No-IMG

ښه خلک له بلې زاويې

وايي، یو سپين ږيری په روغتون کې بستر و، هره ورځ به یې یو ځوان لیدو ته راتلو او لږ تر لږه تر یو ساعت پورې به يې ورسره وخت تیراوه. هغه به سپين‌ږيري ته په خوراک ورکولو او د هغه په صفايۍ کې هره ورځ مرسته کوله او د روغتون په باغ کې به يې په چکر ويستلو، بیا به يې بیرته خپل بستر کې په آرام څملولو، ويده به يې کړ او د ځان مطمئن کولو وروسته به ترې لاړ.

یوه ورځ د روغتون نرسې د ده د حال پوښتنې او درملو ورکولو پرمهال وویل: ماشاءالله ستا زوی ډېر ښه انسان دی چې هره ورځ ستا لیدو ته راځي.

سپين‌ږيري ورته پرته له څه ويلو په حسرت وکتل، خو شېبه وروسته يې په ارمانجنه لهجه وويل: کاش چې يو زوی مې هم د ده په څېر وای! دا مې زوی نه دی، دا هغه یتیم دی چې زموږ په محله کې اوسېده. یوه ورځ مې ولیده چې د خپل کور مخې ته ژاړي، خبر شوم چې پلار يې وفات شوی و، ما هغه ته تسلي ورکړه او يو څه خواږه مې ورته واخيستل، بيا يو څه وخت چې کله دی لا هم ماشوم و، ما به ورسره شفقت کاوه او لږ څه خواړه به مې ورته اخيستل.

له هغه وخت وروسته مې ورسره هیڅ خبرې نه وې کړې، کافي وخت وروسته، له کله چې هغه زما او زما د ښځې د یواځیتوب په اړه خبر شوی و؛ هره ورځ زمونږ خوا ته راتلو چې زموږ د حال پوښتنه وکړي. کله چې مې بدن ډېر ضعیف شو، زما مېرمن یې خپل کور ته بوتله او زه یې د علاج لپاره روغتون ته راوستم.

يوه ورځ  مې ترې وپوښتل: زویه! ته ولې دا تکلیف له موږ سره ګالې؟

هغه موسکی شو او ویې ویل: کاکا جانه! لا تر اوسه مې په خوله کې د هغو خوږو خوند پاتې دی چې تاسې زما د ژوند په ترخو شېبو کې راکړي وو، نو لطفاً ما ته د تکليف په خبره تکلیف مه راکوئ.

ښه_خلک

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک