No-IMG

په ناکامو ټولنو کې د هر هوښيار په مقابله کې زر ۱۰۰۰ احمقان وي

روسی اديب انتوني چيخوف نه يو چا د ناکامو ټولنو د فطرت اړوند پوښتنه وکړه، هغه ځواب ورکړ چې :

"په ناکامو ټولنو کې د هر هوښيار په مقابله کې زر ۱۰۰۰ احمقان وي او د هرې هوښيارې خبرې په مقابله کې زر بيوقوفه خبرې وي.

اکثريت هميشه بيوقوفه وي او مسلسل په هوښيارو خلکو غالبه کيږي، که چېرې تاسې وليدل چې يوه ټولنه کې فضول او ناکاره موضوعاتو باندې  ګرم بحثونه کيدل يا فضول موضوعګانې د بحثونو سرټکي وو، بيوقوفه خلک هر ځای کې با أثره وو نو پوهه شه چې ته د يوې ډېرې ناکامې ټولنې خبره کوي .

مثال د بې کاره سندرو او خبرو کونکي لکونو خلک په ګډا مجبوروي، او د دې سندرو ويونکي د ټولنې معروف، محبوب او مشهور شي ، بلکه خلک د دوئ خبرو ته په عام ټولنيز ژوند کې هم اهميت ورکوي؛ حال دا چې لیکوالان، مصنفين او اديبان څوک نه پيژني او نه ورته څوک قدر ورکوي، اکثره خلک فضوليات او نشيې توکو ته اهميت ورکوي.

يو شخص چې زموږ عقلونه ويده کوي او په فضولياتو خلک خندوي، له دې نه هغه شخص بهتر دی چې موږ د حقيقت په لور راويښ کړي او د حق په خبرو موږ ته تکليف راکوي " .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک