No-IMG

منځنی ختیځ په نړۍوال سیاست کې د امریکې د ضعف ټکی دی

نن به بېرته سیاست ته راوګرځم.

تېره ورځ نتانیاهو د امریکې کانګرس ته په ډېره سپین سترګۍ وینا وکړه او جمهوري غوښتونکو ښې ډېرې چک چکې ورته وکړې. د امریکې حکومت چې د ډموکراټانو په لاس کې ده، دې غونډه کې ګډون ونکړ او تېره ورځ کامیلا هریس په غزه کې د جګړې د عاجلې درېدنې غوښتنه هم وکړه او حتی داسې ښکاري چې د دوه هېوادونو د طرحې ملاتړې هم ده. په دې اړوند د نړیوال سیاست په هکله دا څو خبرې زه له خپل انده لیکم:

۱. منځنی ختیځ په نړۍوال سیاست کې د امریکې د ضعف ټکی دی. دلته د امریکې لاس خوږ دی. د دې سیمې د زخم پټۍ نه له عربو سره شته، نه له اسرائیل سره او نه له خپله امریکې سره، منځنی ختیځ د ایران دی، او یوازې ایران کولی شي دا پړسوب کېنوي. که چېرې جمهوري غوښتونکي ) ټرامپ) راشي، دې سیمه کې به جګړه نوره هم وغزیږي او وضعیت به ډېر ژوبل شي. ټرامپ، نتانیاهو او بن سلمان به د جګړې یوه خوا وي، ایران بل. خو ډموکراټان منځني ختیځ کې نور له جګړې په شا کیږي، هغوی له ایران سره جوړجاړی کوي او اسرائیل غلی کوي. ایرانیان هوښیار خلک دي، ځکه خو ایراني مشر اصلاح طلبو ته حکومت ورکړ او خپل شین څراغ یې اروپا او امریکې ته وښود. پزشکیان ښه سړی دی خو ژور سیاستوال ندی. د خامنه ای تابع دی. ایراني استخباراتو مخکې له ټاکنو مشر ته ویلي و چې که اصلاح غوښتونکي رانشي، ممکن شل سلنه ایرانیان هم ټاکنو کې ګډون ونکړي چې دا د اسلامي جمهوریت لپاره هېڅ ښه نده. هماغه و چې پزشکیان تقویه شو او ولسمشر شو. ښایي ډېرو نږدې وختونو کې امریکانان بېرته برجام ته راوګرځي. له دې سره به ایران په سیمه کې خپلې نیابتي ډلې هم آرامې کړي.

۲. جمهوري غوښتونکی ټرمپ د اوکراین جګړه خلاصول غواړي خو زه فکر کوم چې له همدې امله به دی د امریکایي ډیپ اسټیټ ملاتړ له لاسه ورکړي او کامیلا به یې ترې ګټي. ځکه چې اوکراین کې باید جګړه و نه دریږي. د اوکراین جګړه هم روسان مصروف ساتي او هم اروپایان. امریکا دا دواړه کمزوري غواړي. اروپایانو د واحد هېواد کېدو خوبونه لیدل، په هغې صورت کې دوی امریکې ته په رقیب بدلېدل هماغه و چې جګړه تحریک شوه. اروپا کې له جګړې وروسته نرخونه آسمان ته جګ شول، اقتصاد متاثر شو، روسیه کې جګړې ډېر بد تاثر پرېښی. اروپایانو هڅه کوله چې له چینایانو سره نږدې شي، د یوې لارې یو کمربند آخري سر په اروپا ورختمدو، امریکې داسې جګړه غاړې ته ور واچوله چې له هر اړخه د امریکې په ګټه تمامیږي او رقیبان پکې ځپل کیږي. چین سره د اروپایانو نږدې والی، د بریکس ټولنې غوړېدل، دا هغه څه و چې امریکایانو ترې وېره درلوده خو اوس به ایران ته په امتیاز ورکولو او د اوکراین د جګړې له غوړېدو سره د دې مخه نیسي. عربان به څه کوي؟ هېڅ هم نشي کولی!

۳. امریکایان د چین محاصره کولو ته لومړیتوب ورکوي. هند به د چین په ځپلو کې د امریکې شریک ګرځي او دا به د پاکستان د انزوا په بدل کې کیږي. جاپان، جنوبي کوریا او اسټرالیا به د چین په محاصره کې د امریکې ملګري کیږي خو دا چې څومره به دا پالیسي کامیابیږي، تر اوسه یې پته نه لګي.

که چېرې دا معادله د جمهوري غوښتونکو لاس ته ولوېده هر څه به دبدل شي او ښایي چې ټرامپ د امریکې د بدبختۍ د پیل باعث وګرځي. ډیپ سټیټ پدې پوهیږي؛ ځکه خو په هر نرخ چې وي د ده مخه به نیسي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک