No-IMG

د ميوند فاتح، غازي محمد ايوب خان

د بده مرغه د میوند د فتح په ورځ يوازي د ملالۍ نوم یاديږي، اوسنی افغان نسل باید متوجه وي چي د پخواني افغان پاچهانو د تربورګلوۍ له امله د ایوب تصویر قصداً پیکه ښوول کېده، له همدې امله د میوند د فتح په ورځ باید ایوب په یوه ځانګړي فصل وپېژندل سي.

پوره ۱۴۴ کاله د مخه په نننۍ ورځ سهار د کندهار لوېدځ  ميوند په سوځنده دښته کي د  محمد_ایوب_خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي وروسته جګړه افغانانو وګټله.

 ايوب خان چي انگرېزان ئې د ميوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي، د  امير_شېر_علي_خان زوی وو چي مور يې د لالپورې د مومندو مشر، سعادت خان لور وه.

هغه د ۱۸۸۱ع کال جولاى کي جنرال بارو ته ميوند کي ماته ورکړه او بيا يې په کندهار کي د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. خو د  امير_عبدالرحمن_خان له خوا له ماتي سره مخامخ سو او له خپلي ۳۰۰کسيزي کورنۍ سره د ډېرو ناخوالو په ګاللو ايران ته ولاړ خو انګرېز ايران وګواښه او ايرانيانو انګرېزانو ته د کورنۍ سره وسپاره

دې اتل د ژوند تر پايه په لاهور او راولپنډۍ کي د بېوزلۍ او جلا وطنۍ په حال کي شپې تېرولې، بالاخره دغه نوميالي غازي د ۱۹۱۴ع لاهور کي د ۵۷ کالو په عمر وفات او د هغه د خپل وصيت له مخه چي ويلي ېې وه د افغان په خاوره کي بايد ښخ سي، د پېښور ښار د درانو/سيد حبيب په هديره کي خاورو ته وسپارل سو. د ايوب خان پاته ټبر نيم په کراچي، ننگرهار او پېښور کي مېشت سوه، د سردار افندي په نامه يو لمسۍ ئې کراچي کي دئ چي دې ورستيو کي ئې يو کتاب وليکه خو ويل کېږي چي کتاب ئې د استخباراتي ادارو لخوا دده په نامه د ځينو موخو د پآره ليکل سوی دئ او د پوره اعتبار وړ نه دئ:[کتاب کامنټ کي...]

د ميوند د تاريخي جګړې انګرېزي اثار چي اکثره ئې توپونه ول، د افغانانو لاس ته د لوېدو وروسته د وزير محمدګل خان لخوا د کندهار د شهيدانو چوک او کندهار قول اردو په نظام قراول کښی په دوه برخو کښي، یوې خواته د انګریزانو توپونه او بلي خواته د میوند د افغاني فوځ توپونه چي د کابل په نظامي ماشینخانه کښي د انګریزانو د توپونو په تخنیکي کچه جوړ سوي وه، د همیشني ننداری لپاره ایښودل سوي وه، خو په خواشیني سره د روسي ځواکونو له وتلو وروسته د مجاهدينو خوا لوټ او کوټي ته د خرڅلاو لپاره یوړل سول!

عکس کي ایوب له خپلو زامنو سره ښکاري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که پاکستان کي د پښتنو پر نامه ډلي، ليکوالان د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت، پېښور، کوټي او کابل اکاډيمۍ او فرهنګي اتشې د خپلو ارزښتونو د ساتلو دنده تر سره کوي نو د پېښور په دې مشهوره هديره کي دي د لاندي اثارو ساتنه وکړي:

* د ميوند د فاتح او ملي اتل ايوب خان د قبر ډبرليک

*د امير شېرعلي خان د مور او د هغه وخت د مشهورو شخصيتونو ډبرين قبرونه

*هديره کي د ظاهرشاهي دورې ښکلي مسجد او د اوبو حوض ...

*د بيبو د مقبرې په ګډون ټولو اثارو ته لوحې/بورډونه ليکل ...

که هيڅوک هيڅ هم نه کوو نو ببا به ګيله نه کوئ چي ولي په همدې هديره کي د غازي ايوب قبر په بمونو والوزول سو، ولي افغان مارکېټ لاندي سو او ولي!.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک