دا پرتله بدله واى، په هر صورت پاچا مرحوم ته په لويې جرګې او حکومتي داد کې د ملت بابا لقب ورکول شو، خو دا لقب دغسې په سخا او خودجوشه جذبه کې ولسي مقبوليت نه کړ پيدا؛ لکه څنګه چې ولسي خالص په کې بابا دى.
بابا؛ اسلامي ويښتابه او سنتي خواږه!
خالص بابا د معاصر اسلامي ويښتابه او خپلې ټولنې يو راښکونکى امتزاج وو، ځکه خو هغه د جهادي نسل په اکثريت کې منلى مشر دى، نوموړي په همدې ولسي رنګ کې د ګهيځ له رسنۍ د کمونېزم تيارې څيرلې.
هغه وخت چې اسلامي نهضت د کابل پوهنتون مبارزه ګټله، خالص بابا ورته د جمال عبدالناصر په ظلمکدو کې د شهيد استاد عبدالقادر عوده کتاب (الإسلام بين جهل أبنائه وعجز علمائه) ژباړه، هغه په دې پوهېده چې دغه مبارز نسل بايد د دې لارې په رموزو پوه شي، دغه نسل بايد پوه شي چې اسلام او هېواد په نرګسي اداګانو نه ګټل کېږي، نوموړي يوازې د نورو زامنو ته دا جذبه نه ورکوله، په دې لار کې د بابا خپل زوى او د جوانان مسلمان مبارز فعال استاد نسيم د دې لارې په لومړنيو قربانيانو کې وو.
د استاد مزمل صاحب په وينا خالص بابا د معاصر اسلامي حرکت او سنتي ټولنې پُل وو.