No-IMG

پلار جانه! رب دې پر تاسې اساني راولي. مسير مو معلوم دی، پر پل دې روان يو

اينګور يې په نوي پيغام کې د خپلو دوو شهيدو لوڼو نوم اخلي ورته وايي، د مور خبرو ته مو غوږ ونيسئ! نيکه مو درغی، پام چې ښکلی استقبال يې وکړئ، دواړه لاسونه يې ښکل کړئ!

زوی يې په نوي پيغام کې په لوړ جرأت وايي، دا واضحه خبره ده چې پلار مې د مقاومت مشري کوله، خو بيا هم د ملت يو فرد و، د افرادو په مرګ مقاومت نه مري، مقاومت به جاري وي، څرنګه چې پرون يې خپلو قربان شوو زامنو ته د تسليت خبرې کولې، ورته يې وويل: الله تعالی دې پر تاسې اساني راولي، زه د يو زوی په حيث خپل پلار ته هماغه کلمات کاروم چې پلار مې خپلو زامنو ته کارولي وو، ورته وايم، پلار جانه! رب دې پر تاسې اساني راولي. مسير مو معلوم دی، پر پل دې روان يو.

له دغو ويناو يوه خبره ثابته ده چې پر دغه مفکوره روزل شوی د مزامحمت او مبارزې خوځښت د اشخاصو په قربان کېدو نه شي ختمېدی.
إن الباطل کان زهوقاً 

روزل_شوی_خوځښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک