بسم الله الرحمن الرحیم
زمونږ د دین ستر راز پدې جملې کې پروت دی چې هر ورځ یې په تکرار وایو خو لا سر مو ددې په راز خلاص نشو.
په ساده الفاظو به یې بیان کړم:
په یاد مو دي چې زه همیشه وایم چې د دین یواځنی مالک څښتن تعالی دی او یواځې همغه ذات دی چې د کایناتو پادشاه ګڼل کیږي.
د اسلام په قبلولو مونږ په اصل کې پر همدغه ذات ځان خرڅوو، او د دغه قرارداد له مخې نور فرد پدې ځان د هر رنګه واک اختیار له لاسه ورکوي او یواځنی د همدی بدن مالک حق لري چې ددی بدن رفتار او ګفتار تعیین کړي.
نو په اساس یې چا چې واقعا ځان په څښتن تعالی خرڅ کړئ هغه د هر کار او خبرې پیل پدې جملې کوي.
مانا یې څه دی؟
چونکې نوموړي په بدن کې د تصرف حق له لاسه ورکړی نو د اصلي مالک په فرمان پکې تصرف کوي او هر کله چې ګفتار یا کوم کار کوي نو ددغې خبرې کولو او ددغه کار کولو لامل د څښتن تعالی فرمان/لارښوونو/سپارښتنو ته منسوبوي او وايي: د همغه ذات په نامه [ اجازه] چې ډیر رحم کونکی او مهربانه دی.
د هلاکت نښانې
اوس که څوک وايي چې د الله په نامه [ اجازه] او هغه خبره کول او یا کار د څښتن تعالی د فرمانونو/لارښوونو/سپارښتنو څخه نه وي نو دلته دغه فرد په الله تعالی د افتراء کولو په جرم اخته شو ، او په عین مهال د څښتن تعالی سره یې خپل تعهد/ژمنه/میثاق مات کړ، ځکه چې بدن یې په هغو مواردو کې وکاروه چې د الله اجازه نه وه او تر څنګ یې په الله ج پسې درواغ هم وتړل.
هیله لرم چې د [ بسم الله الرحمن الرحیم ] په خطر پوه شوي یاست....