ملګرتيا د خدای لپاره مینه ده چې دوه کسان سره یوځای کوي
ليکلي يې وو:
ریښتینی ملګری هغه څوک دی چې ستاسو عذر مني او که تېروتنه وکړئ؛ بښنه درته کوي.
رښتينی ملګری ستاسو په نهشتون کې ستاسو ځای ډکوي.
ملګرتيا هغه ځمکه ده چې د مينې پر بنسټ کرل کېږي او د مینې په اوبو خړوبېږي.
ملګرتيا هغه باغ دی چې ګلونه یې ورورولي ده او امرت (شربت/جوس) یې همکاري ده.
ملګرتيا هغه ونه ده چې ریښې یې وفاداري، څانګې يې مهربانۍ او میوه یې د ښو اړيکو جوړېدل او پالنه ده.
ملګرتيا خواخوږي او باور دی.
ملګرتيا د وجدان خوب او وجود دی.
ملګرتيا د خدای لپاره مینه ده چې دوه کسان سره یوځای کوي.
خدای دې مونږ او تاسو د هغو کسانو په ډله کې راولي چې د خدای لپاره یو له بل سره مینه لري.
ملګرتيا
له_بلې_زاويې