د اسماعیل هنیة شهادت څو عاجل او چریکي پیغامه لري!!
اصف ننگ
العربیة تلویزیون وایی، هنیة د شپي په دوه بجې د تهران په یوه ډیر محافظت شوې څو ستوریزه میلمستون کې د رهبري شوې زرنگ راکټ چې د ایران له جغرافیا نه د باندې راویشتل شوی، ترور شوی،
(۱). که داسې دقیق ترور دلته تر سره کیدای شي نو د ابراهیم رئیس د وژنې په هکله هغه د عوامو شک او گومان هم د مکث وړ دی؟؟!، د دغسې زرنگ او رهبري شویو مزایلو مالکان حتی کولی شي په هر ځای کې، هر هدف او هر مطلوب شخص او هر مطلوب هدف په نښه کړي،
#اوس به د ایران د حقیقت موندونکې کمیسیون کار څه نا څه آسانه شوی وي...
#بل دا چې د ایران د مزایلو کارخاني به د دغه «ایکي یواځې یوه زرنگ راکټ» او د هغو «درې سوه دور بُرده مزایلو او پدافند!» په فرق پوه شوې وي چې په «ملک ناخدا آباد» یی ورشړلې ول!!؟ د کیفیت آزمایل ضروري دی، هم مخکې له ډوډۍ هم وروسته له ډوډۍ...
(۲). داسې هدف گرځول د دولتونو او خاصتاً د میزبان دولتونو امنیتي توان تر جدي سوال لاندې راولي، دیپلوماسي، قوانین، بین المللي دولتي حدود، سیاسي سرحدونه او حرمت یی، د جنگ او انتقام اصول، جنگي اخلاق او هر څه مات سوې دي...نړۍ نور د ارزښتونو او اصولو دهکده نده، معنا دا چې هر څوک او هره ډله دیته تشجیع کیږي چې د انتقام لپاره هیڅ رعایت په پام کې ونه نیسي، دا ډول انتقام هغه هم د یوه داسي دولت لخوا چې تر ټولو زیات د نړیوالو تر ملاتړ لاندې دی په حقیقت کې د نړیوال نظم او اصولو د ماتولو مخکښ بلل کیږي، بیا نو مقاومتي ډلي (چې د دولتي قوانینو تابع ندي) تر دینه زیات جسارت ترسره کولی شي
(۳). د دشمن لخوا د دغسې توانمندو زرنگو وسلو موجودیت کاملاً هغو رهبرانو ته د ناپناه کیدو او د پټیدو برائت ورکوي چې د محافظت لپاره یی پوشیده تدابیر نیولي، معنا دا چې هیڅوک په هیڅ ځای کې محفوظ ندی، او هر آسیب پذیره رهبر د ځان لپاره باید خپل تدابیر ونیسي...معنا دا چې دشمن هره لحظه لاس په ماشه دی نو امان جایز دی...
(۴). د زرنگو وسلو په زور او زبردستۍ باید ډېر پیامونه ترتیب او تکثیر شي، بخصوص هغوی ته چې په معاصرو علومو د بطلان سره چلیپا راکاږي...معاصره جگړه معاصر فهم غواړي، قوی تعلیم غواړي، قوي ملت غواړي نه قوي ډله، قوي تکنولوژۍ غواړي، قوی اقتصاد غواړي، قوی نظام غواړي او...
(۵). هغوی چې لا تر اوسه د دا ډول وسلو هدف شوې ندي د خدای د شکر تر څنگ دې په وار وار سوچ او سنجش هم وکړې، که نوبت یی راشي او اراده وشي نو هر یو ددشمن لخوا ښکار کیدای شي، معنا دا چې د «بروجٍ مشیدة» او پناه گاه تر څنگ، د خدای لمن او د غښتلې ملت عیارول، په علومو یی مزین کول، په قوت او قدرت خپل نظام او دولتونه عیارول، د انساني غوښوو او ککریو تر څنگ د معاصرې تکنولوژۍ خپلول هم لازم، هم مطلوب او هم واجب دی!! مگر آیا د دنیا یو اسلامي هېواد داسې سمارټ وسله او داسې قوت لري؟ آیا ددغسې وسلو په وړاندې زموږ پټنځایونه او تدابیر کافي دي؟
(۶). هغوی چې پر تکنولژۍ باور لري نو د د زرنگو وسلو او د تکنولوژۍ د قدرت او ارتقا کچه به یی څو کاله پس تر دینه هم لوړه او بهتره وي، تر هغو به زموږ د شاتگ، ناتوانۍ، فقر او د بندو علومو کچه نوره هم د زوال په حد کې وي، بیا به د میداني ضعف تر څنگ د بقا په مجادله کې نور هم ناتوانه شوې یو بیا به د ضعیف او مستضعف ملت په شان په آسانه میدان پریږدو حتی خپل ضعیفه دشمن او گاونډ به هم پر موږ تخت و تاز کوي.
(۷). د هنیة تر مرگ د مخه د ده ټوله کورنۍ له منځه لاړه، یولک فلسطینیان د سل اسرائیلي گروگانانو لپاره شهیدان شول، دوه میلیون غزه میشتي وگړې بې کوره، آواره، محتاج، مهاجر، در به در او په لسگونو زره یی ټپیان او معیوب شول، ټول وطن په کاملاً مخروبه تبدیل سو...مگر دوی یی فتح او ظفر بولي...!! لوبه لا زیاته سخته روانه ده...مگر د تعقل کچه کمه او د عبرت لپاره سبقونه زیات پراته دي... فاعتبروا یا اولی الابصار!!!