
د دین له ظاهري روایته لرې وګرځئ کني عرب درنه جوړیږي
دې ورځو کې هسې ملایي لیکنې راځي. پرون یو ملګري د پایڅو په هکله لیکنه کړې وه چې دا ټیټې مه پرېږدئ چې سخته ګناه ده. زه به لاندې څو موارد پدې هکله داسې درته ذکر کړم چې په اسلام پوهنه کې د قاعدې په توګه مو په مغز کې پاتې شي.
۱. اسلام کې هر ممنوعیت حکمت لري. بې حکمته ممنوعیت په اسلام کې نشته. پوښتنه دا ده چې ولې به خدای تعالی د یو مسلمان پر ټیټو پایڅو دومره غوسه کیږي؟
عرب شاته پاتې ټولنه وه، رخت پکې له یمن او شام څخه راتلو، هر چا دومره وس نه درلود چې ټول ځان په جامو کې پټ کړي. تاسې به د عمر رضی الله عنه پېښه لوستې وي چې هغه کس ورته جګیږي چې ولې د بیت المال رخت دې چې ویشلی و زموږ لپاره یې کفایت ونکړ خو ستا دنګه ونه ټوله پکې پټه ده؟ نو په دې ډول ټولنه کې هر هغه څوک به چې لږ موړ و، هغې به اوږدې اوږدې جامې کولې چې له شا به ورپسې څښېدلې او په دې شان به یې داسې ښودله چې زه خو دومره مالداره یم چې دومره اوږدې جامې اغوستی شم! اوږدې جامې، ښکته پایڅې هغه وخت د کبر او برترۍ نښه وه، او کبر هغه څه دی چې الله تعالی سخته کرکه ترې لري.
۲. له احادیثو څخه دوه قسمه اخذ کیږي، یو د ظاهریان اخذ دی او یو د فقهاو. د اهل ظاهر یا اهل حدیث اخذ دا دی چې بس که پایڅې دې جګې شوې، نور خیر و خیریت دی. هغوی د ټولنې سیاق او دود و دستور ته نګوري. خو د فقهاو اخذ تر ډېره پورې په مقصد څرخیږي. هغوی ګوري چې دا منعه ولې راغلې؟ مثلاً که زه له دې روایته د فقهاو اخذ وکړم، نو زموږ د ټولنې د وضعیت سره سم، دا موارد ټول د هماغه ټیټو پایڅو حکم لري: پسقات سیلور بوټان اغوستل چې یعنې دومره قیمتي بوټان هم ماته ارزښت نلري! د لنګۍ شمله تر ګونډو ټیټه اوږدول او د خانۍ اکټونه کول! پایڅې بې حده جګول چې ګواکي زه ډېر ستر باتور او پهلوان یم، جاغه خلاصه پرېښودل چې یعنې زه ډېر ستر زمری یم، برېتان تاوول او اوږدول چې زه ډېر بدمعاش یم، له لس متره رخت څخه پرتوګ جوړول چې زه خو ډېر ستر خان یم.. دغسې یې تاسې درسره شمېرئ!
۳. د صحابه و تر مینځ هم دوه ډوله کسان و، یوه هغه و چې د صحابه و فقها یې بلل، لکه عایشه رضی الله عنها، ابن مسعود، ابن عباس، عمر رضی الله عنهما.. دا داسې کسان و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحبت د فضیلت تر څنګ، د دین علم یې هم درلود، یو هغه عام اصحاب و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګري و خو نور عامیان و، علم ورسره نه و. امام ابوحنیفه رحمه الله چې به کله کوم حدیث واورېد، د هغې د صحت یو شرط هغې ته دا و چې راوي صحابه باید د فقهاو له جملې وي. ځکه چې هغوی پوهیږي چې دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم، چېرته، ولې او د څه حکمت لپاره کړې وه. عوام پدې خبرو ډېر نه پوهیږي، ځکه له امام صاحب څخه د ګوتو په شمېر روایات رانقل شوي.
دا مې تر دې وویل چې په کیسه مو سر خلاص شي. ابن عباس رضی الله عنه ناروغ و، څوک یې پوښتنې ته ورغلل، ګوري چې د کوټې مینځ کې آتش دان دی او په هغې نقشونه دي، دا له فارسیانو څخه په غنیمت اخیستل شوی و او ده ته ورکړل شوی و. چا ورته وویل چې په دې خو عکسونه دي او دا خو حرام دي. ابن عباس رضی الله عنه ورته وویل چې هغه دي خو ما هم پکې اور بل کړی. یعنې عبادت یې دلته نکیږي.
عبدالرحمن ابن عوف ناروغ و، د مرګ سکرات یې و، څوک ورننوتل ګوري چې د ورېښمو څادر پرې غوړېدلی. ورته یې وویل چې دا خو نارینه ته حرام دی. هغه ورته وویل چې زه مړ کېږم، دې وخت کې به زه په ورېښمو څرنګه ځان له نورو بر وګڼم.
۴. د دین له ظاهري روایته لرې وګرځئ کني عرب درنه جوړیږي. عرب نارینه طلا نه کاروي چې حرامه ده خو کموډ یې د طلا وي. دا هسې د دین په هکله جهالت دی. دین ښه زده کړئ، دا څه چې ګورئ تر ډېره دینداري نده دین رټنه ده.
نور بیا..