No-IMG

د امت شهيده!

موده وړاندې مې د يوه عالم له خولې يو حديث واورېد، ډېر راته جالب و. ستا د ژوند د وروستيو ورځو حالت او عکسونو ته چې ګورم، دا حديث ذهن ته راغی. وايي کله چې انسان ومري، روح يې بره آسمانونو کې يوه مشخص ځای ته پرواز کوي. هلته ورته د خپلې کورنۍ او نږدې دوستانو د هغو مړو ارواوې استقبال ته ولاړې وي چې تر ده وړاندې وفات شوي وي. داسې استقبال لکه زموږ ستاسې د کورنۍ يو غړی يا نږدې دوست چې ډېر کلونه وروسته له ليرې ځايه کور ته راستنيږي او موږ تاسې ورته په هوايي ډګر، رېل سټيشن يا بس سټيشن کې ګلونه په لاس انتظار ولاړ يو.

وايي نوې اروا چې له پخوانيو ارواوو سره يوځای شي، له هرې خوا هجوم پرې جوړ شي. څوک ورغاړېوزي، څوک يې لاس نيسي، څوک یې په اوږو ټپوي او څوک نور رقم رقم خوښۍ ورته کوي. څوک ترې د کورنۍ د حال احوال پوښتنه کوي: فلانکی اوس څنګه دی؟ غټ شوی به وي؟ هغه فلانکی اوس څه کوي؟ د هغه فلانکي واده شوی؟ کور کې څوک نوي زېږېدلي او نومونه يې څه دي؟

وايي پر نوې اروا دا هجوم او پوښتنې هومره زياتې شي چې مشران مداخله کوي او کشرانو ته وايي، مه کوئ، دا نور مه پازابوئ، پرېږدئ چې د آرام ساه واخلي، دی تازه د دنيا له مصيبتونو او ستړياوو زموږ خوا ته راستون شوی.

د امت شهيده!
ستا په ژوندوني ستا د کورنۍ تقريباً اکثريت غړي، ستا زلمي زامن، ستا واړه لمسيان، ستا خور او ... تر تا وړاندې د خدای تعالی حضور ته ورغلي وو. ته د هغوی او هغوی ستا بيا ځلي ديدن ته بې صبرانه منتظر وو. ته دنيا کې په هغوی پسې او هغوی په آسمانونو کې تا پسې نهايت خپه شوي وو. پر تا د ژوند کړۍ او دا لويه دنيا راتنګه شوې وه. خدای تعالی ستا احساسات او د وجود دننه جوړ شور او توپان درک کاوه او همغه وه چې بالآخره خپل حضور او د خپلې کورنۍ ديدار ته يې وروبللې ..

د امت شهيده!
تا د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل دين او خپل امت په حق کې خپل مسئوليت په ښه شکل اداء کړ او په جګ سر له دنيا ولاړې. ته د ژوند تر پايه پر خپله عقيده، داعيه او نظریه ثابت پاتې شوې او هېڅکله د هېڅ شي په بدل کې متزلزل او خرڅ نه شوې. خپله کورنۍ او امت درڅخه راضي دي، درباندې وياړي او له لويه خدايه د بخښنې او اعلی جنتونو غوښتنه درته کوي. ستا مخه دې رڼا او ستا سفر دې آسانه وي، آمين.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک