No-IMG

شاګردان له بلې زاويې

زمونږ يو صنفي و، د استاذ د درسونو منظم نوټونه به يې اخيستل، د مدرسو او پوهنتونونو ماحول داسې وي چې امتحان ته نېږدې ورځو کې زمونږ غوندې لټان او غافله شاګردان سخت په کې فعاله کېږي چې کله خبر شوم امتحانونه بيخي نېږدې دي، نو دغه نوټونو والا صنفي مې ګير کړ او د نوټ يوه کتابچه مې ترې واخيستله، زمونږ يو استاذ و (اوس وفات شوی دی، جنتونه يې نصيب شه) نوټونه به يې ټول په عربي ژبه راکول، دا د هغه د درسونو د نوټونو کتابچه وه، کله مې چې خپلې کتابچې ته ترې مهم مهم درسونه نقلول، ځای ځای ګورم چې په حروفو ليکل شوي دي «نقطتانِ شارحتان» زه به حيران شوم چې دا «نقطتانِ شارحتان» خو په دې جمله کې هيڅ معنی نه ورکوي، هيڅ معقول تړاو يې نه جوړېږي، نو دغه د نوټونو متخصص به ولې دا شی په کې ليکلی وي؟!

خير په سبا مې په صنف کې ترې پوښتنه وکړه چې دا د «نقطتانِ شارحتان» قصه څه ده؟ هيڅ سر مې پرې خلاص نه شو!!

راته يې وويل: ولا که زما هم پرې سر خلاص شوی وي، خو ولې ته ويده يې؟ استاذ يې همېشه په درس کې وايي کنه!!!

زما د غفلت او نوټ نه اخيستلو قوي پيغور يې راکړ.

نو له دغه پيغور سره پوه شوم چې جناب لالا خو فقط ميخانيکي شيان ليکلي دي!!

اصل کې د «نقطتانِ شارحتان» نه به د استاذ مطلب دا و چې مثلاً دا عنوان دی، دلته دوه شارحه نقطې) ورکړئ او له دغو دوو شارحه نقطو) وروسته عبارت به د عنوان تشريح وه.

متأسفانه زمونږ د شاګردانو خصوصاً د ديني مدارسو طالبانو يو بد عادات دا دی چې د طالبۍ پر مهال اکثره تکړه او زيرک شاګردان پوره خواري او درسونو ته توجه نه کوي او دغه نور يې بيا فقط د (لکير کے فقير) په مصداق کتابونه يوازې په میخانیکي بڼه زده کوي، داسې چې نه په ټول تعليمي ژوند کې له استاذانو معقولې او مغلقې پوښتنې کوي او نه هم خپله د چا پوښتونو ته معقول ځوابونه ويلی شي، نتيجه يې بيا دا وي چې حتی ټول پاتې علمي او عملي ژوند يې همدا د «نقطتانِ شارحتان» په څېر له قصو او قضيو ډکه وي.

په همدې تسلسل نن مې يو چېرې ولوستل، په هند کې له کوم شاګرد څخه ممتحن پوښتنه کړې وه چې د شاه ولي الله رحمه الله نوم او د پلار نوم يې ووایاست. هغه ځواب ورکړی و: نوم یې "احمد بن عبد الرحيم" و، خو د پلار نوم یې رانه هېر دی.

همدا رنګه په يوه بله مدرسه کې وايي يو زده‌کوونکي ته د یوې پوښتنې ځواب نه ورتلو، نو ممتحن ورته ويلي وو: لږ تر لږه دا ووایه چې صحاح سته څو کتابونه دي، که ځواب دې ووايه زه به دې بریالی کړم. هغه له فکر وروسته ويلي وو: مولانا صاحب! دا خو راته استاد ولا که په صنف کې ویلي وي!!!

هيله ده د ليکنې په مقصد مو سر خلاص شوی وي او له ليکنې د «نقطتانِ شارحتان» قصه نه وي جوړه شوې. هههههه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک