اوس وخت کې د مطالعې لپاره د معاصرو ليکوالانو درې موثرې لارې غوره کړي
اوس وخت کې د مطالعې لپاره د خلکو حوصلې کمبود لامله معاصرو ليکوالانو او اکاډميکو خلکو درې موثرې لارې غوره کړي .
- په مکتب او پوهنتون کې چې د مقالې يا مضمون ليکلو کومه رسمي او زړه طريقه ښايي؛ هغه يې مکمله پرېښې.
- کوښښ کوي چې ليکنه کې تفصيل ختم کړي او مختصره ليکنه وکړي ، يعنې په ډيرو ځايونو کې تا مجبوره کوي چې ژور فکر وکړې تر څو په تفصيل پوهه شي .
- ليکنه د تکلم په انداز کوي، يعنې مخاطب سره چې انسان خبرې کوي نو خاص ترتيب پکې نه مراعت کوي، بلکه هغه نکات ليکي چې کوم ذهن ته راشي.
انسان چې کتاب مطالعه کوي لکه ليکوال چې درته مخامخ ناست وي، دا طريقه د ابن تيميه او د ابن خلدون پم ليکنو کې تر سترګو کيږي .